طالبان وایي د مزار شریف په څو سیمو کې یې عملیات کړي دي

د خپرېدو وخت

افغانستان کې د طالبان حکومت وايي، تېره شپه شاوخوا دولس بجې یې د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار په پنځمې، اتمې او لسمې امنیتي حوزو اړوند سیمو کې چاڼیز عملیات کړي دي.

د بلخ ولایت امنیې قومندانۍ ویاند محمد اصف وزیري ویلي د دغو عملیاتو پر مهال د ده په ټکو "د خوارجو او باغیانو درې پټنځایونه له مینځه وړل شوي دي."

طالبان د خوارجو توری اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش ته کاروي.

تېره اوونۍ بلخ کې د طالبانو والي هم په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو، چې پړه داعش ډلې منلې وه.

د عملیاتو پر مهال نښتې هم رامنځ ته شوي چې په ترڅ کې یې پنځه تنه د طالبانو د استخباراتو ځانګړو ځواکونو له لوري ووژل شوي دي.

ښاغلی وزیري وايي، دغه کسان هغه مهال ووژل شول چې کله یې وسله وال مخالفت وکړ.

دوی وايي په دغو عملیاتو کې د طالبانو یو تن سرتېری هم ټپي شوی دی.

په یادو عملیاتو کې د یو شمېر وسلو او مهماتو د نیول کېدو خبر هم ورکول شوی دی.

د مزار شریف ځینو اوسېدونکو تېره شپه پر خواله رسنیو لیکلي وو چې د پېښې له ځایه یې د سپکو او درنو وسلو غږونه اورېدلي.

واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته داعش ډلې په افغانستان کې خپل بریدونه ډېر کړي او تر اوسه یې د کابل په ګډون په ګڼو ولایتونو کې خونړي بریدونه کړي دي.

اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش تر اوس په مزار شریف کې د طالبانو د عملیاتو په اړه څه نه دي‌ ویلي.

داعش ډلې د کابل په ګډون ځینو سیمو کې د بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده. د بېلګې په توګه د بهرنیو چارو وزارت، د روسیې او پاکستان سفارتونه او د لانګن په نوم پر یوه هوټل برید، چې چینایان پکې مېشت وو.

طالب چارواکي‌ ډېر وخت هڅه کوي د داعش اړوند خبرونو ډېر جزیات په ډاګه نه کړي.‌