لبنان کې پنځمه ورځ هم مظاهرې شوې
د خپرېدو وخت
په لبنان کې، په پنځمه ورځ هم لسګونه زره خلک سړکونو ته په مظاهرو راوتلي و. لاریون له هغه وروسته پیل شو چې حکومت پرېکړه وکړه پر خلکو - د وټساپ له لارې له یو بل سره پر تماس یا پیغام لېږولو - مالیه ولګوي خو خلک تر ډېره د لومړي وزیر - سعد الحريري - سره ناخوښه په دې دي چې وايي اقتصاد یې سم نه و اداره کړی او د فساد تورونه پرې دي. لومړي وزیر اوس د اقتصادي اصلاحاتو اعلان کړی دی او ژمنه یې کړې چې د مظاهره چیانو غوښتنو ته به ځواب وايي.