تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یمن کې موقت اوربند؛ سعودي عرب بریدونه بندوي
د سعودي عرب په مشرۍ اییتلاف چې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد جګړه کوي، د سې شنبې پر ورځ ناوخته وویل، د ملګرو ملتونو په غوښتنه موقت اوربند کوي او د روژې میاشت کې به بریدونه نه کوي.
دې سره به له نن چهارشنبې وروسته یمن کې په موقت ډول اوربند عملي شي. په ریاض کې د سې شنبې ورځې له خبرو وروسته اییتلاف ویلي، هیله یې دا ده، چې اوربند به د سولې روانو خبرو سره مرسته وکړي.
ملګرو ملتونو له دې مخکې له ښکېلو اړخونو غوښتي وو، چې د روژې میاشت کې اوربند وکړي. خو مخکې د حوثي یاغیانو یوې ډلې انصارالله ډلې سیاسي دفتر غړي محمد بخیتي ویلي و، تر څو چې سعودي عرب محاصره نه وه ختمه کړې، په وینا یې اوربند به ګټه و نه کړي.
د سعودي عرب دولتي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، اوربند پرېکړه د یمن جګړې ختمولو لړ کې د نړیوالو هڅو په پام کې نیولو سره شوې.
د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د اوربند طرح د امریکا متحدو ایالتونو او نورو لوېدیځو هېوادونو ملاتړ هم له ځان سره لري.
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ویاند دم ګړۍ، د دې وړاندیز په هکله د جزیاتو له ورکولو ډډه کړې.
د یادونې ده، چې تېره ورځ د ایران بهرنیو چارو وزیر سعید خطیب زاده هم په یمن کې د اوربند ملاتړ اعلان وکړ.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي د ځانګړي استازي ویاند ویلي، د ملګرو ملتونو له لوري به له ټولو ښکېلو اړخونو سره خبرې روانې وي او له ټولو غواړي چې د سملاسي اوربند لپاره اقدامات وکړي.
د سې شنبې پر ورځ سعودي عرب د یمن متحدو ډلو د خبرو کوربتوب وکړ، خو حوثیانو ویلي و، دې خبرو کې ګډون نه کوي.
حوثیانو د دې مذاکراتو لپاره د یوه بې پرې هېواد وړاندیز کړی، خو تېره اونۍ یې د ملګرو ملتونو د نوښت هرکلی اعلان کړی و.
ملګري ملتونه او امریکا متحده ایالتونه له تېر یوه کال راهیسې د یوه دایمي اوربند لټون کوي، خو هغه طرح نه ده عملي شوې.