د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلي په اقلیمي بدلون او سولې تمرکز سره پیل شوه

د خپرېدو وخت

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي اسمبلي د دغه سازمان د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په وینا پیل شوه. دا اونۍ چې د لوړپوړو ناستو اونۍ بلل شوې ده، له پرون (دوشنبه، سپتمبر ۱۸ مې) نیویارک ته د نړۍ د ځینو مشرانو له ورتګ سره پیل شوې ده.

دا د ملګرو ملتونو ۷۸ مه عمومي اسمبلي او د بشر حقونو د منشور تصویبېدو ۷۵مه کالیزه ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په پرانیستونکې وینا کې وویل، نړۍ له جدي ننګونو سره مخامخ ده: "که د نړۍ ګڼې ادارې لکه څنګه چې دي داسې نه وي، موږ د ستونزو رسېدو کې اغېزناک ګام نه شو اخیستی. د خپلې ستونزې د حل پر ځای د ستونزې یوه برخه ګرځي".

ده زیاته کړه: "د شمال او جنوب او ختیځ او لوېدیځ د اقتصادي او پوځي قدرتونو ترمنځ اختلاف په ډېرېدو دی."

ښاغلي ګوتېرېش د اقتصادي او مالي سیستمونو ماتېدو او سوداګریزو اړیکو د مخ پر ځوړ حالت خبرداری ورکړی او وویل دیموکراسي په خطر کې ده، د نړۍ ځینو مشرانو لا هم اقلیمي بدلونونه نه دي احساس کړي او نړۍ له کرښې د وتلو په حال کې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي پر اوکرایین د روسیې د برید د سختو غندلو سربېره وویل دا برید د ملګرو ملتونو د منشور ماتول دي او نړۍ د د خوړو د تامین لپاره د اوکرایین کرنیزو محصولاتو او د روسیې د کرنې کود او محصولاتو ته اړمنه ده.

د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا وویل، د بې وزله او شتمن ترمنځ بې‌عدالتي د ځمکې د کرې د ګرمېدو یو له لویو لاملونو دی او له نوې کېدونکې انرژۍ یې د ګټې اخیستو پر اړتیا ټینګار وکړ.

ښاغلي لولا وویل، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د خپل باور له لاسه ورکولو حال کې ده او دایمي غړي یې په ځینو هېوادونو کې جګړې پیلوي او حکومتونه بدلوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن بیا د نړۍ ځینو برخو کې د اقلیمي بدلونونو له کبله ناورینونو ته په اشاره وویل، نړۍ باید پر فسیلي سونتوکو خپله تکیه راکمه کړي.

ښاغلي بایډن د روسیې په تړاو وویل: "روسیه پر دې باور ده چې نړۍ نوره ستړې شوې ده او پرته له دې چې پایلې وسنجولې شي، د اوکراینیانو کړاو لا پسې ډېروي".

نوموړي پخپلو خبرو کې ایران ته هم اشاره وکړه او وویل، لا هم ژمن دی چې ایران اتومي جنګي توکو ته لاسرسی ونه مومي.

ده دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې، چې ایران او امریکا پرون خپل بندیان سره تبادله کړل او تهران په سوېلي کوریا ک ېد خپلو بندو شویو تېلو عوایدو ته لاسرسی وموند.

ښاغلي بایډڼ ټینګار وکړ چې هېواد یې له مصنوعي ځیرکتیا د ګټې اخیستو امنیت او خوندیتابه او د احتمالي ناوړه پایلو مخنیوي ته ژمن دی.

جو بایډن د امنیت شورا له پنځو دایمي غړو یوازېنی مشر و چې د سږ کال عمومي اسمبلۍ کې یې حضور درلود او نورو غړو یې خپل جګپوړي استازي ور استولي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ترکیه کې وروستۍ زلزلې ته په اشاره وویل د لیبیا له سېلاب ځپلو سره به تر خپله وسه همکاري وکړي.

نوموړي په اوکرایین کې د دیپلوماسۍ له لارې د سولې د راتلو غوښتنه هم وکړه او د اوکرایین د ځمکنۍ بشپړتیا یې مهمه وبلله.