تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کراچۍ کې د امنیتي ځواکونو پر مرکز د وسله والو برید: عیني شاهدانو څه ولیدل؟
پاکستاني پوځ تایید کړې چې په کراچۍ ښار کې د ملېشه ځواک رېنجرز کمپ برید کې درې سرتېري وژل شوي او په ځوابي عملیاتو کې درې بریدګر هم له منځه وړل شوي دي.
د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) په وینا، د عملیاتو پر مهال یو بریدګر په ټپي حالت کې نیول شوی دی، چې د دوی د ادعا له مخې یو "افغان وګړی" دی.
د یادونې ده چې د شنبې په شپه د کراچۍ ښار په ګلستان جوهر سیمه کې د رېنجرز ځواک د مرکز ترڅنګ د چاودنې او ډزو غږونه اورېدل شوي وو او وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړه.
دغه پېښه د ګلستان جوهر سیمې پنځم بلاک کې د (سچل رېنجرز) مرکز ودانۍ ته څېرمه رامنځته شوې.
عیني شاهدانو بي بي سي اردو څانګې ته وویل، په پیل کې د یوې چاودنې غږ واورېدل شو، او له هغه وروسته ډزې پیل شوې.
د ملېشه ځواک دغه کمپ ته نژدې د هوا پېژندنې اداره ده، په لږ واټن کې د چمن اقبال په نوم یوه استوګنیزه سیمه هم موقعیت لري، او شاوخوا یې ګڼې استوګنیزې ودانۍ دي.
وسله والې ډلې (جماعت الاحرار) سره تړلې یوې څانګې د دې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی.
'بریدګر د امنیتي کمربند په ماتولو کې پاتې راغلل'
د پاکستان پوځ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي: ''بریدګرو د کمپ په مرکزي دروازه کې له چاودنې وروسته هڅه وکړه چې امنیتي کمربند مات کړي، خو د رېنجرز ځواکونو د ځیرک او پرېکنده غبرګون له امله د دوی ناوړه موخې شنډې شوې.''
د پاکستاني پوځ وايي، په دې برید کې څلور امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د پاکستان پوځ د یوې اعلامیې په حواله ویل شوي: "پاکستان به د دې برید د عاملینو پر وړاندې غچ اخیستونکي عملیات ترسره کړي."
له دې مخکې، د ریسکیو ۱۱۲۲ نومي مرستندویې ټولنې مشر ډاکټر عابد جلال بي بي سي ته ویلي وو چې د رېنجرز پر مرکز لومړی لاسي بم وغورځول شو او له هغه وروسته ډزې پیل شوې.
د پېښې په ځای کې دوو عیني شاهدانو د بي بي سي خبریال روحان احمد ته ویلي چې له چاودنې وروسته په سیمه کې پرلپسې د ډزو غږونه اورېدل کېدل.
یوه عیني شاهد، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، وویل چې امنیتي ځواکونو هغه لارې تړلې وې چې د رېنجرز دفتر ته غځېدلې.
د یوه بل عیني شاهد په وینا، ده په سیمه کې ډېر امبولانسونه ولیدل چې ټپیان یې روغتونونو ته لېږدول.
د ریسکیو ادارې یوه کارکوونکي هم د نوم نه څرګندولو په شرط، بي بي سي ته ویلي وو چې د بریدګرو اصلي هدف د رېنجرز دفتر و.
د سند ايالتي حکومت ویاند وايي، د صوبې اعلی وزیر سید مراد علي شاه پولیسو ته امر کړی، چې د پېښې په هکله تفصیلي رپوټ چمتو کړي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم دغه برید غندلی دی.
په دا وروستیو کلونو کې په کراچۍ کې د وسله والو ډلو له لوري څو بریدونه شوي دي.
د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې د دغه ښار هوایي ډګر ته څېرمه په یوه ځانمرګي برید کې دوه چینایي وګړي ووژل شول او ۱۱ نور کسان ټپیان شول.
د هغه برید مسوولیت د بلوڅانو بېلتونپالې وسله والې ډلې 'بلوچ لېبریشن ارمي' پر غاړه اخیستې وه. له هغه نژدې یوه میاشت وروسته، یعنی په نومبر کې، د سند ایالت د کورنیو چارو ایالتي وزیر ضیا الحسن لنجر په هغه برید کې له ښکېلو دوو کسانو نیولو پخلی وکړ.
له هغه وړاندې، د ۲۰۲۳ کال په فبروري کې د کراچۍ پولیسو پر مرکزي دفتر چې د شاهراه فیصل نومې لویې لارې په اوږدو کې موقعیت لري، وسله والو سختدریځو برید کړی و، چې له امله یې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي وو.
پولیسو او رېنجرز ځواکونو ویلي وو چې په ځوابي عملیاتو کې یې درې وسله وال هم وژلي وو، چې د له 'تحریک طالبان پاکستان' وسله والې ډلې سره یې تړاو درلود.