د ارجنټاین د ولسمشر مرستیالې د ترور هڅه ناکامه شوه

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د ارجنټاین د ولسشمر مرستیالې د ترور هڅه هله ناکامه شوه چې یوه بریدګر د دې پر مخ د ډز کولو هڅه وکړه خو توپنګچه یې بنده شوه.

کله چې کریسټينا الیزابېت فرنانډز د کېرشنر خپلو ګڼو پلویانو ته د ښه راغلاست ویلو لپاره د دوی خوا ته ورغله نو له منځه یې یو لاس د دې پر لور ور اوږد شو چې توپنګچه ورسره وه او د هغې پر مخ یې د ډز کولو هڅه وکړه خو توپنګچه بنده شوه.

اغلې کرېشنر د دې پېښې په اړه ویلي، د برید کوونکي په وسله کې پنځه مرمۍ وې خو د ډز کولو پر مهال یې ګولۍ پوچه شوه.

د یادولو ده چې د ارجنټاین د ولسمشر دغه مرستیاله په محکمه کې په فساد تورنه شوې ده او د دې پېښې پر مهال له محکمې د راستنېدو په حال کې وه.

اغلې کېرشنر د دغه هېواد ولسمشره هم پاتې شوې ده او پرې لګېدلي د فساد ټول تورونه ردوي.

پولیسو ویلي، د ترور هڅې کوونکی دغه کس یې نیولی او هڅه کوي چې مالومه کړي، د دغه برید تر شا یې لامل څه و. ځايي رسنیو دغه کس یو ۳۵ کلن برازیلی سړی یاد کړی دی.

هغه ویډيو چې پر اغلې کېرشنر د ډز کولو هڅه کېږي

ځايي رسنیو هغه ویډیو خپره کړې چې پکې ښکاري یو برید کوونکی ډېر له نژدې د اغلې کېرشنر پر مخ توپنګچه نیسي او د ډز کولو هڅه کوي. اغلې کېرشنر چې توپنګچه ویني نو ژر خپل سر ښکته کوي خو له وسلې مرمۍ نه وځي.

د ارجنټاین ولسمشر تېره شپه په یوه وینا کې دا پېښه غندلې او ویلي یې دي دا له ۱۹۸۳ راهیسې،‌ چې دغه هېواد ته ډيموکراسي بېرته راګرځېدلې، "تر ټولو جدي" پېښو څخه یوه ده.

ښاغلي فرنانډز ویلي، " که څه هم لا د دې پېښې کره تخنیکي‌ اړخ نه دی په ډاګه شوی خو کریسټينا ځکه ژوندۍ پاتې شوه چې د برید کوونکي توپنګچه بنده شوه."

هغه همدا راز ویلي، "هر څوک د یو چا سره مخالفت کولی شي او دا مخالفتونه ښايي ډېر ژور هم وي خو داسې خبرې باید ونه شي چې کرکه وپاروي. ځکه چې کرکجنې خبرې تاوتریخوالی رامنځ ته کوي او هېڅکله تاوتریخوالی او ډيموکراسي یو ځای نه شي سره اوسېدلی."

دغه ولسشمر نن (جمعه) په ټول ارجنټاین کې د ملي رخصتۍ اعلان کړی چې په خبره یې، "خلک د خپل ژوند او د ډيموکراسۍ د دفاع په اړه فکر وکړي او د ولسمشر مرستیالې سره پیوستون وکړي."