تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګرو ملتونو ته د سلګونو افغان خبریالانو لیک؛ "له ګواښ، سپکاوي او ډار سره مخ یو"
سلګونو افغان ژورنالیستانو او د رسنیو کارکوونکو د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ته په یوه استولي لیک کې دوی او رسنیو ته له ورپېښو ستونزو، ننګونو او ناوړه وضعیت شکایت کړی دی.
د افغانستان د ژورنالیستانو د ملاتړ په نوم سازمان (اې جی اېس او) وايي دا لیک ۶ سوه افغان ژورنالستانو لاسلیک کړی او دا چې رسمآ د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر ته سپارل شوی دی.
دغه لیک کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راوروسته د خبریالانو، رسنیو، د بیان ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي پر وړاندې د راولاړو شویو ننګونو یادونه شوې.
همدا راز له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له نړیوال سازمان او نورو نړیوالو ادارو په جدي توګه غوښتل شوي، چې "په افغانستان کې د بیان ازادۍ او د افغان خبریالانو حالت ته جدي پام وکړي."
ملګرو ملتونو ته د دغه لیک استوونکو لیکلي چې دوی افغانستان کې د بېلابېلو رسنیو او خبري اژانسونو خبریالان او کارکوونکي دي.
دوی ویلي "په تېرو شلو کلونو کې مو ډېرې سړې و تودې ولیدې او د ټولنیز – مسلکي تشخص یوه برید ته راورسېدو. خو نن وزګار، بېوزله، یا په افغانستان کې له مرګوني ګواښ، سپکاوي او ډار سره مخامخ یو او یا له هېواده بهر په تبعید کې د نړۍ ګوټ ګوټ کې سرګردانه یو، چې خپله مانا، مسلکي ظرفیتونه او هر هغه څه مو چې زموږ مسلکي هویت یې جوړاوه، بایللي دي."
دوی د نورو ستونزو د یادونې ترڅنګ لیکلي"افغانستان د رسنوالو په دوزخ او بشپړه تیاره او توره سیمه بدل شوی دی. موږ لا تر اوسه د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو هېڅ داسې اقدام لیدلی نه دی، چې د دغو ټولو بشري ضد جرمونو لپاره دې طالبان تر فشار لاندې راغلي وي..."
دوی له دغو ستونزو وتلو لپاره ځینې لارې چارې هم په په ګوته کړي چې په وینا یې د "بې برخلیکه خبریالانو مرسته" او "د افغانانو د بیان ازادۍ د حق ملاتړ" ورسره کېدای شي.
دغو ژورنالیستانو لیکلي په افغانستان کې د بیان ازادۍ، د رسنیو خپلواکۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي حقونو تر پښو لاندې کېدل "باید په نړیواله بڼه د یوې بشري فاجعې په توګه په رسمیت وپېژندل شي او له دې کبله دې پر طالبانو تعذیرات او بندیزونه ولګول شي."
د یادونې ده چې د ۲۰۲۱ کال اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راوروسته دغه هېواد کې سلګونه چاپي، غږېزې او تلویزیوني رسنۍ تړلې شوې.
همدا راز وخت ناوخت د بېلابېلو رسنیو د مسوولانو او کارکوونکو د نیول کېدو، ګواښل کېدو او ان وهل ټکول کېدو خبرونه هم ترلاسه کېږي.
خو طالبان د بیان او د رسنیو د کار ازادۍ ته د ژمنتیا خبره کوي او ټینګار یې پر دې دی چې رسنۍ باید 'د قانون په چوکاټ کې سالم فعالیت ' وکړي.
دوی د رسنیو د تړل کېدو د عواملو په اړه وايي چې ګوندې پخوا دا رسنۍ پخوا پر بهرنیو مرستو چلېدې او اوس پرې دغه مرستې درېدلې دي.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له راګرځېدو وروسته ګڼو نړیوالو رسنیو خپل افغان کارکوونکي وایستل او ګڼو نورو رسنوالو ظاهرآ د طالبانو لخوا د نیول کېدو او ربړول کېدو له وېرې خپل هېواد پرېښود.
له دوی یو شمېر د رسنیو او خبریالانو د نړیوالو مدافع بنسټونو په همکارۍ لویدیزو هېوادونو ته لار موندلې، خو ګڼ نور یې اوس هم ایران، پاکستان، ترکیه او نورو هېوادونو کې بې برخلیکه پاتې دي.