تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بلوڅانو همغږۍ کمېټه وايي، حکومت سره له خبرو وروسته په ګوادر کې پرلت ختموي او د تربت پر لور لاریون کوي
- Author, محمد کاظم
- دنده, بي بي سي- کوټه
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د بلوچستان په ګوادر سیمه کې د بلوڅانو همغږۍ کمېټه وايي، له حکومت سره له خبرو وروسته له ۱۱ ورځو راهیسې پرلت پای ته رسوي.
دغه کمېټه وايي، د جمعې پر ورځ یې له همدې ګوادر نه د بلوچستان یوې بلې سیمې تربت پر لور لاریون پیل کړی.
د بلوڅانو همغږۍ کمېټې له لوري په یوه ایکس پیغام کې په دې هکله ویل شوي: ''د جمعې پر سهار به د پرلت له پای ته رسېدو وروسته په ګوادر کې راجي سوګندي دېوان (قومي لوړه) وشي او له هغه وروسته به دا کاروان د تربت پر لور وخوځېږي.''
د یادونې ده، چې د پرلت پای ته رسولو له اعلان وروسته هم د هغو غوښتنو نوملړ نه دی یاد شوی، چې منل شوې دي.
د یادونې ده، چې د بلوڅانو همغږۍ کمېټې د تېرې جولای په وروستیو کې په ګوادر سیمه کې پرلت کړی و.
بل لور په مکران کې یوه ځايي چارواکي له بي بي سي سره په خبرو کې تائید کړه، چې د حکومت او بلوڅانو د همغږۍ کمېټې تر منځ د خبرو دویم پړاو کې مسائل حل شوي دي.
د مذاکراتو په دویم پړاو کې د حکومتي پلاوي مشري د بلوچستان ایالت مشر وزیر میر ظهور بلیدي کوله او له دې مخکې د کورنیو چارو ایالتي وزیر میر ضیاء الله لانګو د خبرو لپاره ګوادر ته ورغلی و.
په کوټه کې د بلوڅانو همغږۍ کمېټې یوه ځايي مشر بیبرګ بلوڅ هم تائید کړې، چې د ګوادر پرلتوال به د جمعې پر ګهیځ د تربت پر لور روان شي.
د بلوڅانو همغږۍ کمېټې مشرې ډاکترې ماه رنګ بلوڅ د جمعې پر شپه په ګوادر کې پرلتوالو ته په وینا کې وویل، بلوچ راجي مچي د یوه پروګرام یا غونډې نوم نه دی، بلکې دا یو تحریک دی.
نوموړې زیاته کړه، ''موږ لوړه کوو، چې بلوڅان به د دوه سوه کلنې غلامۍ پر ضد یو موټی کوو. دا تحریک له بلوڅانو د یوه قوت جوړولو خوځښت دی.''
د یادونې ده، چې د بلوڅانو همغږۍ کمېټې د تېرې جولای پر ۲۸مه په ګوادر ساحلي ښار کې د بلوچ راجي مچي یا بلوڅانو د قومي اجماع په نامه د یوې غونډې رابللو اعلان کړی و. په هغه غونډه کې د افغانستان او ایران بلوڅانو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.
د بلوڅانو همغږۍ کمېټې ویلي و، چې د دې غونډې هدف د دوی په وینا د بلوڅانو ډله ییزې وژنې، جبري بې درکۍ، بشري حقونو تر پښو لاندې کولو او د بلوڅانو د وسائلو غصب پر ضد د ګډې تګلارې په هکله خبرې او بحثونه دي.
خو حکومت بیا د بلوڅانو همغږۍ کمېټې ته په ګوادر کې د دې غونډې له اجازې ورکولو انکار وکړ او د جولای پر ۲۷مه یې هغه ټولې لارې وتړلې چې ګوادر ته غځېدلې وې. چارواکو ادعا کوله، چې د خلکو خوندیتوب په موخه یې لارې تړلې دي.