مجاهد: کابل کې د داعش پر یوه پټنځي عملیات شوي

د خپرېدو وخت

طالبان وایي تېره شپه یې کابل کې د داعش ډلې پر یوه پټنځي عملیات کړي دي.‌

د طالبانو حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي چې دغه عملیات د کابل ښار دولسمې حوزې اړوند بتخاک څلورلاره کې شوي.

هغه ادعا کړې چې په غو عملیاتو کې د ده په وینا "د داعشي خوارجو درې مهم غړي" وژل شوي او وسلې، لاسي بمونه، چاودېدونکي توکي، د ماین جوړونې ډېر وسایل او زیات شمېر ریموټونه نیول شوي دي.

ښاغلی مجاهد وايي داعش وسله والو "له دغه پټنځای څخه په کابل ښار کې د بريدونو لپاره کار اخيست" او دا چې ګوندې په روژې مياشت کې یې هم پر مقدسو اماکنو او ولسي وګړو د بريدونو پلان درلود.

د هغه لخوا خپاره شوي بیان کې راغلي چې په دغو عملياتو کې ولسي وګړو او د دوی ځواکونو ته زيان نه دی اوښتی.

تر دې وړاندې تېره شپه د خواله رسنیو یو شمېر کارنو کابل کې د "سختو ډزو او چاودنو" د غږونو اورېدل کېدو لیکلي وو.

طالبانو د روانې اوونۍ پیل کې د بلخ ولایت د مرکز مزار شریف ښار په دریو جلا سیمو کې په یوه شپه د داعش پر دریو پټنځایونو د هممهاله عملیاتو خبر ورکړی و.‌

د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند محمد اصف وزیري ویلي و چې دغه عملیات د مزار شریف ښار د پنځمې، اتمې او لسمې امنیتي حوزو اړوند سیمو کې شوې او دا چې ۵ خوارج پکې وژل شوي دي.

طالبان د خوارجو کلمه د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش غړو ته کاروي.

ښاغلي وزیري وروسته رسنیو ته ویلي و چې د مزار شریف ښار دغو عملیاتو کې وژل شوي وسله وال د تاجکستان او ازبکستان اتباع وو.

د یادونې ده چې بلخ کې د داعش پر پټنځایونو له دغو عملیاتو څو ورځې وړاندې دغه ولایت لپاره د طالبانو والي په خپل دفتر کې په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو او پړه یې هم داعش ومنله.

تر هغې وروسته دغلته د خبریالانو پر یوې غونډې مرګونې چاودنه هم شوې وه.

داعش ډلې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته افغانستان کې بریدونه ډېر کړي او په دې لړ کې یې د پلازمېنې کابل په ګډون بېلابېلو ولایتونو کې د ګڼو خونړيو بریدونو مسوولیت منلی دی.‌

په دوی کې کابل کې پر بهرنیو چارو وزارت، د روسیې او پاکستان پر سفارتونو او د لانګن په نوم پر یوه هوټل چې چینایان پکې مېشت وو، بریدونه هم شامل دي.

طالب چارواکي‌ ډېر وخت هڅه کوي د داعش اړوند خبرونو ډېر جزیات په ډاګه نه کړي.‌