تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سوریې له کورنۍ جګړې را وروسته، دمشق ته د ایران د ولسمشر لومړی سفر
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د یو لوړپوړي پلاوي په ملتیا د سوریې پلازمېنې دمشق ته تللی دی.
دا له ۲۰۱۱ کال راهیسې چې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوې وه، دغه هېواد ته د ایران د ولسمشر لومړنی سفر دی.
په دغه سفر کې له ښاغلي رئیسي سره د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان، د ښار جوړولو وزیر مهرداد بذرباش، د نفتو وزیر جواد اوجي، د دفاع وزیر محمد رضا اشتیاني او ځینې نور چارواکي ملتیا کوي.
ایران او روسیه د سوریې په کورنۍ جګړه کې او همدارنګه د وسله والو مخالفانو له لوري چې د سیمې د هېوادونو له خوا یې ملاتړ کېده، د نیول شویو سیمو د بېرته تر لاسه کولو په برخه کې د بشارالاسد د حکومت کلک ملاتړي هېوادونه دي.
د سوریې له ولسمشر سره په کتنه کې ښاغلي رئیسي د دغه هېواد په کورنۍ جګړې کې د بشرالاسد حکومت د ملاتړ ننګه کړې.
نوموړي وویل "چا چې تر پرونه په سوریه کې د ایران پر نیت شک درلود، اوس په دې باوري شوي چې زموږ دریځ په حقه و."
سوریې ته د ایران د ولسمشر ښاغلي رئیسي دا سفر داسې مهال تر سره کیږي چې د سوریې اصلي ملاتړي ایران له خپل سیال سعودي عرب سره تر کلونو لانجو د اړیکو پر بېرته عادي کولو هوکړې ته رسېدلی دی.
د سوریې په کورني کړکېچ کې سعودي عرب د بشارالاسد د وسله والو مخالفانو له اصلي ملاتړو هېوادونو بلل کېده.
له ۲۰۱۱ کال راهیسي ډېری عرب هېوادونو له سوریې سره خپل اړیکي پرې کړي دي او همدارنګه په دغه هېواد کې د حکومتي ځواکونو له لوري د وسله والو مخالفانو د بې درېغه ځپلو له امله په "عرب ټولنه" کې د سوریې غړیتوب هم ځنډول شوی دی.
خو تېره زېږدیزه میاشت د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان په سوریه کې د جګړو له پیل وروسته په لومړي ځل دمشق ته سفر وکړ.
د راپورونو له مخې، دمګړۍ عرب هېوادونه چې سوریه یې په ۲۰۱۱ کال کې د وسله والو مخالفانو د ځپلو له امله ګوښې کړې وه، د سوریې د ۱۲ کلنې جګړې د پای ته رسولو لټه کوي.
دوی همدا ډول پر دې سلامشوره کوي چې دمشق ته بېرته په "عرب ټولنه" غړیتوب ور کړي او که څنګه؟
دمشق ته له رسېدو وروسته ښاغلي رئیسي له المیادین ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، دا سفر به یې سوریې او د لبنان د حزب الله په ګډون د سوریې له ملاتړو سره د تهران اړیکو ته وده ور کړي.
د سوریې دولتي رسنیو ویلي، دمشق ته د ښاغلي رئیسي په دوه ورځني سفر کې به د دواړو لوري له خوا یو لړ هوکړه لیکونه هم لاسلیک شي.