امریکا: چين له روسیې سره مرسته کوي چې اوکرايين ته ګواښ ډېر کړي؛ چين وايي، زموږ له "سرو کرښو" مه اوړئ

د خپرېدو وخت

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن چین ته خبرداری ورکړی چې که روسيې ته د هغو تجهيزاتو ورکول ونه دروي چې له اوکرايين سره په جګړه کې کارول شوي، نو واشنګټن به یې پر ضد اقدام وکړي.

په بيجېنګ کې له بي‌بي‌سي سره په خبرو کې دغه لوړپوړي امريکايي ډېپلومات وویل چې خپلو سیالانو [چينایانو] ته یې په ډاګه ویلي چې دوی له سړې جګړې راهیسې د اروپا امنیت ته د یوه "لوی ګواښ په جوړولو کې مرسته کوي"

که څه هم ښاغلي بلېنکن دا ونه ویل چې امریکا په کومه کچه په دې برخه کې ګام اوچتولو ته چمتو ده.

ښاغلي بلېنکن دغه څرګندونې بيجېنګ ته د خپل سفر په ترڅ کې کړې دي.

د وانګ‌يي خبرداری

د ده چينایي سیال 'وانګ يي' نن جمعه بېجېنګ کې له انتوني بلېنکن سره په لیدنه کې خبرداری ورکړی، چې امریکا دې د چین له 'سرو کرښو' نه اوړي.

د چين د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي له ښاغلي بلېنکن سره خپله لیدنه خبرداري ته پر دې ورته پوښتنه پیل کړه چې ایا چین او امریکا باید د ثبات پر لور پرمختګ لپاره پر سم لوري ګامونه واخلي، که بېرته مخ په ځوړ لوري ته وګرځي؟

نوموړي زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې ثبات پیل شوی، خو لا هم د ځینو "منفي فاکتورونو" لخوا ننګول کېږي.

دا له تېر یوه کال په کمه موده کې بېجېنګ ته د امریکا بهرنیو چارو وزیر دویم رسمي سفر دی.

هغه د چین ولسمشر شي جېن پېنګ سره هم کتلي دي.

ښاغلي شي د امریکا تر ټولو د لوړې کچې دغه دېپلومات ته ویلي چې چین او متحد ایالتونه باید "سیالان نه، بلکې شریکان" واوسي او په "ناوړه سیالۍ" کې له ښکېلېدو ډډه وکړي.

هغه زیاته کړې چې تېر نومبر کې د امریکا له ولسمشر 'جو بایډن' سره د ده له کتنې راوروسته د چین-امریکا اړیکو کې یو څه پرمختګ راغلی، خو "لا هم ځینې مسایل شته چې حل ته اړتیا لري."

نوموړي ټینګار کړی چې دواړو خواوې باید پر "خپله خبره ولاړې وي" نه دا چې "وايي یوه او کوي بله".

انتوني بلېنکن هم په دې لیدنه کې د اوکرایین جګړې، د منځني ختیځ لانجو، خپلمنځي سوداګرۍ او د چین په سویلي سمندر کې د بېجېنګ د رول د اهمیت په ګډون د ځینو حساسو مسایلو یادونه کړې ده.

ښاغلي بلېنکن د دې درې ورځني سفر پای کې رسنیو ته وویل چې چیني چارواکو ته یې د اوکرایین په جګړه کې له روسیې سره د دوی پر ملاتړ اندېښنه وښوده.

هغه همدا راز سویلي سمندر کې د "چین د خطرناکو کړنو" یادونه کړې او له بېجېنګ یې غوښتي، خپل ملګری ایران وهڅوي چې منځني ختیځ کې د کړکېچ له ډېرولو ډډه وکړي.‌

د امریکا بهرنیو چارو وزیر د خپلمنځي سوداګرۍ برخه کې هم پر انډول او توازن ټینګار کړی دی.

همکاري، سیالي او که جګړه؟

د چین له ولسمشر سره تر لیدنې مخکې د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر وانګ يي له ښاغلي بلېنکن سره لیدنه کې ویلي وو، چې د امریکا او چین ترمنځ د همکارۍ او سیالۍ دواړو امکان شته او ان دا چې په جګړه کې هم کېوتی شي.

هغه امنیت، حاکمیت او پرمختګ د چین سرې کرښې وبللې او خبرداری یې ورکړ چې امریکا دې دا کرښې نه تر پښو لاندې کوي.

نوموړي زیاته کړه "[د چین-امریکا] اړیکو کې لا هم ځینې منفي فاکتورونه پیدا او ډېرېږي" او دا چې دغه "اړیکې له ډول ډول خنډونه سره مخامخېږي."

وانګ يي وويل "د چين د پرمختګ مشروع حقونه په غير منطقي ډول تر پښو لاندې شوي او زموږ اصلي ګټې له ننګونو سره مخامخ دي."

د چین بهرنیو چارو وزیر که څه هم دغه ننګونې مشخصې نه کړې، خو د چین سویلي سمندر، تایوان سره د امریکا ملاتړ او د بشري حقونو د نقض تورونه داسې مسایل دي، چې بېجېنګ یې تل پر وړاندې حساسیت ښودلی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر بیا له خپل چیني سیال سره ګډ خبري کنفرانس کې تر ډېره محتاط ښکارېده.

هغه وویل دواړو هېوادونه شریک مسوولیت لري چې د "فعالې دېپلوماسۍ" له لارې پر مخ ولاړ شي.