پر دمشق د اسراییل هوایي برید کې ۴ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
سوریه وايي اسراییلي ځواکونو د دغه هېواد پلازمېنه دمشق کې د توغندیو تازه برید کړی دی.
د سوریې د سانا دولتي خبري اژانس په وینا په دغه برید کې د دغه هېواد لږترلږه څلور سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
دغه خبري اژانس زیاته کړې چې د دوی د هوایي دفاع سیستمونو په پلازمېنه او شاوخوا سیمو کې یو شمېر توغندي شنډ کړي هم دي.
تر دې وړاندې ځینو خبري سرچینو په ځايي وخت د دوشنبې نیمه شپه (۲:۲۰ بجې) د دفاعي سیستم د فعالېدو پخلی کړی و.
سانا خبري اژانس ویلي، دغه توغندي د جولان لوړو له لوري توغول شوي وو.
پخپله د اسراییلو پوځ تر اوسه د دغه توغندیز برید په اړه څه نه دي ویلي.
دا د جولای له ۱۹مې را وروسته لومړی ځل دی چې د سوریې پر پلازمېنه دمشق د اسراییلي ځواکونو د برید خبر ورکول کېږي.
اسراییل له کلونو راهیسې سوریه کې د ایران له ملاتړه برخمنو ملېشه ځواکونو ته د وسلو د لېږد پر کاروانونو او د دوی پر پوځي اډو بریدونه کوی.





















