تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سرچینه: د کابل پروني ځانمرګي برید کې ۱۴ تنه وژل شوي؛ مسوولیت یې داعش منلی
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د فرمانونو تطبیق ادارې (پخوانۍ لویې څارنوالۍ) کې یوې باوري سرچينې بيبيسي ته ويلي، کابل کې د تېرې ورځې په ځانمرګي برید کې ۱۴ تنه وژل شوي دي.
دغه برید د کابل د شپږمې حوزې اړوند سیمه کې پر دارلامان سړک د پخوانۍ لویې څارنوالۍ د کارکوونکو پر لېږدونکي موټر شوی و.
د طالبانو حکومت پرون په دغه برید کې د ۶ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.
د طالبانو په حکومت کې د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي وو، په قلعه بختیار سیمه کې یوه ځانمرګي بریدګر په ځان پورې تړلیو باروتو ته چاودنه ورکړې. هغه زیاته کړې وه، په دغه پېښه کې چې ۱۳ کسان ټپیان شوي هم دي.
په وژل شویو کې یوه ښځه هم شامله ده.
هممهاله د اسلامي دولت یا (داعش) په نوم ډلې ویلي دا برید دوی کړی دی.
دې ډلې پر خپله اعماق پاڼه ادعا کړې چې په دغه برید کې یې له ۴۵ ډېرو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
د داعش خراسان څانګې مخکې هم په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د ځینو مرګونو بریدونو مسوولیت منلی دی.
خو د طالبانو حکومت په افغانستان کې د داعش ډلې فعال حضور رد وي او ادعا کوي، دغه ډله دومره وړتیا نه لري، چې امنیت ته ګواښ پېښ کړي.