تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"اسلامي دولت" نومې ډلې په مزار شریف ښار کې په یوه کلتوري مرکز کې د شوې چاودنې مسوولیت منلی
"اسلامي دولت" نومې ډلې یا داعش په مزار شریف ښار کې په یوه کلتوري مرکز کې د وړمې ورځې د شوې چاودنې مسوولیت منلی دی.
په هغه خبرپاڼه کې چې په "اسلامي دولت" نومي ډلې یا داعش پورې تړلې وېبپاڼې (اعماق) کې خپره شوې، ویل شوي، په مزار شریف ښار کې یې په کلتوري مرکز کې چاودنه چې ''هدف یې خبریالان او شعیه ګان وو '' په دغه ښار کې د طالبانو پر والي له برید دوې وروسته کړې ده.
په دغه چاودنه کې د دوو خبریالانو په ګډون لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او د ۱۵ خبریالانو او څو ماشومانو په ګډون پکې تر دېرشو نور کسان ټپیان شوي دي.
دغه چاودنه د ملګرو ملتونو، امریکا، اروپايي ټولنې او د خبریالانو او رسنیزو ګڼو ملاتړو بنسټونو غندلې او هغه یې ترهګریز عمل ګڼلی دی.
له پېښې وروسته د افغانستان د ازاداو خبریالانو ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، د مزار شریف ښار پېښه کې ۱۴ خبریالان ژوبل شوي او په دې چاودنه کې د مرګ ژوبلې شمېره لوړه ښيي.
دغې ټولنې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د پېښې کره پلټنه وکړي او د خبریالانو د خوندیتوب لپاره دې اړین ګامونه پورته شي.
د تېرې پنجشنبې پر ګهیځ په همدې مزار ښار کې یو بل ځانمرګي برید چې ترسره کوونکی یې (داعش) خراسان څانګې خپل بریدګر وباله، بلخ کې د طالبانو حکومت والي مولوي محمد داوود مزمل له څو نورو کسانو سره وواژه.