د امریکا کېنټاکي کې د بانک کارمن خپل څلور ملګري په ډزو وژلي

د ویډیو تشریح، د امریکا متحدو ایالتونو کې وسله وال بریدونه ډېر کېږي.
د خپرېدو وخت

د امریکا د کنټاکي ایالت په لویسوېلي ښار کې د یوه وسله وال سړي لخوا په ډزو لږترلږه څلور کسان وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.

پولیسو ویلي ډزې د ښار له ګڼې ګوڼې په یوه ډکه سوداګریزه سیمه کې په یوه بانک کې شوې دي او د بانک کارمن خپل څلور ملګري وژلي.

د برید له ځایه په خپرو شویو تصویرونو کې سیمه کې د پولیسو او امنیتي ځواکونو پراخ حضور لیدل کېږي.

د پېښې د ټپیانو په اړه ویل کېږي چې دوه پکې د پولیسو افسران دي او دا چې اوس یې روغتون کې درملنه روانه ده.

چارواکو ویلي چې بریدګر له پولیسو سره د ډزو تبادله کې وژل شوی، خو مالومه نه ده چې د امنیتي کسانو په ډزو لګېدلی که پخپله یې ځان وژلی دی.

د دې پېښې د لامل او انګیزې په اړه لا څه نه دي ویل شوي.

د لویسوېلې ښاروال کرګ ګرینبرګ ویلي چې د امنیتي ځواکونو چټک غبرګون "له شک پرته" د ډېرو خلکو ژوند ژغورلی.

ډان
د عکس تشریح، پولیسو ویلي باور دا دی چې بریدګر د همدغه بانک پخوانی کارمن دی

د کېنټاکي والي رسنیو ته ویلي، چې د پېښې په قربانیانو کې د ده یو نږدې ملګری هم دی.

د امریکا متحدو ایالتونو کې وسله وال بریدونه ډېر کېږي.

د رسمي شمېرو له مخې یوازې په روان ۲۰۲۳ کال کې چې نن یې ۱۰۰مه ورځ وه، دغه هېواد کې له ۱۴۰ ډېر داسې وسله وال بریدونه شوي چې له څلورو ډېرو کسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې.

دغو پېښو پر حکومت د وسلو د کنټرول ډېرېدو لپاره فشارونه زیات کړي دي.