تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لاهور کې د احتجاج پر مهال د قول اردو قومندان له کوره غلا شوی طاووس څه شو؟
- Author, محمد حنیف
- دنده, لیکوال او ژورنالیست
- د خپرېدو وخت
که هغه غوښتی نو یو ګرانبیه شی یې هم راخیستی شو. لکه په دیوال لګېدلی ساعت یا له چته راځړېدلی فانوس. ان یخچال کې اېښي قورمه او ښکلي یخ ځمکني توتان یې هم خوړی شول. له پخلنځي یې د لوښو کوم قیمتي سیټ هم له ځان سره اخیستی شو.
پر کوچونو ایښې ښکلي بالښتونه خو هسې هم درانده نه وي، پر دیوالونو ګرانبیه تابلوګانې راځړېدلې او لاندې پر ځمکه په لاس اوبدل شوې غالۍ هم وې.
د قول اردو قومندان په کور کې خامخا ښه ښکلې تورې، ټوپکونه، پوځي مډالونه او ټرافۍ هم وي.
هغه د دې تاریخي ورځې د یادګار په توګه له دغو شیانو هر یو چې یې زړه و، وړی یې شو.
کومه المارۍ کې به نغدې پېسې هم وې.
په دهلیزونو کې ګلدانونه، خونو کې لګېدلي پکي، ایرکنډیشنرونه، کریسټالي سګرټ دانۍ، د ورېښمو پردې، ګرانبیه عطر او سر میزي ګروپونه یې هم وړلی شول، خو له دوی یې هېڅ شي ته لاس نه دی ور وړی.
یوازې یې د قول اردو قومندان د کور انګړ کې یو ګرځېدونکی طاووس غېږ کې راخیستی او راوتلی دی.
څوک د کمرې مخکې ترې پوښتنه کوي چې دا څه کوې – دی یې هم په ساده خو پرتمینه لهجه ځواب ورکوي: "دوی زموږ مال لوټلی، اوس یې موږ بېرته ترې اخلو."
بیا ترې پوښتي چې دا دې څه شی راخیستی – ځواب کې ورته وايي 'طاووس دی'.
ټول وايي د پاکستان تاریخ کې کله هم داسې نه دي شوي. نورې پېښې ډېرې شوې – لومړي وزیران زندان ته تللي راغلي دي - الوتکو ته خېږول شوي او له هېواده شړل شوي دي. ان خلک شهیدان او په دار هم ځړولی شوي.
سیاسي مشران کلونه کلونه د تورو تمبو تر شا پراته وي او کله کوم قاضي دا هم نه دي پوښتلي چې صیبه دومره خو ووایه چې جرم یې څه دی.
دا تاریخ کې لومړی ځل دی چې خلکو د قول اردو قومندان د کور منځ وکوت. دا یې وکتل چې څومره خونې لري او څو موټرونه پکې ولاړ دي – د لمبا د ډنډ (حوض) اندازه یې وکته او دا چې کومې او څه ډول ونې پکې ایښودل شوې.
دا هم مالومه شوه چې د قول اردو قومندان د کور اصلي نوم 'جناح هاوس' دی، چې پخوا کله د دغه هېواد بنسټګر محمد علي جناح پېرلی و.
اوس جماعت اسلامي، تحریک لبیک او مسلم لیګ وال ټول ځانونه د قاید اعظم اصلي وارثان بولي – عمران خان خو هسې هم ثاني قاید اعظم دی.
خو اصلي وارث هغه وي چې جایداد او شتمني ورسېدلې وي.
اوس به نو چا ته دا شک نه وي پاته چې د قاید اعظم اصلي وارث څوک دی. د هغه کور کې اوس د لاهور قول اردو قومندان اوسي.
که د وزیر اعلی اړوندې ودانۍ کې شهباز شریف وي یا بل کوم چودري، یا بزدار ، خو د لاهور اصلي پاچا تل د قول اردو قومندان وي.
د همدې لپاره څوک دا حق نه لري چې د هغه د کور له شان او شوکته شکایت وکړي.
ښايي ډېرو ته دا پوښتنه پیدا شوې وي چې دا څنګه بارحمه پاچا و چې خپل کور یې هم ونشو ساتلی، د خپل انګړه مینه ناک طاووسان یې بې اسرې د خدای هیلې ته پرېښودل او دی ترې ولاړ.
طاووس عمومآ هغه خلک ساتي چې ډېر شمتن وي - ستر بڼ او باغ ولري.
په بڼ کې د طاووس ګرځېدل ظاهرآ دوی ته داسې څه احساس ورکوي چې ګوندې کوم کوچني مغل پاچا دې وي.
طاووس د سپي یا پيشو په څېر کورنی ژوی نه دی چې لکۍ وخوروي او ماشومانو سره دې لوبې وکړي.
طاووس لېرې لېرې ګرځي، په ناز ناز ګامونه اخلي – چې مووډ او فکر یې لږ ښه وي، نو خپلې بڼکې هم پرانیزي او وايي ماته وګوره - څومره ښکلی یم.
خو د طاووس غل چې کوم طاووس غېږ کې نیولی و، هغه خوښ برېښېده.
که ستاسې کور کې اور لګېدلی وي – لسګونه کوتک په لاس کسان هر شي ته ګوزار ور اچوي، لوټ تالان ګډ وي او ټول د مرګ شعارونه ورکوي، نو له داسې ځایه په خوندي وتلو به خامخا خوښ یاست.
د قول اردو قومندان د بڼ طاووس داسې وضعیت کله لیدلی و؟ هغه به حتما داسې انګېرلې وي، چې کوم مسیحا راغلی او د ده ژوند ژغوري.
بلخوا د طاووس غل هم معصوم خو ځکه ځيرک ښکاري ځکه د پېژندګلوي پټولو لپاره یې ماسک هم تړلی دی.
له شک پرته چې زړه سواند هم دی، ځکه ماڼۍ ته له ورته کوره یې، چې ډېر څه پکې په لاس ورتلی شول، یوازې همدا یو طاووس په غېږ کې راخیستی او راوتلی دی.
د پاکستان محاکمو کې اوس د میلیاردونو او تریلیونونو کلدارو په ارزښت د مالي فساد دوسیې پرتې دي.
د قول اردو قومندان پر کور ورختلو کسانو ته اوس د ترهګرو خطاب کېږي. خو دوی ظاهرآ د یوه انقلاب راوستلو لپاره راوتلي وو.
ځینې خلک لاهوریان له دې کبله ستايي چې داسې ګام یې واخیست چې سندیان او بلوڅان یې کله هم اخیستو نه وو بریالي شوي.
نور بیا دا پيغور ورکوي چې که دا کار له پنجابیانو پرته بل چا کړی وای، لارې کوڅې به یې په مړو ډکې وای.
خو د دغو ټولو بحثونو منځ کې ما سره د طاووس او غله فکر دی. ایا طاووس ته به یې مناسب خواړه موندلي وي؟ ایا هغه به په خپل نوي کور کې چې له شک پرته د قول اردو قومندان له بڼ او باغه کوچنی دی، ارام اوسي؟
د طاووس غل ته هم فکرمن یم.
هغه باید د اور لمبو کې له یوې سوځېدونکې ماڼۍ د یوه ژوي د ژغورلو له مخې تعریف شي.
خو زه شکمن یم چې پولیس به یې په لټون بوخت وي. ښايي هغه په خپل ټول ژوند کې کله تاڼه نه وي لیدلې.
او د پولیس لټون به یې هم یوازې فلمونو کې کتلی وي. برخلیک به یې څه شي؟
اوس څوک د عمران خان په فکر کې دي، څوک د حکومت راتلونکې ته اندېښمن دي، ځینې پکې د قول اردو قومندان د بې کوره کېدو کیسې هم کوي.
خو ما سره یوازې د طاووس او د طاووس د غله فکر دی. دوی دواړه زموږ سوځېدونکي کور کې د هیلو یوازنی څرک دی.
که انقلاب راولئ، رایې ولئ! – که ټاکنې کوې ویې کړئ! – خو زما طاووس او زما د طاووس غل یوازې مه پرېږدئ.