تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پوتین د اوکرایین د اوربند پلان تر پوښتنې لاندې راوستی، پر روسیې د ډرون نوي بریدونه
د کرېملېن ویاند، چې د جمعې په ورځ یې له رسنیو سره خبرې کولې ویلي، د ټرمپ او پوتین ترمنځ خبرې به تنظیم شي.
ویاند د ولسمشر ټرمپ او ولسمشر پوتین ترمنځ د احتمالي خبرو اترو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل، د دې لپاره پر "کومې دقیقې نېټې" لا موافقه نه ده شوې.
خو زیاتوي، خبرې هغه وخت تنظیمېدای شي، چې ټرمپ ته د وېټکوف لخوا په مسکو کې د خبرو اترو په اړه خبر ورکړل شي.
ویاند دا هم ویلي، د دواړو خواوو ترمنځ دا "پوهاوی" شته چې خبرې باید ترسره شي.
وړاندې تر دې کرملېن تایید کړې وه، چې د امریکا استازی سټیو وېټکوف، په مسکو کې و او له ولادیمیر پوتین سره یې لیدلي دي.
د کرملېن ویاند، دیمیتري پېسکوف وايي، "روسیې ته په غونډه کې اضافي معلومات ورکړل شول. او ولادیمیر پوتین خپل "معلومات او نور اضافي سیګنالونه ولسمشر ټرمپ ته" ورکړل.
پوتین په حقیقت کې څه غواړي؟
د بي بي سي د ختیځې اروپا خبریاله سارا رینزفورډ وايي، ولادیمیر پوتین اوس مهال د جګړې بندولو ته هېڅ لېوالتیا نه لري او هغه دغه مسله د ډونلډ ټرمپ د سمدستي اوربند غوښتنې په ځواب کې روښانه کړې ده.
پوتین نه غواړي ټرمپ ته سپکاوی وکړي. هغه غواړي معقول غږ وکړي. او هغه غواړي په دې اړه په مستقیم ډول له امریکا سره د تیلیفوني اړیکو یا خبرو له لارې معامله وکړي. خو د هغه لومړیتوب پر ځمکه د روسیې د ګټو خوندي کول دي.
دا په دې معنی ده چې د سوېلي روسیې په کرسک کې د اوکرایین برید پای ته ورسوي، چې پوتین یې غوسه یې کړی.
کریملین وايي اوس هلته لاسته راوړنې لري او وبه نه غواړي چې ودرېږي.
د اوربند غوښتنې ته تر دې دمه د پوتین ځواب او وړاندیز دا دی، هغه اراده لري چې په اوکرایین کې د هغه څه لپاره فشار راوړي چې تل یې غوښتل: "د لویدیځ له امنیتي تضمین پرته او بیا نه وسله وال کول."
خبریاله سارا رینزفورډ وايي، اوس د ډونلډ ټرمپ د ازموینې وخت دی: چې تل یې ویلي روسیه هغه ته غوږ نیسي او پوتین دی درک کوي. امریکا غواړي، جګړه سمدستي بنده شي، خو څرګنده ده چې روسیه دا کار نه کوي.
د پوتین له خوا د اوربند لپاره پر شرطونو ټینګار 'ناسم' دی
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لامي وايي، دا به "تېره وتنه" وي چې پوتین د اوربند لپاره شرطونه وټاکي.
ښاغلی لامي د امریکا له خوا د لومړني ۳۰ ورځني اوربند وړاندیز سره هم مهاله وړاندیز کوي، چې په جګړه کې وقفه به د "بشپړ حل" په اړه د خبرو په لور "لومړی ګام" وي.
لامي چې اوس مهال له خپلو سیالانو سره جي۷ غونډې لپاره کاناډا ته تللی دی، پر اېکس ټولنیزې رسنۍ یې لیکلي دي: "دا تر بل هر وخته ډېره مهمه ده چې موږ په ګډه، او له اوکرایین سره اوږه په اوږه عادلانه او تلپاتې سولې ته ورسېږو."
روسیه: د شپې یې ۲۸ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې وېشتلې دي
د روسیې د دفاع وزارت وايي، دوی تېره شپه ۲۸ اوکراییني ډرون (بې پیلوټه الوتکې) څارلي او له منځه وړې دي. له هغې ډلې څلور یې پر مسکو، پنځه پر بېلګراډ او یو په تور سمندر کې هم غورځول شوې دي.
بل پلو اوکرایین ادعا کړې، چې روسي ځواکونو د شپې له خوا د ډرون بریدونه پرې کړي دي. روسیې هم د شپې له خوا د بریدونو راپور ورکړی دی. اوکرایین نن سهار د روسیې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله د زیانونو او یو شمېر کسانو د ټپي کېدو په اړه رپوټ ورکړی دی.
د خارکیف والي اولیه سینیهوبوف وايي، د شپې په یوه خلاصه سیمه کې د ډرون د غورځېدو له امله د ماشومانو په ګډون څو تنه ټپیان شوي دي.
هغه د برېښنا د ویجاړ شوي مزي او په جلا توګه د زولوچیو په سیمه کې د یوه سیمه ییز روغتون د ودانۍ د چت د سوځېدو یادونه هم کوي او وايي، د بېړني ټیم یو غړی پکې ټپي شوی دی.