تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکرايين کې د اوربند هڅې: امریکا وايي، راروانه یکشنبې به د "سولې" تازه خبرې په سعودي عربستان کې پيل شي
که څه هم د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین د امریکا له لوري وړاندیز شوی ۳۰ ورځنۍ اوربند په بشپړ ډول ونه مانه خو ډونلډ ټرمپ او پوتین دواړو منلې چې په دې اړه به خبرې روانې وساتي.
د منځني ختیځ لپاره د ښاغلي ټرمپ ځانګړي استازي سټيو ویټکوف 'فاکس نیوز' رسنۍ ته د ښاغلي پوتین او ټرمپ تر ټلیفوني خبرو وروسته ویلي چې په اوکرايين کې د اوربند او سولې په اړه تازه خبرې به راروانه یکشنبې (مارچ ۲۳مه) په سعودي عربستان کې پيل شي.
ښاغلي ویټکوف زیاته کړې چې په دغو خبرو کې به یو ځل بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د ملي امنیت سلاکار مایک والټز د امریکايي پلاوي مشري وکړي.
خو ده دا نه ده په ډاګه کړې چې د اوکرايين یا روسیې پلاوي به په دغو مذاکراتو کې وي او که نه.
د انرژۍ مرکزونه نه په نښه کول
دا په داسې حال کې ده چې پوتین له ټرمپ سره تر "اوږدو ټلیفوني خبرو" وروسته هوکړه کړې چې د راتلونکو ۳۰ ورځو لپاره به په اوکرایین کې د انرژۍ پر اهدافو بریدونه ودروي.
د امریکا د سپینې ماڼۍ په وینا، ټرمپ او پوتین په اوکرایین کې د اوربند او "سولې اړتیا" په تړاو خبرې کړې او په سیمه کې یې د تلپاتې سولې په اړه موافقه کړې ده.
د سپینې ماڼۍ په وینا، دواړو خواوو هوکړه وکړه چې په تور سمندرګي کې د سمندري اوربند د پلي کولو لپاره خبرې اترې پیل کړي. همدا ډول د "ستراتیژیکو وسلو د بندولو" پر اړتیا هم بحث شوی دی.
د اوکرايين حکومت يا خپله ولودمير زيلېنسکي تراوسه د دې اوربند په اړه څه نه دي ويلي.
ډونلډ ټرمپ په ټولنیزو رسنیو لیکلي، چې د روسي له ولسمشر سره يې وروستۍ خبرې "ډېرې ښې او ګټورې" وې.
نوموړي پر خپله ټولنيزه رسنۍ ټروت ليکلي، "موږ پر دې هوکړه وکړه چې د انرژۍ او زیربناوو پر ټولو برخو به سملاسي اوربند وي، او هڅه کوو چې ژر تر ژره یو بشپړ اوربند او په پای کې د دې ډېر بدمرغه جنګ د پای ته رسولو لپاره کار وکړو".
سپینه ماڼۍ وايي، امریکا او روسیه په دې باور دي چې "ایران باید هېڅکله په داسې موقف کې نه وي چې اسرائیل له منځه یوسي."
د کرملین په وینا، د مارچ پر ۱۹مه، به روسیه او اوکرایین ۱۷۵ جنګي بندیان تبادله کړي، په داسې حال کې چې ۲۳ سخت ټپي شوي اوکرایني سرتېري چې په روسیه کې تر درملنې لاندې دي، به هم اوکرایین ته ولېږدول شي.
کریملین غوښتنه کړې چې د ۳۰ ورځني اوربند پر مهال باید اوکراییني ځواکونه هېڅ صف بندي ونکړي.
داسې اټکل کېده چې روسيه به هغه بشپړ اوربند چې د ټرمپ ډلې تازه د سعودي په منځګړيتوب له اوکرايين سره جوړ کړی و مني خو پوتین ویلي، چې پراخ اوربند یوازې هغه وخت عملي کېدای شي، که له اوکرایین سره بهرنۍ پوځي مرستې او د استخباراتي معلوماتو شريکول ودرول شي.
د اوکرایین اروپايي متحدینو مخکې دا ډول شرایط رد کړي وو.
کله چې د امریکا استازو تیره سې شنبه په جده کې د اوکرایین له استازو سره ولیدل، هغوی یې قانع کړل چې د سملاسي ۳۰ ورځني اوربند وړاندیز ومني، چې پر وچه، هوا او سمندر به عملي کېږي.
ولسمشر ولودمير زیلېنسکي ویلي، اوکرایین د انرژۍ پر زیربناوو د اوربند نظریه مني، خو وايي غواړي چې د دې جزییات روښانه شي.
ښاغلي زيلېنسکي ويلي، "زه فکر کوم چې دا به سمه وي چې موږ له ولسمشر ټرمپ سره خبرې وکړو، څو پوه شو چې روسانو امریکایانو ته څه وړاندیز کړی، او یا امریکایانو روسانو ته څه ویلي دي".
سپینه ماڼۍ مخکې ویلي وو چې په اوکرایین کې د سولې د ټینګښت لپاره به ډېر ژر په منځني ختیځ کې بيا خبرې اترې پیل شي.
معلومه نه ده چې دا ځل به د دغو خبرو پایله څه راوځي.