د لبنان له خبري اژانس د عکسونو یو لوی ارشیف غلا شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
لبناني چاروانکو ویلي، ناپېژاندو غلو د لبنان د حکومتي خبري اژانس پر مرکز برید کړی او د رسنۍ یو سرور یې – چې د عکسونو زېرمه وه- غلا کړی دی.
د لبنان د ملي خبري اژانس کارمنان وروسته پوه شول چې د دفتر یوه دروازه یې ماته شوې او د انځورونو د یوه سرور په ګډون یې پنځه سولګرونه (کمپیوټرنه) – چې له ۱۹۶۱ کال راهیسې انځورونه پکې ساتل کېدل- غلا شوي دي.
په دغه ارشیف یا زېرمه کې له ۱۹۷۵ تر ۱۹۹۰ کال پورې ددغه هېواد د کورنۍ جګړې انځورونه دي.
د لبنان د اطلاعاتو وزیر زیاد مکاري لومړی دا غلا یو جرم وباله، خو لږ وروسته یې وویل یوازې د ارشیف د عکسونو برخه غلا شوې او دغه وزارت لا هم اصلي ډېټا ته لاسرسی لري.
ددغې غلا د عاملانو د هویت په اړه څېړنې روانې دي.
ښاغلي مکاري پر ټوېټر لیکلي، دا غلا (اخلاقي او مادي) پایلې لري.
د لبنان له خبري رسنۍ دا غلا داسې مهال شوې چې دغه هېواد له کمساري اقتصادي کړکېچ سره لاس او ګرېوان دی، د تورم نرخ ٪۱۷ دی او د لبنان د پولي واحد ارزښت په سلو کې ۹۵ راټیټ شوی دی.
دې کړکېچ د هېواد څه باندې ۸۰ سلنه وګړي له بېوزلۍ او د خړو او درملو د تامین له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
دولت خپلو کارمنانو او امنیتي ځواکونو ته د تنخاګانو ورکولو توان نه لري او ډېری امنیتي ځواکونه دویمې یا ان دریمې دندې ته لاس اچوي او یوازې لږ وخت دولتي دندې ته حاضرېږي.
دا کړکېچ عملاً د هېواد د سیاسي کړکېچ پایلې درلودونکی دی.
پارلمان پر دوو برخو وېشل شوی او د نوي ولسمشر پر ټاکلو نه دی توانېدلی، کابینه د لنډمهال لپاره د حکومت چارې مخته وړي او په لږو واکونو هېواد اداره کوي.





















