"د کیم جونګ اون ۴۰مه کلیزه"؛ د شمالي کوریا مشر په اړه ۵ حقیقتونه چې ډېر ترې بې خبره دي

د خپرېدو وخت

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ۴۰ کلن شو. خو ایا دا د هغه اصلي عمر دی؟

داسې انګېرل کېږي چې د شمالي کوریا د مشر د زېږون ورځ د جنورۍ اتمه ده، خو د هغه د زېږون کره نیټې په اړه هېڅ توافق نشته.

دا د کېم جونګ اون په اړه یوازنی پټ راز نه دی. دلته موږ د شمالي کوریا د دیکتاتور په اړه پنځه بې ځوابه پوښتنو ته کتنه کوو چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې په واک کې دی.

۱- کیم جونګ اون کله زېږېدلی؟

موږ د دې پوښتنې دقیق او کره ځواب نه لرو.

په بریتانیا کې د اکسفورډ پوهنتون د سیاسي علومو پروفیسور ډاکټر اډوارډ هاویل بي بي سي ته وویل: "د هغه د زېږېدو د کال په اړه ډېر بحثونه کېږي، چې ویل کېږي له دغو کلونو څخه یو یې ۱۹۸۲، ۱۹۸۳ یا ۱۹۸۴ کال و."

د کېم جونګ اون د زوکړې ورځ، د جنورۍ اتمه، په دې کمونیستي هېواد کې عادي کاري ورځ ده. په داسې حال کې چې د هغه د پلار کیم جونګ اېل د زوکړې ورځ چې هر کال د فبرورۍ په شپاړسمه نېټه لمانځل کېږي د "روښانه ستوري" ورځې په نوم یادېږي او رسمي رخصتي ده.

د اپریل پنځلسمه د شمالي کوریا د اوسني مشر کیم ال سونګ د نېکه د زېږون ورځ ده چې په دغه هېواد کې د "لمر ورځ" هم بلل کېږي.

مګر د دوی د سترې کورنۍ کړۍ په اړه معلومات لاهم تر ډېره پټ دي.

ښاغلی هاویل، چې د شمالي کوریا په چارو کې تخصص لري، وايي، موږ پوهېږو چې کېم ناسکه وروڼه هم لري. یو یې کیم جونګ نام و، چې په ۲۰۱۷ کال کې په مالیزیا کې ووژل شو.

داسې انګېرل کېږي چې د کېم جونګ اون پلار لږترلږه څلور بېلابېلې ملګرې درلودې، خو دا اړیکې عموما د خلکو له سترګو پټې ساتل شوي.

ویل کېږي، د کېم مور، کو یونګ هوی، په جاپان کې زېږېدلې او په ۱۹۶۰ لسیزه کې شمالي کوریا ته د نڅاګرې په توګه تللې وه.

دا هم ویل کېږي چې هغه د کیم جونګ اېل له مېرمنو څخه یوه وه. په ۲۰۱۸ کال کې، د کو یونګ هوی عکسونه وموندل شول چې په ۱۹۷۳ کال کې جاپان ته د هغې د سفر پرمهال اخیستل شوي وو.

د کوریا ټایمز په وینا، پیونګ یانګ د کو یونګ د ژوند پوښښ یا هڅولو کې لږه لېوالتیا درلوده ځکه، هغه یوه نڅاګره وه او بله دا چې د هغې کورني شالید له جاپان سره تړاو درلود.

د ډاکټر هاویل په وینا: " کو یونګ په جاپان کې زېږېدلي ، هغه هېواد چې د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال یې د کوریا ټاپو وزمه نیولې وه، نو ښايي له ټولنیز پلوه یې د هغې کچه را ټیټه کړې وای، خو دا چې هغې له کیم جونګ ایل سره واده کړی و، له خونده ډک ژوند یې درلود."

۲- د کېم جونګ اون مېرمن څوک ده؟

موږ په دې اړه هم ډېر معلومات نه لرو. په دې پوهېږو چې کېم جونګ اون د ری سول جو په نوم مېرمن لري، خو موږ ډاډه نه یو چې دوی کله واده کړی (ځینې وايي دوی په ۲۰۰۹ کال کې واده کړی).

موږ د ری سول جو د ملګرو په اړه هم په ډېر څه نه پوهېږو. ایا هغه، هغه سندرغاړې وه چې د فعالیت پرمهال یې د ښاغلي کیم پام ځان ته اړولی و؟

په شمالي کوریا کې په دې نوم یوه سندرغاړې هم شته، خو دا هېڅکله په رسمي توګه نه ده تایید شوې چې دواړه په حقیقت کې یو کس دی که نه.

یوه وکیل د استخباراتي چارواکو له قوله ویلي، دوی باور لري چې ری سول جو په ۲۰۰۵ کال کې جنوبي کوریا ته د اسیا د اتلیتیک سیالیو پر مهال د شمالي کوریا د ملاتړ کوونکو په توګه تللې وه او یو وخت یې په چین کې د سندرغاړې په توګه روزنه ترلاسه کړې وه. شمالي کوریا پرته له دې چې هغه د ښاغلي کېم مېرمن ده نور معلومات نه دي خپاره کړي.

۳- کېم جونګ اون څو ماشومان لري؟

دا هم د کېم یوه بله کورنۍ مسله ده چې موږ یې په کره ځواب نه پوهېږو.

د ری سول جو د مېندوارۍ اوازې په ۲۰۱۶ کې د خلکو له سترګو د هغې له پناه کېدو وروسته پیل شوې، خو دا هېڅکله په رسمي ډول تایید شوې نه وه.

ویل کېږي، د هغه دوه مخکېني ماشومان په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کې زېږېدلي دي، خو دا معلومه نده چې ایا د دوی څخه کوم یو یې هلک دی چې د کېم ځای ناستی به وګڼل شي. په حقیقت کې، موږ د دوی په اړه په ډېر څه نه پوهېږو.

د شمالي کوریا مشر څو ځله له خپلې لور کېم جو ای سره په عامه ځایونو کې څرګندونې کړي دي. ویل کېږي، هغه شاوخوا لس کلنه ده او د شمالي کوریا د مشر دویم اولاد دی. دا نجلۍ په ۲۰۲۳ کال کې لږترلږه پنځه ځله په عامه ځایونو راڅرګنده شوې، له همدې امله د کېم د نورو ماشومانو پرتله د هغې په اړه ډېر پوهېږو.

ډاکټر هاویل وايي، "د شمالي کوریا مشر د توغندیو د توغولو په مراسمو، په مېلمستیاو او یا هم د فوټبال په سیالیو کې د خپلې لور سره لیدل کېږي ځکه غواړي د کورنۍ ښه سړي او مهربان مشر په توګه وپېژندل شي."

۴- په داسې یوه بې وزله هېواد کې ولې کېم دومره له اسانتیاوو ډک ژوند لري؟

شمالي کوریا او مشر یې له کلونو راهیسې د اټومي وسلو او بالستیک توغندیو د پراختیا له امله د ملګرو ملتونو او لوېدیځو هېوادونو له سختو بندیزونو سره مخ دی.

خو ښاغلی هاویل وايي، کېم جونګ اون د بندیزونو د مخنیوي لپاره هر هغه څه کوي، چې کولای یې شي.

"دا هېواد یوه بودجه لري چې په ځانګړي ډول د حکومت لپاره ځانګړې شوې. "کېم غواړي دا بودجه وساتي، چې هغه او د هغه کورنۍ وکولای شي خپل له شان او شوکته ډک ژوند پرې وکړي."

ښاغلی هاویل په دې باور دی، په ټوله نړۍ کې داسې شبکې هم شته چې غواړي شمالي کوریا ته پیسې ورکړي. د نورو تګلارو کارولو او ملاتړ راپورونه هم شته.

ډاکټر هاویل وايي: "خلک اکثرا فکر کوي چې شمالي کوریا یو بشپړ جلا هېواد دی چې انټرنیټ نلري." دا هېواد د حکومت تر کنټرول لاندې انټرنیټ لري او د وخت په تېرېدو سایبري جګړه یې یوه له مهمو تګلارو ګرځېدلې. د کېم رژیم د نورو هېوادونو کمپیوټري سیسټمونه هک کوي، له لارې یې پیسې غلا کوي، چې خپل اقتصاد او اټومي پروګرام پرې پیاوړی وساتي.

۵- ایا کېم جونګ اون ته د شمالي کوریا خلک ارزښت لري؟

په ۲۰۲۰ کال کې د یوه پوځي پرېډ پر مهال د شمالي کوریا د مشر وینا د هغه بل اړخ وښوود.

په هغې وینا کې، کېم جونګ اون د خپلو سرتېرو د هڅو ستاینه وکړه چې د کورونا وبا او طبیعي پېښو سره یې مبارزه کړې، کله یې چې هغه د خپل هېواد د مبارزې په اړه خبرې کولې، خپلې اوښکې پاکې کړې. دا یوه کمسارې شېبه وه چې د شمالي کوریا مشر خپل احساسات پکې څرګند کړل.

ځینو کتونکو ویلي، ښايي د شمالي کوریا مشر هڅه کوې، ځان یو عاجز او له مخې مات انسان وښيي.

کېم جونګ اون د خپل نېکه، کېم اېل سونګ لخوا پیل شوی د اورګاډو اوږدو سفرونو دود ته دوام ورکړی. د روسیې یو پوځي قوماندان چې د کېم جونګ اېل سره په ۲۰۰۱ کال کې د اورګاډي په سفر کې ملګری و، د "اورینټ اېکسپرېس" په نوم په خپل یادښتونو کې د دې سفرونو د ځانګړو تیاریو په اړه لیکلي.

هغه لیکي: "د هر ډول روسي، چینایي، کوریايي، جاپاني او فرانسوي خوړو فرمایش ورکولو ممکن و."

دا اورګاډي او د ټرانسپورټ نورې قیمتي وسیلې لکه شخصي الوتکې د شمالي کوریا د خلکو د خوار او ځپلي ژوند سره په بشپړ ډول په ټکر کې دي.

د شمالي کوریا خلکو بي بي سي ته ویلي، د خوراکي توکو د کمښت له امله د دوی یو شمېر ګاونډیان له لوږې مړه شوي دي. کارپوهان وايي چې شمالي کوریا له ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې له خپل تر ټولو ناوړه حالت سره مخ ده.

ډاکټر هاویل وايي: " هغه یوازې غواړي، خپله واکمني او خپل ظالمانه او استبدادي مشري وساتي." داسې نه برېښي چې خپلو ۲۶ میلیونه وګړو ژوند ته ډېر پام وکړي.

"ایا هغه به فکر کوي چې دا یوه بریالۍ تګلاره ده چې پرمخ ځي؟"