د کډوالو نړیواله ورځ؛ 'په ټوله نړۍ کې نژدې ۱۲۰ میلیونه کسان په زور له خپلو کورونو کډه شوي'

په دیر البلاح کې له اسرائیلي بریدونو تښتېدلي فلسطیني کډوال په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په دیر البلاح کې له اسرائیلي بریدونو تښتېدلي فلسطیني کډوال په سختو شرایطو کې ژوند کوي.
    • Author, سپین تڼی
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

نن د جون ۲۰مه د کډوالو له نړیوالې ورځې سره برابره ده. ملګري ملتونه د کډوالو سږني ورځ له کډوالو سره د پیوستون او د هغوی د ښه راغلاست ورځې په توګه لمانځي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت له هېوادونو غوښتي چې خپلې دروازې د کډوالو پر مخ پرانیزي او هغوی ته هرکلی ووایي.

خو افغان کډوال د نړۍ به لروبر کې سرګردان دي او په ځانګړې توګه ایران او پاکستان یې له خپلو هېوادونو شړي او لسګونه زره نور افغانان دریمو هېوادونو ته د ورتګ په هڅو کې لا لهاند دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنري (یو ان اچ سی ار) وايي د ۲۰۲۳م کال په پای کې په ټوله نړۍ کې څه د پاسه ۱۱۷ میلیونه کسان په زور له خپلو کورونو کډه شوي.

دا شمېر د ۲۰۲۴م کال تر اپریل پورې ۱۲۰ میلیون کسانو ته ختلی دی، چې ۴۰ سلنه یې ماشومان دي.

کډوال

د دغه سازمان موندنې ښيي چې د دغو کډوالو ۷۰ سلنه کوربانه هغه هېوادونه دي چې منځنی یا کم عاید لري.

ملګري ملتونه سږنۍ ورځ په دې شعار سره لمانځي چې 'پناه غوښتونکو ته خپلې دروازې پرانیزئ' او زیاتوي چې کډوال اوس د هر بل وخت پرتله ډېر پيوستون ته اړتیا لري.

افغانستان د زیاتو کډوالو پر لرلو د نوملړ په سر کې دی او افغانان په بېلابېلو هېوادونو کې ژوند کوي.

یو افغان، چې په پاکستان کې دریم هېواد ته د تګ په تمه دی او نه غواړي نوم یې واخلو، وايي کډوالو ته د هرې ورځې په تېرېدو ژوند سختېږي:

''دغه کسان چې دلته راغلي او نورو هېوادونو ته د تلو انتظار کوي، د ښوونځي د نشتوالي، روغتیايي او اقتصادي مسائلو سره لاس او ګرېوان دي او د شړل کېدو وېره ورسره وي.''

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو او کډوالو حقونو نورو سازمانونو تل غوښتي چې کډوال باید په زور ونه ایستل شي، خو پاکستان، ایران او ترکیه کې افغان کډوال د جبري وتلو سره مخ دي.

په دې تصویر کې چې د روان کال د مې پر ۳۰مه اخیستل شوي، په اسلام قلعه کې هغه افغان کډوال لیدل کېږي، چې له ایرانه په زور شړل شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په دې تصویر کې چې د روان کال د مې پر ۳۰مه اخیستل شوي، په اسلام قلعه کې هغه افغان کډوال لیدل کېږي، چې له ایرانه په زور شړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یوه کارکوونکې کارولاین ګلوک چې له پاکستانه د افغان کډوالو د وتلو پر مهال د کډوالو یوه پنډ غالي ته ورغلې وه، بیا یې وغوښتل چې افغان کډوال دې په زور نه شړل کېږي.

''ډېر هغه کسان چې له افغانستانه د خوندیتوب په لټه کې راوتلي دي، پناه غوښتونکي دي. ځینې نور یې پاکستان کې زېږېدلي دي او خپل ټول ژوند یې هلته تېر کړی دی، په پاکستان کې افغان کډوال له یوه ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي، ځکه افغانستان کې لوی بشري کړکېچ روان دی. له همدې امله باید هر افغان په خپله خوښه او عزت سره افغانستان ته ستون شي، نه د جبر او زور له لارې.''

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند قیصر اپریدی وایی، دا اداره له هېوادونو غواړي چې له کډوالو او په ځانګړې توګه له افغان کډوالو سره ښه چلن وکړي او د دوی ملاتړ وکړي.

''یو این ایچ سي ار په دې خبره ټینګار کوي او دې ټولو ملکونو ته دا خواست کوي، چې دغه خلک چې بې کوره کېږي یا بې کوره شوي باید چې هغوی ته پناه ورکړي، په خپله ټولنه کې یې هرکلی وکړي او ملاتړ یې وکړي.''

د ملګرو ملتونو مالومات ښيي چې په ۲۰۲۴م ز کال کې د هغو افغانانو شمېر چې د پناه غوښتنې په لټه کې دي او یا د کډوال په توګه ژوند کوي ۶،۴ میلیونه کسانو ته رسېږي چې شاوخوا نیمايي یې ښځې دي.

افغانستان کې د کورنیو بېځایه شویو شمېر شاوخوا دوه میلیونه تنه دی.

دا سازمان وايي چې ۳۶۰ زره کسان په دې وروستیو کې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

افغانان نه یوازې له اسیايي هېوادونو شړل کېږي، بلکې په اروپايي هېوادونو کې هم له ستونزو سره مخ دي.

د بریتانیا حکومت د پرېکړې له مخې هغه کدوال چې په ناقانونه توګه دې هېواد ته راځی باید تر وروستي تصمیم پورې روانډا ته واستول شي.

دا هغه بحث دی چې ډېر افغان کډوال یې اندېښمن کړي دي، د کډوالو چارو لندن مېشتی افغان قانوني وکیل مفتاح دین هارون وايي: افغان کډوال نورو هېوادونو ته د تګ په لومړیو ورځو کې له ستونزو سره مخ کېږي، د ژبې، کلتور او چاپېریال سره بلدېدل او په ټولنه کې ورګډېدل په دغو ستونزو کې راځي.

د لندن هرو سیمه کې د پیوند ټولنې مشره فهیمه ذهین وايي دوی هڅه کوي افغان کډوالو ته په ټولنه کې د ورګډېدو برخه کې مرسته ورسره وکړي.

اوس د نړۍ د وګړو ۱،۵ سلنه خلک بیځایه شوي چې په هرو ۶۹ کې یو کس راځي. په داسې حال کې چې لس کاله مخکې په ۱۲۵ کې یو کس بیځایه شوی و.

ملګري ملتونه له ۲۰۰۱ کاله راهیسې دا ورځ لمانځي چې هغه مهال د جنیوا تړون پنځوسمه کالیزه وه.

په دغه تړون کې راغلي چې که څوک په خپل هېواد کې د قومي، سیاسي او یا مذهبي ځورونې یا خطر سره مخ وي، نو نور هېوادونه چې دا تړون یې لاسلیک کړی، باید د پناه غوښتنې امکان ورته برابر کړي.