زرداري ته د خلیلزاد ځواب: ۱۰ سلنه ښاغلیه، زه د چا مزدور نه یم

خلیلزاد او زرداري

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د پاکستان مخکېني ولسمشر اصف علي زرداري زلمی خلیلزاد "د لابي لپاره ګومارل شوی مامور" بللی او ښاغلي خلیلزاد ‌پر ټویټر په ځواب کې ښاغلی زرداري "۱۰ سلنه ښاغلی" بللی دی.

وړاندې پاکستان کې د سیاسي کړکېچ په باب د زلمي خلیلزاد وروستيو ټویټونو بحثونه او غبرګونونه راپارولي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند یې هم پر وړاندې غبرګون ښودلی.

زلمي خلیلزاد پر ټویټر لیکلي: "د پاکستان (۱۰ سلنه ښاغلي) ته په ځواب کې: زه هېچا او هېڅ هېواد ته لابي نه کوم او د چا مزدور نه یم."

دی زیاتوي، د پاکستان په تړاو یې څرګندونې "د دې هېواد د درې اړخیز کړکېچ په اړه صمیمانه اندېښنې وې" او ده یې په اړه وړاندوینه کړې وه.

ښاغلي خلیلزاد پاکستان کې د ژر ټولټاکنو ترسره کېدو وړاندیز کړی و، چې ظاهراً د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ټاکنیز کمپاین غوښتنې ته ورته ښکاري.‌

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

هغه په دې ټویټ کې د پاکستان پخواني ولسمشر ته سپارښتنه کړې چې "د پخوانۍ لومړۍ وزیرې [بې‌نظیر بوټو] میراث ته درناوی وکړي، چې په دې سره به د ۲۲۰ میلیون زیانګالو وګړو د کړکېچ مخنیوی وشي، خلک چې دده او نورو کسانو په شان په ګڼو هېوادونو کې لوکس کورونه نه لري، له کړکېچه وتښتي".

له "۱۰ سلنه ښاغلی" څخه د خلیلزاد اشاره هغه لقب ته ده چې ښاغلي زرداري په ۹۰مه میلادي لسیزه کې پر هغه د لګول شویو تورونو په درشل کې هغه ته ورکړل شوی و.

زر داري د فساد د تورونو له کبله څو کاله زنداني شوی هم و.