بي‌بي‌سي او نړیوالو خبري‌ رسنیو یو فلم خپور کړ چې غزې ته یې د بهرنیو خبریالانو د ورتګ اجازه غوښتې ده

د ویډیو تشریح، ډیویډ ډیمبلبي د اسرائیلو څخه غزې ته د خبریالانو د لاسرسي غوښتنه بیانوي
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

بي بي سي او درېیو نړیوالو خبري اژانسونو یو لنډ فلم خپور کړی دی چې له اسرائیل یې پکې غزې ته د بهرنیو خبریالانو د ورتګ غوښتنه کړې ده.

دا فلم، چې د فرانس پرېس، اسوشېټېډ پرېس او رویټرز په همکارۍ جوړ شوی، د بي بي سي تجربه لرونکي خبریال ډېوېډ ډمبلبي بیان کړی دی.

ډمبلبي وویل: "باید نړیوالو خبریالانو ته اجازه ورکړل شي چې غزې ته ننوځي او له خپلو فلسطیني همکارانو سره یوځای د نړۍ لپاره د حقیقت رسولو مسؤلیت پر غاړه واخلي."

بهرني خبریالان له ۲۰۲۳ کال راهیسې، کله چې اسرائیل د حماس د اکتوبر په ۷مه له بریدونو وروسته خپل بریدونه پیل کړل، غزې ته په خپلواکه توګه له ننوتلو منع شوي دي. یوازې څو تنه یې د اسرائيلي ځواکونو تر امنیتي څار لاندې سیمې ته ننوتلي دي.

د غزې په مرکزي برخه کې د بوریج کډوالو په کمپ کې دوه ماشومان د فلسطین بیرغ په داسې حال کې پورته کوي چې د یوې ویجاړې شوې ودانۍ په کنډوالو ولاړ دي، د سپتمبر ۲۲، ۲۰۲۵.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د غزې په مرکزي برخه کې د بوریج کډوالو په کمپ کې دوه ماشومان د فلسطین بیرغ په داسې حال کې پورته کوي چې د یوې ویجاړې شوې ودانۍ په کنډوالو ولاړ دي، د سپتمبر ۲۲، ۲۰۲۵

وړاندې د اسرائيل پوځ ویلي وو د دې لپاره چې "خبریالانو ته د خوندي پوښښ زمینه برابره شي" دننه په غزه کې، کله چې د جګړې په سیمو کې وي، پوځ "د هغوی ملتیا کوي".

تېر کال د اسرائيل سترې محکمې پرېکړه وکړه چې غزې ته د ننوتلو محدودیتونه "د امنیتي دلایلو لپاره توجیه کېدونکي" دي.

د بي بي سي نيوز اجرائیوي مشرې، ډېبورا ټېرنس، وویل: " د اکتوبر له اوومې راهیسې نژدې دوه کاله تېر شوي، هغه وخت چې نړۍ د حماس وحشتونه ولیدل. له هماغه وخت راهیسې په غزه کې جګړه روانه ده، خو نړیوال خبریالان لا هم له ننوتلو منع دي. باید اوس موږ ته اجازه راکړل شي چې دننه شو، له ځایي خبریالانو سره اوږه په اوږه کار وکړو، چې ټول وکولای شو حقیقتونه نړۍ ته ورسوو."

دغه فلم د لومړي ځل لپاره د چهارشنبې په ماښام نیویارک کې د "خبریالانو د خوندیتوب کمېټې" د یوې غونډې پر مهال نندارې ته وړاندې کېږي، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ له غونډو سره همهاله دی. فلم کې د تاریخي پېښو او وژنو هغه صحنې ښودل کېږي چې خبریالانو اخیستې دي.

په دې صحنو کې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د نرماندي راښکته کېدل، د ویتنام جګړه، د ۱۹۸۴ کال د ایتوپیا لوږه، په چین کې د تيانانمن د میدان مظاهرې، د رواندا نسل‌ وژنه، د سوریې د کډوالو کړکېچ او د اوکرایین جګړه ده.

ډمبلبي په فلم کې وايي: "په اوکرایین کې خبریالان چې د نړۍ له بېلابېلو ځایونو راځي، هره ورځ له خپل ژوند سره لوبې کوي، چې د خلکو کړاوونه نړیوالو ته ورسوي. خو کله چې خبره د غزې شي، د پوښښ ټول مسؤلیت یوازې د فلسطیني خبریالانو پر غاړه دی، چې ډېره لوړه بیه پرې کوي او دا د دې سبب کېږي چې د شاهدانو شمېر ورځ تر بلې لږ شي."

یوه فلسطینۍ ښځه چې تیاره حجاب او خړ رنګه جامې یې اغوستې دي، په لاس کې یې جامې نیولې دي، د غزې د هغه بازار پاتې شونو ته په خواشینۍ سره ګوري چې د اسرائیلي ځواکونو لخوا بمبار شوی دی.

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images

د عکس تشریح، یوه فلسطینۍ ښځه چې تور حجاب او خړ رنګه جامې یې اغوستې دي، په لاس کې یې جامې نیولې دي، د غزې د هغه بازار پاتې شونو ته په خواشینۍ سره ګوري چې د اسرائیلي ځواکونو لخوا بمبار شوی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې رسنۍ له اسرائيلي چارواکو غواړي چې خبریالانو ته د غزې تړانګې ته د ننوتلو اجازه ورکړي.

د جولای په میاشت کې د بي بي سي نيوز شبکې، فرانس پرېس، اسوشېټېډ پرېس او رویټرز یوه ګډه اعلامیه خپره کړه چې پکې یې په غزه کې د خبریالانو د حالت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه. هغوی د ژوند له خورا سختو شرایطو سره مخامخ دي، چې پکې لوږه او بې‌ ځایه کېدل هم شامل دي.

د اګست په میاشت کې ۲۷ هېوادونو، چې پکې برېتانیا هم شامله وه، یوه اعلامیه تائید کړه چې له اسرائيلو یې غوښتنه کړې وه بهرنیو رسنیو ته ژر تر ژره غزې ته د ننوتلو اجازه ورکړي او په خبریالانو یې بریدونه وغندل.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۲۴۸ فلسطیني خبریالان د اسرائيلي بریدونو پر مهال په غزه کې وژل شوي دي.

له بلې خوا، اسرائيل څو ځله دا رد کړې ده چې ګواکې د دوی ځواکونو په قصدي ډول خبریالان په نښه کړي وي.

اسرائيلي پوځ پر غزه بریدونه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه د حماس د برید په ځواب کې پیل کړل، چې د جنوبي اسرائيلو پر ضد شوی و او نژدې ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول او ۲۵۱ تنه برمته شول. له هماغه وخت راهیسې، د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، لږ تر لږه ۶۵ زره او ۴۱۹ کسان وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو او نورو ادارو له لوري د همدې وزارت شمېرې د قربانیانو د باور وړ سرچینه بلل کېږي.