چنګ د موسيقۍ هغه اله چې د "ټولنې پر وړاندې جګړه" کې د سندۍ مېرمنې وسله ګرځېدلې

    • Author, رياض سهيل
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

چنګ د موسيقۍ يوه آله ده، خو د شاهين ګل لپاره دا د ژوند سره د مبارزې وسله ده. نوموړې وايي، "د ژوند جنګ د چنګ تر څنګ مخ ته وړم. "

شاهين ګل د پاکستان سند ایالت کې د بدین ولایت وګړې ده. نوموړې پاکستان کې يوازنۍ مېرمن ده، چې په ملي کچه چنګ غږوي.

شاهین د بلوچ رند قبیلې ده او پلار یې یو وړوکی بزګر دی. نوموړې وايي، چنګ د سندي او بلوڅ کلتور برخه ده او په ماشومتوب کې يې د پاکستان له رادیو غږ اورېدلى و، له هغه راهیسې دې آلې سره بلده ده.

چنګ ته د يهودو هارپ (Jews Harp) يا د خولې هارپ هم ويل کېږي او دغه آله په تاريخ کې له درېيمې پيړۍ راهیسې ياده شوې ده.

یاده آله د لرغوني چين په يوه انځور کې هم ښکاره شوې، چې له فلزه جوړه ده او د چنګ د مور نوم ورکړل شوی دی.

دا وايي، "چنګ د شپنو آله او ملګری و. کله چې شپون له خپلو څارویو سره ځنګلونو او دښتو ته ځي، نو چنګ غږوي. چنګ د هغوی یوه مشغولتیا ده. کله چې هغوی د طبیعت ښکلاو منځ کې ناست وي او چنګ غږوي نو له دې چاپېریال سره یو بشپړ یوالی رامنځ ته کوي. زه هم کلیواله یم. له خاورې او طبیعت سره تړاو لرم، نو له همدې آلې سره مې هم تړاو پیدا شو. "

" د ښودلو يې څوک نشته"

کله چې شاهین غوښتل د یادې چنګ غږول زدکړي د ښوونکي په توګه هېڅوک نه وه چې دا زدکړه ورکړي.

نوموړې وايي، یاده آله او زدکړه یې یو نادر او کمیابه څېز ګرځېدلی. کم شمېر کسان چې ورسره بلد دي هغه هم نارینه دي ځکه دا زیاتره د نارینو پورې تړلې آله ګڼل کېږي.

شاهین وايي، هېڅ یوه ښځه نه وه چې په ملي کچه چنګ وغږوي.

"هېڅوک نه وو، چې ما ته زدکړه راکړي. ما هم پرېکړه وکړه، چې پخپله یې زده کړم. په کور کې مې نیکه له دې آلې سره یو څه بلد و. ما پرله پسې لټون وکړ خو استاد مې ونه موند. بیا ما له یوټیوب څخه مرسته واخیسته ځکه چې دا آله په هند کې هم غږول کېږي او د هغه هېواد ویډیوګانې وې. له دې ویډیوګانو مې چنګ غږول زدکړل. "

شاهین وايي، "چنګ پښ (آهنګر) جوړ وي. دا د تولۍ په شان د خولې په ساه غږول کېږي. د ساه په مټ دې آله کې تال پیدا کېږي. زیر او بم یې د ژبې به وسیله برابرو. کله چې ژبه د شا خوا ته ویسو نو غږ یې را بهر کېږي. او که ژبه اوږده کړو او پورتنيو غاښونو خوا ته یې یوسو نو غږ یې نری کېږي. "

د شاهین په خبره کله چې دا آله یې زدکوله ډېری وخت به چنګ ترې مات شو.

نوموړې وايي، د تمرین پر مهال به یې زیاتره وخت پام کېده، چې له شونډو یې وینې راځي خو د نوموړې په خبره دې کې روحانیت دومره ژور دی چې د درد احساس په کې نه کېږي.

شاهین وايي، چنګ ما یوې بېلې دنیا ته وړي.

د چنګ په مټ له ټولنې سره جنګ

شاهین ګل د دې شوق په لاره کې له ډېرو خنډونو سره مخامخ شوې ده.

نوموړې وايي، د دې لخوا په عام محضر کې د چنګ غږول د ټولنې خلکو لپاره عادي خبره نه وه او د دې دا هنر یې په سختۍ سره زغمه.

شاهین په ۲۰۱۳ کې واده وکړ او د چنګ غږولو لپاره یې خپلې لیوالتیا ته دوام ورکړ.

نوموړې وايي، کله چې یې په ۲۰۱۷ کال کې حیدراباد کې د لومړي ځل لپاره پرفارمنس یا خپل هنر خلکو ته وړاندې کاوه نو مېړه یې ورسره و، خو وروسته یې بیا اختلافات پیدا شول.

شاهین ګل ادعا کوي، چې په عام محضر کې د چنګ غږولو څخه منع کول یې د دې لامل شو چې له خپل مېړه څخه بېله شي.

خو د شاهین په وینا، هغه په دې وتوانېد چې خپله کورنۍ قانع کړي.

"اوس چنګ زما د ژوند هغه جنګ دی، چې زه یې له خپلې ټولنې سره لرم. او راتلونکې کې به یې هم ولرم."