تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فطرت: د پاکستان بریدونو کې د ماشومانو او ښځو په ګډون "۳۶ تنه" وژل شوي او ۱۶۳ ژوبل دي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د پاکستان د تېرې شپې په بریدونو کې د اوښتې مرګژوبلې تازه شمېرې خپرې کړې دي.
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت پرخپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دغو بریدونو کې "تر دې مهاله ټول ۳۶ تنه عام ولسي وګړي چې ماشومان او ښځې هم پکې دي، شهیدان او ۱۶۳ تنه ټپیان شوي دي".
ښاغلي فطرت د هر ولایت جلا شمېرې او د برید جزیات هم لیکلي دي.
د پکتیا ولایت د څکمنیو ولسوالۍ په اړه یې ویلي چې، "د مندوخېلو کلي پر یوه ملکي کور د پاکستاني جیټ الوتکو د بمبار په نتیجه کې د کور یو سپينږیری او یو ماشوم شهدان شوي او نور غړي یې ټپیان دي. خو د کلي خلک چې د ژغورنې لپاره راټول شوي، دوهم ځل بمبار شوی چې ۲۸ تنه کلیوال پکې شهیدان شوي او ۱۵۷ تنه نور ژوبل شوي".
حمدالله فطرت د پکتیکا ولایت په هکله لیکلي چې، "د ګیان ولسوالۍ اړوند ولوست کلي کې د یوه کلیوال کور بمبار شوی چې شپږ تنه چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو، پکې شهیدان شوي".
همداراز یې د کونړ په اړه ویلي، "د منورې ولسوالۍ اړوند د برولو کلي کې د یوه ملکي کس کور بمبار شوی چې ځاني تلفات نه لري خو کور یې بشپړ ویجاړ شوی او مالي زیان ور اوښتی دی".
د ښاغلي فطرت په وینا، په دغو بریدونو کې درې کورونه "په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي".
مجاهد دا "تېری او جنایت" بللی
د پاکستان جنګي الوتکو یو ځل بیا تېره شپه په پکتیا، پکتیکا او کونړ کې هوايي بریدونه وکړل چې ادعا کوي، "وسلهوال کسان" یې په نښه کړي دي.
خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي چې په دغو بریدونو کې ملکي خلک په نښه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې "لسګونه ملکیانو" ته مرګژوبله اوښتې ده.
هغه پر خپله اېکس پاڼه د څو ټپي ماشومانو د عکسونو د خپرولو ترڅنګ لیکلي: "موږ دغه بزدلانه عمل او تجاوز غندو او یو جنایت او وحشت یې بولو."
مخکې د پاکستان حکومت ادعا کړې چې په پکتیا، پکتیا او کونړ کې یې "د پاکستاني طالبانو تحریک او جماعت الاحرار د اړوندو وسلهوالو پر پټنځایونه بریدونه کړي او ۲۵ وسله وال یې وژلي دي".
تر ټولو د ډېرې مرکژوبلې راپور د پکتیا د څمکنیو له مندیخېلو ورکړی شوی دی.
د طالبانو حکومت امنیتي سرچینو بيبيسي ته ویلي، چې دغلته شاوخوا ۱۰۰ کسان "شهیدان او زخمیان دي."
څمکنیو کې د ځايي روغتون سرطبیب ډاکتر نوروز هم په یوه ویډیو کې وايي، دغه روغتون ته تر څلوېښتو ډېر ټپیان ور وړل شوي، چې ځینې هملته بستر او نور ګردیز ته استول شوي دي.
د پکتیکا په ګیان کې د برید په اړه ویل شوي، چې هلته د محمد امین په نوم د یوه ځايي اوسېدونکي کور په نښه شوی او دا چې د ښځو په ګډون پکې شپږ کسان وژل شوي دي.
په کونړ کې د طالبانو حکومت ځايي چارواکو په کابل کې د بيبيسي خبریال سید عبدالله نظامي ته ویلي چې د مرورې ولسوالۍ برول سیمه کې هم د شپې ناوخته په هوايي برید کې یو کور په نښه شوی، خو دا چې سیمه لېرې پرته ده نو تر اوسه د مرګژوبله او اوښتي زیان جزییات نه شته.
بيبيسي نه شي کولی چې د پاکستان او طالبانو حکومت لخوا دغو بریدونو کې د اوښتې مرکژوبلې جزییات او اعلان شوې شمېرې په خپلواک ډول رد یا تایید کړي.
ځینې ټپیان او عیني شاهدان هم چې ویډیوګانې یې بيبيسي ته استول شوې، د پاکستان د تېرې شپې بریدونو کې د ملکي استوګنې کورونو د هدف ګرځېدو او عامو خلکو ته د مرګژوبلې اوښتلو خبره کوي.
پاکستان: ۲۹ وسلهوال مو وژلي
د پاکستان حکومت د جون ۲۸مه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دوی ځواکونو د یکشنبې او دوشنبې ترمنځ پر شپه لومړی د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ډیورنډ کرښې ته نږدې د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې "ښه پلان شوي ځمکني عملیات" او ورپسې کرښې ته څېرمه سیمو کې د جماعت الاحرار او پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) د اړوندو "ترهګرو پر پټنځایونو او خوندي مرکزونو" هدفمند هوايي بریدونه کړي.
د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وفاقي وزیر عطا تارړ په خپله اېکس پاڼه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، په دغو عملیاتو او بریدونو کې ۲۹ وسله وال وژل شوي دي.
د هغه لخوا خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې باجوړ کې په ځمکنيو عملیاتو کې د وسلهوالو یو ډېر مطلوب قوماندان خان فروش (زبال) د جماعت الاحرار له درېیو نورو وسلهوالو سره یو ځای وژل شوی او په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې په ترسره شویو هوايي بریدونو کې د ټيټيپي او جماعت الاحرار د وسله والو اړوند درې اهداف ویجاړ شوي، ۲۵ وسلهوال پکې وژل شوي او زیاته اندازه وسلې او مهمات هم پکې لمنځه وړل شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي چې دغه بریدونه د وسلهوالو خوا خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې "د بېګناه خلکو پر وړاندې د وروستیو ترهګریزو پېښو" او د سند ایالت په مرکز کراچۍ کې د رېنجرز ځواکونو پر مرکز د تېرې شپې له برید وروسته "د دقیقو استخباراتي مالوماتو پر بنسټ" شوي دي.
د یادونې ده چې د سند رېنجرز پر مرکز د شنبې د ماښام برید مسوولیت جماعت الاحرار دلې منلی و. په دغه برید کې د درېیو سرتېرو او دریېو بریدګرو د وژل کېدو خبر ورکړ شوی و.
پاکستاني ځواکونه وايي، څلورم بریدګر یې چې افغان دی، په ټپي حالت کې ژوندی نیولی.
د پاکستان د حکومت اعلامیه کې زیاته شوې، چې دغه هېواد تل سیمه کې د سولې او ثبات د ساتنې هڅه کړې، خو د خپلو خلکو امنیت او خوندیتوب یې لومړیتوب دی او جوړجاړی پرې نه کوي.
د یادونې ده چې د پاکستان هوايي ځواکونو د روانې جون میاشتې د نهمې او لسمې ترمنځ پر شپه هم د خوست په سپېره، د پکتیکا په برمل او کونړ په شلتن ولسوالیو کې هوايي بریدونه کړي وو.
د طالبانو حکومت په هغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۱۳ ملکي کسانو د وژل کېدو او څوارلسو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.
وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم وویل چې په دغو بریدونو کې یې د ۱۳ ملکي کسانو مړینه مستنده کړې ده.
تر دغو بریدونو شاوخوا یوه نیمه اوونۍ وروسته (د جون ۱۹مه) په افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت اعلان وکړ، چې هوايي ځواکونو یې د بلوچستان د قلعه عبدالله په ګلستان او شکراب او د خیبر پښتونخوا د خیبر په قمبرخېلو کې د "داعش" پر اړوندو مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.
پاکستان تر هغې مخکې هم د کابل، کندهار او ننګرهار په ګډون د افغانستان بېلابېلو ولایتونو کې خونړي هوايي بریدونه کړي او د طالبانو حکومت هم وخت ناوخت د کوچنیو چاودېدونکو ډرونونو او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو او مرکزونو په بریدونو سره ځواب ورکړی.
پاکستان ادعا کوي چې د طالبانو حکومت هغو وسلهوالو ته خپله خاوره کې ځای ورکړی چې پاکستان کې بریدونو کوي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وايي چې دا د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.
په دې موده کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سعودي، قطر، ترکیې او چین په منځګړيتوب له سوله ییزو لارو د اختلافاتو د حل هڅه هم شوې خو لا یې کومه څرګنده پایله نه ده لرلې.