تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ارجنټاین کې د "سپین پړوني میندو" یوه ۹۳ کلنه بنسټګره مړه شوه
په ارجنټاین کې د بشر حقونو یوه اوڅاره فعاله هبه دېبونافیډي چې ددغه هېواد د پوځي حکومت پرمهال د سپین پړوني میندو یا (د مایو میدان میندو) یوه بنسټګره وه، د ۹۳ کلونو په عمر مړه شوې ده.
هبه دېبونافیډي چې دوه زامن یې د پوځي حکومت د واکمنۍ پرمهال تري تم شوي، په ۱۹۷۷ کال کې د میندو له یوې ډلې سره د خپلو بچیانو د موندلو په لټه کې وه، همدا وو چې د سپین پړوني میندو ډله یې جوړه کړه.
د سپین پړوني میندې ارجنټاین کې د دیکتاتورۍ د پای ته رسېدو لپاره فعالیت پیل کړ او د پوځي حکومت د پای ته رسېدو د مهمو پېښو په رامنځ ته کېدو بدل شو.
د هبه دېبونافیډي په مړینې د ارجنټاین ولسمشر البرټو فرناندز غمشریکي ښودلې ده.
اغلې هبه دېبونافیډي د خپلو دوو تري تم شویو زامنو مخونه بیا تر مرګه ونه لیدل.
د ارجنټاین د پوځي دیکتاتورۍ پرمهال (۱۹۷۰-۱۹۸۰) شاوخوا دېرش زره ارجنټاین وګړي د پوځ په لاس وژل شوي یا تري تم شوي دي.
هبه دېبونافیډي او د سپین پړونو میندو د خپلو زامنو د ورکېدو په اعتراض کې هره اونۍ د مایو میدان کې د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته راغونډېدې او له همدې کبله د مایو میدان د میندو په نامه پېژندل کېږي.
پر دغو میندو پوځ څو ځله بریدونه وکړل او ددې ډلې لومړنۍ مشرې ازوسنا ویلافلور هم وژل شوې ده.
په ارجنټاین کې پوځي دیکتاتوري په ۱۹۸۳ کال پای ته ورسېده.
د سپین پړوني میندې په ایران کې د خاوران میندو په څېر د نورو هېوادونو د بشر حقونو د فعالانو لپاره الهام ګرځېدلی دی.