تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه ښځه چې زېږون لپاره یې په اوښ ۷ ساعته مزل وکړ
- Author, شارلین ان رودریګېز
- دنده, بي بي سي نیوز
- د خپرېدو وخت
مونا ته چې کله د زېږون دردونه ولګېدل، نو یوه اوښ یې ژغورلو کې مرسته وکړه.
هغه ۱۹ کلنه ده او له نږدې روغتونه شاوخوا ۴۰ کیلو متره لېرې په یوه غرنۍ سیمه کې ژوند کوي.
دا لار معمولا تر ۴ ساعتونو ډېر وخت نه اخلي، خو کنډو کپرو، د زېږون تکلیف او خرابې هوا ۷ ساعتونو ته اوږده کړه.
د هغې اوس هم په یاد دي چې د اوښ له هر یو ګام سره پرې څومره درد تېرېده.
بیا داسې ځای هم را ورسېد چې اوښ نور پکې مخ ته نشو تللی او دا مجبوره شوه چې له خپل مېړه سره پلې مزل ته دوام ورکړي.
د یمن د لویدېځ په محویت ولایت کې 'بن سعد' روغتون د زرګونو ښځو د معاینې او کتلو یوازېنی روغتیايي مرکز دی.
المقره کلي کې د مونا له کوره تر دې روغتون لاره د غرونو له منځه تېره شوې او یوازې پلی یا په اوښ سپور مزل پرې کېدای شي.
خو هغه لا د اوښ له سپرلۍ وړاندې ځان او خپل ماشوم ته اندېښمنه وه.
مونا وايي "لاره ډبرینه او دا سفر له روحي او جسمي دواړو اړخه ستړی کوونکی و."
هغه زیاتوي چې "له ډېره درده مې په وار وار خدای ته دا دعا کوله چې ما دې واخلې، خو پر ماشوم مې دې څه نه کېږي.
مونا ته دا نه دي یاد چې روغتون ته څنګه ورسېده، خو دا ور په زړه دي چې د قابلو او ډاکترانو لاسو کې یې د خپل ماشوم د ژړا له اورېدو وروسته هېلې څرنګه بېرته وغوړېدې.
هغې او مېړه یې پر خپل نوي زېږېدلي زوی 'جراح' نوم ایښی. او دا د هماغه ډاکتر نوم و چې د دې ژوند یې وژغوره.
له نږدې کلیو دغه روغتون ته غځېدلې لارې ډېرې نرۍ او تنګې دي. ځینې خو یې ان د سعودي په مشرۍ د حکومتي ځواکونو او د ایران له ملاتړه د برخمنې حوثي ملېشې ترمنځ د تېرې اته کلنې کورنۍ جګړې په اوږدو کې بیخې ویجاړې شوې او یا بندې دي.
پر دغو ستوغو غرنیو لارو روغتون ته له راتلونکو میندارو ښځو سره اکثرآ د هغوی مړونه او د کورنیو نورو غړي ملتیا کوي.
۳۳ کلنه سلما عبدو هم له همداسې یوې میندوارې ښځې سره روغتون ته راغلې.
دا وايي پر لاره یې یوه بله میندواره ښځه وکته چې د شپه له مخې نیمه لار کې مړه شوې وه.
سلما له خلکو غواړي چې پر دغو ښځو او ماشومانو زړه وخوږوي.
نوموړې وايي "موږ سړکونو، روغتونو او درملتونونو ته اړتیا لرو. موږ په دې کلي کې رایسار پاتې یو. څوک چې نیکمرغه وي، خوندي زېږون لري. نور له کړاوه له دغه ډک مزل سره سره مړه شي."
ځینې کورنۍ که څه هم د روغتون فیس پرې کولی شي، خو روغتون ته د راتګ مالي سرچینې نه لري.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (یو اېن اېف پي اې) هیشام ناهرو وايي، یمن کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه میندواره مور د زېږون پر مهال له داسې ستونزو مري چې مخه یې نیول کېدای شي.
هغه زیاتوي چې د یمن لروبر لېرې پرتو سیمو داسې موارد کم دي چې میندوارې ښځې دې د سختو دردونو او وینې بهېدنې له پیل پرته د کتنې او روغتیايي مرستې لپاره مراجعه وکړي.
د یو این اېف پي اې د مالوماتو له مخې یمن کې له هرو دریو یوازې یوه ښځه روغتیايي مرکزونو کې ماشوم زېږوي او د دوی تر نیمايي کمو سره مسلکي ډاکتران زېږون کې مرسته کوي.
د یمن له هرو پنځو دوه کسان په داسې سیمو کې اوسي چې تر ټولو نږدې پوره فعال روغتون سره له یو ساعت ډېر واټن لري.
د یمن روغتیايي سیستم د جکړې له پیلېدو وړاندې هم نیم ژوانده او له سختو ننګونو سره مخ و.
جګړې روغتونونو او ورغځېدلو لارو ګودرو ته نور پراخ زیانونه هم واړول چې د خلکو کړاو یې لا پسې ډېر کړ.
پاتې روغتیايي مرکزونه د مسلکي کارکوونکو، تجهیزاتو او درملو له کمښت سره مخ دي او د سړکونو په ګډون پر زېربناو پانګونه هم په ټپه ولاړه ده.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په وینا یمن کې په هرو پنځو کې یوازې یو فعال روغتیايي مرکز د میندو او ماشومانو باور وړ خدمات وړاندې کولی شي.
"فکر مې کاوه، چې نه پاتې کېږم"
دا چې یمن کې میندوارې ښځې له کومو ستونزو او کړاوه تېرېږي، د مونا کیسه یې یوازې یوه بېلګه ده.
موټر درلودل د هر عادي یمني د وس خبره نه ده. دا ځکه چې د دغه هېواد تر ۸۰ سلنې ډېر خلک په بهرنیو مرستو پايي.
د حایلې مېړه سعودي کې د کار له برکته یو څه پیسې دې ته ساتلې وې، چې د خپل ژوند ملګرې پرې د پور په موټرسایکل تر روغتونه ورسوي.
چې د لنګون دردونه پرې راغلل، نو لېور موټر سایکل پورې وتړله او روان شو. خو دا په لار کې ترې ولوېده.
دوی چې کله ذمار کې الحدقه روغتیايي مرکز ته ورسېدل، نو حایله یې سملاسي د بېړنیو مرستو څانګې ته ولېږدوله.
هغه ۳۰ کلنه ده او وايي "داسې مې انګېرله چې نوره مړه کېږم. داسې راته ښکارېدل چې زه او زما ماشوم دې ژوندي پاتې شوو."
هغې ته د میندوارۍ په لومړیو ورځو کې ویل شوي وو چې د وینې بهېدو او نورو مسایلو له کبله به کور کې زېږون ښه غوراوی نه وي.
د روغتیايي ډاکتر وايي چې حایله او ماشوم یې د مرګ له خولې راګرځېدلي دي.
هغې پر خپل لور 'امل' نوم ایښی چې عربي ژبه کې د هیلې معنا ښندي.
حایله وايي "نږدې مړه شوې او ماشوم مې له لاسه ورکړی و، دا ټوله د دې بدمرغه جګړې پایله ده. خو دې ماشومې هېله رابښلې."
د نړیوالو مرستو کمېدو سره د 'بن سعد' په څېر روغتونونه له مالي ستونزو سره لاس ګریوان دي.
کارکوونکي یې د میندو او ماشومانو راتلونکې ته اندېښمن او په دې اړه فکر ته مجبور دي، چې ولې او د چا ژغورلو ته لومړیتوب ورکړي.