تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل؛ ځانمرګي برید کې 'شپږ کسان وژل شوي، ۱۳ ټپیان دي'
د افغانستان پلازمېنې کابل د شپږمې حوزې اړوند سیمه کې د یوې چاودنې له کبله مرګژوبله اوښتې ده.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، په قلعه بختیار سیمه کې یوه ځانمرګي بریدګر په ځان پورې تړلیو باروتو ته چاودنه ورکړې، چې له کبله یې شپږ کسان وژل شوي دي.
ښاغلی ځدراڼ زیاتوي په دغه پېښه کې چې نن دوشنبه مازدیګر رامنځته شوې، ۱۳ کسان ټپیان شوي دي.
په وژل شویو کې یوه ښځه هم شامله ده.
د طالبانو حکومت امنیتي مسوولین وايي، چې ټپیان پر وخت روغتون ته وړل شوي او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
تر دې دمه د یادې پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخیستې، خو له دې مخکې د ورته پېښو تر سره کولو ادعا داعش ډلې کړې وه.
بلخوا د طالبانوحکومت افغانستان کې د داعش ډلې فعال حضور رد وي او ادعا کوي، یاده ډله دومره وړتیا نه لري، چې د افغانستان امنیت ته ګواښ پېښ کړي.