پرتګال وايي د فلسطین دولت به په رسمیت وپېژني

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

پرتګال وايي، د یکشنبې په ورځ به د فلسطین دولت په رسمیت وپیژني، دا د لوېدیځ وروستی هېواد دی چې د پالیسۍ بدلولو لپاره چمتووالی نیسي ځکه چې په غزه کې د جګړې د درېدو هېڅ نښه نه ښکاري.

د بهرنیو چارو وزارت یې دا اعلان د راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ تر غونډې مخکې وکړ چې په نیویارک کې جوړېږي. فرانسه، برېتانیا، کاناډا او استرالیا هم ویلي وو چې چمتو دي ورته اعلانونه وکړي.

اسرائیل دغه ګام غندلی. د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په وینا دا "ترهګرۍ ته انعام ورکول" دي.

د اسرائیل اصلي متحد، امریکا د نتنیاهو دغه استدلال تایید کړی دی.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ، چې دا اوونۍ د برېتانیا د لومړي وزیر سر کییر سټارمر تر څنګ په برېتانیا کې د یوه رسمي سفر پر مهال خبرې کولې، وویل هغه له دې رسمیت پېژندنې سره موافق نه دی.

د ملګرو ملتونو له ۱۹۳ غړو شاوخوا درې پر څلورمه برخه د فلسطین دولت په رسمیت پېژني. فلسطین په ۲۰۱۲ کال کې د غړي نه، خو "څارونکي دولت" حیثیت ترلاسه کړی و.

په داسې حال کې چې د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د غونډې لپاره د نړۍ مشران راټولېږي، اسرائیلي ټانکونه او سرتېري لا هم د غزې ښار ته د ځمکني یرغل په لړ کې پرمخ ځي چې له امله یې زرګونه کسان له خپلو کورونو تښتېدو ته اړ شوي دي.

د اسرائیلو پوځ په ۲۰۲۳ کال کې د اسرائیلو په جنوب کې د حماس په مشرۍ د هغه برید په ځواب کې پر غزې بریدونه پیل کړل، چې په کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور یرغمل شول.

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه لږ تر لږه ۶۵ زره او ۱۴۱ کسان د اسرائیلي بریدونو له امله وژل شوي دي.

په غزه کې د اسرائیلو ځمکنیو عملیاتو ته غبرګونونه

په غزه ښار کې د اسرائیلو عملیات په نړيواله کچه له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر فولکر ترک دا "په بشپړه توګه د نه منلو وړ" بللي دي.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزيرې اېوېټ کوپر دغه عمليات "ډېر خطرناک او خواشینونکي" بللي دي او وايي دا به "يوازې نورې وژنې، د بې ګناه وګړو مرګژوبله او د پاتې يرغمل شويو کسانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي."

د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت دا بريد د اسرائیلو له خوا د "نسل وژنې پلانونو" نوی پړاو بللی او خبرداری یې ورکړی چې دا به په پراخه کچه خلک بېځایه کړي.

د جرمني د بهرنيو چارو وزير يوهان واديفول ويلي، "دا په بشپړه توګه ناسمه لار ده" او ټينګار یې کړی چې باید ډيپلوماتيک حل ولټول شي.

خو د امریکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو د دوشنبې په ورځ له نتنياهو سره په يوه ګډه خبري ناسته کې د اسرائیلو د عملياتو تکتیکی ملاتړ وکړ او ویې ويل، چې امریکا د جګړې پايته رسولو لپاره خبرو ته لومړيتوب ورکوي خو "ځينې وخت چې تاسو د حماس په څېر له یوې وحشي ډلې سره ښکېل شي دا شونې نه ده."

د ملګرو ملتونو د څېړنو کمیسون وايي چې اسرائيل په غزه کې نسل‌وژنه کړې ده.

دغه کمسیون دا خبره په خپل یوه نوي رپوټ کې کړې او ویلي یې دي چې داسې "معقول دلایل" یې موندلي چې پر بنسټ یې دا کمیسون دې پایلې ته رسېدلی چې اسرائيلو له ۲۰۲۳ کال راهیسې له حماس سره په جګړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې له پنځو څلور هغه عملونه ترسره کړي چې د نړیوالو قوانینو له مخې نسل‌وژنه حسابېږي.

د ملګرو ملتونو د څېړنو کمیسون دا څلور عملونه په دې توګه یاد کړي دي:

د یوې ځانګړې ډلې غړي‌ وژل، هغوی ته بدني او رواني زیان رسول، په قصدي ډول داسې شرايط برابرول چې دا ډله خلک پکې له منځه یووړل شي او د زېږون مخنیوی کول.

د ملګرو ملتونو د څېړنو کمیسون د دې لپاره د اسرائيلي مشرانو څرګندونې او د هغوی د ځواکونو له لوري له فلسطینیانو سره د شوي چلند نمونې د نسل وژنې د ثبوت په توګه وړاندې کړې دي.

خو اسرائيل بیا دا رپوټ رد کړی دی.