د سلواکیا یو لوړپوړی چارواکی وايي، د دې هېواد لومړی وزیر د 'وژل کېدو له خطره' ژغورل شوی

د خپرېدو وخت

د سلواکیا د لومړي وزارت مرستیال وايي، د لومړي وزیر رابرټ فیڅو ژوند چې په ګڼو مخامخ ډزو سخت ټپي شوی و اوس له خطره ژغورل شوی دی.

دغې پېښې ته په نړیواله کچه د غندنې پراخ غبرګونونه ښودل شوي.

د سلواکیا لومړی وزیر رابرټ فیڅو پرون له عامو خلکو سره د کتنې پر مهال پر واټ ناڅاپه د یوه کس له ډزو سره مخ شو.

دغه کس له نږدې پرې د تفنګچې پنځه ډزې وکړې او سم له واره لومړی وزیر روغتون ته ولېږدول شو او بریدګر ونیول شو.

خو تازه د هغه مرستیال توماس تارابا بي بي سي ته ویلي، نور يې ژوند له خطره ژغورل شوی. هغه د اپوزېسیون ګوندونه د لومړي وزیر پر ضد پر منفي تبلیغاتو تورن کړي:

دی وايي: "ښاغلی فېڅو د اپوزېسیون مشر لکه ستر شیطان او هیولا معرفي کړی و او دا ډيموکراسي نه بلکه یوه ستونزه ده".

د سلواکیا د کورنیو چارو وزیر هم ویلي چې برید سیاسي انګېزه لرله.

هغه وېډیو چې په سلواکیا کې په رسنیو کې پراخه خپره شوې بریدګر نیول شوی کس پکې وايي، چې د حکومت د رسنیو له پالیسۍ سره مخالف دی.

لومړی وزیر رابرټ فیڅو تېره سپټمبر میاشت کې له ټاکنو وروسته واک ته بیا ستون شو. هغه په ټاکنو کې د یوه پاپولیسټ - ملتپال ایتلاف مشري کوله.

هغه د کیڼ اړخي "اېس اېس ډي" ګوند مشري کوي او په تېره اکتوبر میاشت کې یې له اوکراین سره د پوځي مرستو د بندولو ژمنې سره رایې وګټلې، خو د روسیې پلويتوب یې رد کړی و.

فیڅو په ۲۰۱۸ کال کې د څېړنېزې خبریالې جان کوکیاک تر وژنې وروسته د لومړي وزیر له دندې استعفا ته اړ شوی و.

دا برید هم یوه ورځ وروسته له هغې وشو چې ده د سلواکیا په پارلمان کې د ده د حکومت پر هغه پلان بحثونه پیل کړل چې له مخې یې د دغه هېواد دولتي رادیو تلویزیون تړل کېږي او مخالفان یې وېرېږي چې پر ځای به یې داسې بنسټ رامنځته شي چې پر هغه او د هغه په پاپیولیست – نېشنلست همټلوالو نیوکه ځپل کېږي.

د هغه د وژنې د هڅې دغه برید ته پراخ نړیوال غبرګونونه هم ښودل شوي. د امریکا ولسمشر جو بایډن دا یو ویروونکی تاوتریخجن خبرداری بللی.

د اروپایی کمېسیون مشرې اورسولا ون دیرلاین دا ناوړه پېښه بللې او خبرداری يې ورکړی چې ولسواکي ځپل شوې.

د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي ویلي، دا رنګ بریدونه باید په نورم بدل نشي. ده زیاته کړې "هر ډول تاوتریخوالی، په تېره بیا سیاسي تاوتریخوالی باید د انسانانو په ژوند کې ځای ونه لري".

ولسمشر پوتین بیا ښاغلی فېڅو یو زړور او د پیاوړي ذهن څښتن سیاستوال بللی.

د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک هم ویلي چې په دغه پېښه "حیران شوی". نورو چارواکو هم دا برید "ژور ټکان" بللی او له عاملینو سره یې د حساب کتاب غوښتنه کړې.