پاکستان کې د پولیسو پر مرکز د پوځیانو د یرغل ادعا؛ 'څه چې پېښ شول، ټول پاکستان ولیدل'

    • Author, روحان احمد
    • دنده, بي بي سي- اردو
  • د خپرېدو وخت

د پاکستان پوځ او د دې هېواد پنجاب ایالت پولیسو له لوري ویل شوي، چې د پنجاب په بهاول نګر سیمه کې د یوې پېښې په هکله پوښتنې ګروېږنې کېږي.

د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر ای اېس پي ار او د پنجاب ایالتي پولیسو مشر عثمان انور له لوري دا اعلانونه داسې مهال مخې ته راځي، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې پر خواله رسنیو په دې سیمه کې د پاکستاني پوځیانو په لاس د یو شمېر پولیسو وهلو، ډبولو ویډیويي کلیپونه لاس پر لاس کېږي.

له دې ویډیويي کلیپونو سره پر پاکستاني پوځ او پولیسو سختې نیوکې هم کېږي.

په ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي، چې یو شمېر پولیس په یوه کور کې ایسار کړل شوي او په ځینو نورو هغو کې بیا یونیفورم اغوستي پوځیان پولیس وهي، ډبوي.

په دې تړاو د پاکستان پوځ په اعلامیه کې ویل شوي: ''په دا وروستیو کې بهاول نګر کې یوه خواشینونکې پېښه رامنځته شوه چې د پوځ او پولیس له ګډو هڅو وروسته حل شوه، خو له هغه وروسته هم ځینې ډلې چې شوم هدفونه لري، پر خواله رسنیو زهرجن پروپاګند کوي، چې د دولتي او حکومتي ادارو تر منځ وېش رامنځته شي.''

پېښه څه وه؟

د پنجاب پولیسو یوه کس چې نه غواړي نوم یې یاد شي بي بي سي ته وویل، د (یونیفورم) والو کسانو لخوا پرې تشدد شوی او له هغه وروسته د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی و.

د ځايي پولیسو په وینا پر چارشنبه (اپریل لسمه) د پاکستاني پوځ او ملېشه ځواکونو سرتېري د بهاول نګر پولیسو یوه مرکز ته په خپلو ګاډو کې ورغلي.

د ځايي پولیسو یوه بل غړي د نوم نه یادولو په شرط بي بي سي ته وویل، پوځیانو په پولیس مرکز کې لګېدلې امنیتي کمرې ماتې کړې.

د دې پولیس مرکز دوو نورو اړوند کسانو بیا ادعا وکړه، چې پوځیانو د پولیسو هغه څلور افسران سخت ووهل، وډبول چې له دندې ګوښه شوي او په توقیف کې بندیان وو.

پنجاب پولیس په دې هکله ډېر جزیات نه دي ورکړي، خو پر خواله رسنیو یوه پیغام کې یې ویلي، چې ''د بهاول نګر پېښې په هکله له مبالغې کار اخیستل شوی او د داسې ناسم تصور رامنځته کولو هڅه کېږي، چې د پوځ او پولیسو تر منځ کومه شخړه شوې ده.''

پولیسو دغه راز پر خواله رسنۍ اېکس یوه ویډیو هم خپره کړې، چې پوځیان او پولیس پکې ''ژوندی دې وي پاک پوځ'' او ''ژوندي دې وي پنجاب پولیس'' شعارونه ورکوي.

د هغو معلوماتو له مخې چې بي بي سي د پولیسو رپوټونو او څرګندونو له مخې ترلاسه کړې، پېښه د اپریل پر اتمه پیل شوې. دغه معلومات ښيي چې پولیسو د دوو کسانو درولو هڅه کړې، هغوی تښتېدلي، خو وروسته یې محمد عرفان نومی یو کس نیولی، چې یوه تفنګچه هم وروسره وه.

د پولیسو په وینا نیول شوي کس خپل ملګری د رفاقت په نامه یاد کړی او پولیسو ته یې د هغه ادرس ورکړی. کله چې پولیس د دې کس نیولو لپاره ورغلي، هغه او د کورنۍ غړو یې پولیس وهلي، ټکولي او په کور کې ایسار کړي دي.

وروسته اضافي ځواک استول شوی، چې درې نور کسان یې هم نیولي. د بهاول نګر پولیسو په وینا په دې کې یو نیول شوی کس د پاکستان پوځ غړی دی.

د نیول شویو کسانو کورنۍ لخوا بیا خبریالانو ته په یوه استول شوې ویډیو کې ادعا شوې، چې پولیسو د مشکوکو کسانو کورنۍ ښځینه هم وهلې، ټکولې او سل زره روپۍ رشوت غوښتنه یې کړې.

ځايي پولیس بیا د رشوت غوښتنې تور رد کړی. د مشکوک کس نیولو لپاره د هغه کور ته تللي پولیس وروسته له دندې ګوښه شوي.

د پولیسو دې ډلګۍ یوه غړي په دې هکله وویل: ''پر نهمه نېټه موږ کورونو ته لاړو، وروسته یې په ټیلیفون کې راته وویل، چې باید بېرته مرکز ته ورشو، ځکه زموږ په هکله تحقیقات کېږي، موږ یې هلته په توقیف کې بند کړو. وروسته چې څه پېښ شول، هغه ستاسې په ګډون ټول پاکستان ته معلوم دي، له دې زیات زه هېڅ نه وایم.''

په هغه پولیس رپوټ کې چې د دې پولیسو خلاف ثبت شوی لیکل شوي، چې دوی له واکه ناروا ګټه پورته کړې، مشکوک تورن کسان یې په غیر قانوني توګه توقیف کې ساتلي

او په ۲۴ ساعتونو کې دننه یې مشکوک کسان څارنوالۍ ته نه دي حاضر کړي.