بریتانیا اسرائیلو ته خبرداری ورکړی چې د لوېدیځې غاړې د ځینو سیمو د یو ځای کولو هڅه ونه کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
بریتانیا اسرائیلو ته د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندلو په تړاو د هر ډول غچ اخیستنې پر وړاندې خبرداری ورکړی دی.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې ایوټ کوپر ویلي، اسرائیل ته یې خبرداری ورکړی چې د لندن د فلسطین د رسمیت پېژندلو پرېکړې په ځواب کې د لوېدیځې غاړې د ځینو سیمو د ضمیمه کولو هڅه ونه کړي.
د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو پرون وویل چې فلسطینیان هېڅکله خپل هېواد نه لري او زیاته یې کړه چې د بریتانیا، کاناډا او اسټرالیا په همغږۍ د فلسطین د رسمیت پېژندلو پرېکړې ته به غبرګون وښيي. هغه د دغو درېیو هېوادونو مشران "ترهګرۍ ته په هڅولو" تورن کړل.
هغې وویل: "موږ په بشپړ ډول روښانه کړې دا پرېکړه چې موږ یې کوو، د اسرائیل او فلسطینیانو د امنیت د یقیني کولو غوره لاره ده".
کوپر زیاته کړه چې د بریتانیا پرېکړه "د سولې او عدالت د ساتنې او تر ټولو مهم د منځني ختیځ د امنیت لپاره ده او موږ به له ټولو سیمهییزو خواوو سره د دې د تحقق لپاره کار ته دوام ورکړو".
هغې همداراز وویل، په دواړو خواوو کې توندلارې هڅه کوي چې د دوو دولتونو د حل هر امکان له منځه یوسي او په دې برخه کې بریتانیا یو اخلاقي مسئولیت لري چې دا حل ژوندي وساتي".
کوپر وویل: "اسانه لاره دا ده چې شا تګ وکړو او ووایو چې دا کار ډېر ستونزمن دی، خو موږ باور لرو چې دا غلطه ده، موږ ټولې دغه ویجاړۍ او کړاوونه لیدلي دي".
هغې روښانه کړه: "موږ اسرائیل د یوه دولت په توګه پېژنو... خو باید د فلسطینیانو د خپلواک دولت حق هم وپېژنو".
هغې د دې نه یادونه ونه کړه چې کله به د بریتانیا کونسلګري په ختیځ بیتالمقدس کې بشپړ سفارت ته واوړي، خو ټینګار یې وکړ چې دا به تر هغه وخته دوام وکړي چې له فلسطیني چارواکو سره د ډیپلوماسۍ بهیر پیل شي.
فرانسه به پر بریتانیا، کاناډا او اسټرالیا سربېره د فلسطین دولت په رسميت وپېژني

د عکس سرچینه، Getty Images
تمه ده چې د فرانسې او بلجیم په ګډون به نور هېوادونه هم د ملګرو ملتونو په کنفرانس کې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني، دا کار پرون د بریتانیا، کاناډا او اسټرالیا له اعلانونو وروسته کېږي.
د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان نن ماسپښين په نیویارک کې دغه کنفرانس په ګډه کوربهتوب کوي. د کنفرانس تمرکز به د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د دوه دولتونو پر حللار وي.
اسرائیل او نژدې متحد یې امریکا به په دې غونډه کې نه وي حاضر. دواړه د ملګرو ملتونو د هغو لږ شمېر غړو له ډلې دي چې د فلسطین دولت نه په رسمیت پېژني او پروني د رسمیت پېژندنې اعلانونه یې غندلي دي.
تمه ده چې د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس د ملګرو ملتونو په غونډه کې په انلاین بڼه ګډون وکړي، ځکه چې امریکا سږ کال ده او ۸۰ نورو فلسطیني چارواکو ته د ملګرو ملتونو د غونډې لپاره د سفر وېزې نه دي ورکړې.
دغه ګام یوه ورځ مخکې تر دې اخیستل کېږي چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۰مې کلنۍ غونډې رسمي پرانیسته د نړۍ د مشرانو په ګډون ترسره شي. تر اوسه د ملګرو ملتونو له ۱۹۳ غړو د درې پر څلور زیات هېوادونه د فلسطین دولت په رسمیت پېژني.
د فلسطین دولت په رسميت پېژندل: اسرائيلو غندلی او سعودي یې هرکلی کړی

د عکس سرچینه، EPA
د اسرائیلو لومړي وزير بنيامنين نتنياهو د بريتانيا، پورتګال، کاناډا او اسټراليا له خوا د فلسطين دولت په رسميت پېژندلو د پرېکړې په غبرګون کې ويلي چې داسې کار به هېڅکله هم ونشي. د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزير ګيدعون سعر هم په ورته دريځ ټينګار کړی او ويلي یې دي چې د اسرائیلو برخليک په پاريس او يا لندن کې نه شي ټاکل کېدلی.
بل پلو د فلسطينۍ ادارې مشر محمود عباس د يادو هېوادونو د پرېکړې هرکلی کړی او دا یې په سیمه کې د تلپاتې سولې په لور يو ګام بللی دی.
سعودي عرب هم د څلورو لوېديځو هېوادونو له خوا د فلسطين په رسميت پېژندلو د پرېکړې هرکلی کړی او هېله یې څرګنده کړې چې نور هېوادونه به هم د فلسطين د دولت په رسميت پېژندلو سره د دوه اړخیزې حل لارې په پلي کولو کې مرسته وکړي.
تمه کېږي چې سې شنبې (۲۲ سپټمبر) به نور هېوادونه هم د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د کلنۍ غونډې پر مهال فلسطین په رسميت وپېژني.
په همدې مهال حماس چې بريتانيا او ډېری نور هېوادونه یې ترهګره ډله بولي د بريتانيا، کاناډا او اسټراليا له خوا د فلسطين په رسميت پېژندلو د پرېکړې هرکلی کړی دی.
دغه ډله وايي، "په رسميت پېژندل زموږ د فلسطيني وګړو د ځمکو او مذهبي ځایونو د حق د تائيد لپاره مهم ګام دی او همدا ډول د خپلواک دولت رامنځته کول چې بيت المقدس یې پلازمېنه وي".
حماس په خبرپاڼه کې ويلي، "دا بايد له عملي ګامونو سره مل وي" چې په غزه کې "سملاسي" جګړه پايته ورسېږي او په لوېديځه غاړه کې د اسرائیلو له خوا د مېشتېدنې سره "مقابله" وکړي.
حماس همدا ډول پر نړيواله ټولنه غږ کړی چې له اسرائيلو سره "هر ډول همکاري او همغږي" ودروی.
نتنياهو: هېڅ فلسطینی دولت به نه وي

د عکس سرچینه، Reuters
د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو د بريتانيا، کاناډا او اسټراليا له خوا د فلسطین دولت په رسميت پېژندلو پرېکړې ته غبرګون ښودلی دی.
نوموړي پر تولنيزو رسنيو خپاره کړی يوه ويډيويي پيغام کې ويلي، "هېڅ فلسطينی دولت به نه وي". نتنياهو زیاته کړې، "زه هغو مشرانو ته يو څرګند پيغام لرم چې د اکټوبر اوومې نېټې د بوږنونکې ګڼ وژنې وروسته یې د فلسطين دولت په رسميت وپېژانده. تاسو ترهګرۍ ته لوی انعام ورکوئ".
"زه ستاسو لپاره يو بل پيغام هم لرم، داسې به نه کېږي. د اردن سيند په لوېدیځ کې به د فلسطين دولت رامنځته نشي."
نتنياهو زیاته کړې چې تر فشار لاندې یې د دې "ترهګر دولت" د رامنځته کېدو مخنيوی کړی دی. "په حقيقت کې موږ په سامريه او يهوديه (لوېديځه غاړه) کې د مېشت ځایونو جوړول دوه برابره کړي او موږ به دې کار ته دوام ورکړو."
د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزير ګيدعو سعر هم د فلسطين دولت په اړه ورته دريځ څرګند کړی دی. نوموړي ويلي، "زموږ راتلونکی به په لندن يا پاريس کې نه ټاکل کېږي. دا کار به په بیت المقدس کې کېږي. موږ به د هغو کړنو پر وړاندې په سياسي ډګر کې په کلکه مبارزې ته دوام ورکوو چې اسرائیل او د هغو راتلونکی له ګواښ سره مخامخ کوي. زموږ ملګري به هم زموږ تر څنګ ودرېږي چې تر ټولو مهم یې امریکا ده".
د فلسطين دولت اوس مهال د ملګرو ملتونو له ۱۹۳ غړو شاوخوا ۷۵ سلنه هېوادونو په رسميت پېژندلی خو دا په نړيواله کچه منل شولې پولې، پلازمېنه او پوځ نه لري.
د محمود عباس او سعودي عرب غبرګون
د فلسطینۍ ادارې مشر محمود عباس د فلسطین دولت په رسميت پېژندل په سیمه کې د تلپاتې سولې په لور د يوه ګام په توګه هرکلی کړی دی.
د يادې ادارې د بهرنيو چارو وزير وارسن اقابکیان شاهين ويلي، هغه هېوادونه چې دا اوونۍ د فلسطين دولت په رسميت پېژني يو نه بدلېدونکی ګام پورته کوي.
بل پلو د سعودي عرب د بهرنيو چارو وزارت هم د يکشنبې په ماښام د بريتانيا، کاناډا، اسټرالیا او پورتګال له خوا د فلسطين په رسميت پېژندلو د پرېکړې په اړه رسمي غبرګون وښود او د دې کام هرکلی یې وکړ.
سعودي په يوه اعلاميه کې ويلي، "سعودي تمه لري چې نور هېوادونه به هم د فلسطين دولت په رسميت وپېژني او مثبت ګامونه بورته کړي، هغه ګامونه چې د فلسطيني وګړو د هيلو په درک کولو کې مرسته وکړي چې پر خپله خاوره په سوله کې ژوند وکړي او فلسطينۍ ادارې ته دا وړتيا ور وبښي چې د فلسطينيانو لپاره د خوندي، با ثباته او سوکاله راتلونکي لپاره خپلې دندې ترسره کړي."
کېیرسټارمر: بریتانیا فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت وپېژانده

د عکس سرچینه، Getty Images
لومړي وزیر کېیر سټارمر د بریتانيا لخوا د فلسطين دولت په رسميت پېژندلو اعلان وکړ. هغه وویل: "نن ورځ، د فلسطینیانو او اسرائيلیانو لپاره د سولې او دوو دولتونو د حل لارې د هیلې بيا راژوندي کولو په موخه، بریتانیا په رسمي توګه د فلسطین دولت په رسمیت وپېژانده."
د خپلې وينا په پای کې، کېیر سټارمر له هېوادونو وغوښتل چې "خپلې هڅې یو ځای کړي" ترڅو هغه "سوله ییز راتلونکی چې موږ یې غواړو" رامنځته شي.
هغه خپله وينا په دې ټینګار سره پای ته ورسوله چې دا کار د حماس لخوا په غزې کې د پاتې یرغملو خوشې کولو، د تاوتریخوالي او کړاو پای ته رسولو، او د دوو دولتونو حل لارې ته د بېرته ورګرځېدو مانا لري.
هغه وویل چې دا د "ټولو خواوو لپاره د سولې او امنیت تر ټولو غوره هیله ده."
موږ د لومړي وزير وينا پوښښ پای ته ورساوه، خو د برېتانيا د حکومت په دې مهم سياسي بدلون باندې د نورو غبرګونونو ترلاسه کولو ته دوام ورکوو - له موږ سره پاتې شئ.
د بریتانيا د لومړي وزير مرستيال د دې پرېکړې په دفاع کې ټينګار وکړ چې اوس د دې کار لپاره مناسب وخت دی.
ښاغلي لامي منلې ده چې دا پرېکړه به په عمل کې لږ اغېز ولري، خو زياته یې کړه چې دا کار به د فلسطينيانو او اسرائيلو ترمنځ د دوو دولتونو د حل لارې هيله ژوندۍ وساتي.
د یکشنبې پر ورځ کاناډا د جي۷ لومړنی غړی هېواد شو چې فلسطین یې په رسمیت وپېژنده، ورپسې استرالیا اعلان وکړ چې د کاناډا پر پله ځي او د فلسطین دولت په رسمیت پېژني.
د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د فلسطين دولت په رسميت پېژندل "بل څه نه دي خو د جهادي ډلې حماس لپاره يو انعام دی، چې په بریتانيا کې د اخوان المسلمین سره تړلو غړو لخوا ورکړی شوی دی."
د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت پر اېکس پاڼه په يوه ليکنه کې ليکي: "د حماس مشران پخپله په ښکاره توګه مني چې دا په رسميت پېژندنه د اکتوبر د اوومې نېټې د قتل عام يوه مستقيمه پايله او 'ميوه' ده."
د بریتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر لومړی ځل د جولای په مياشت کې ويلي وو چې د فلسطين دولت به په مشروط ډول په رسميت وپېژني او يوازې په هغه صورت کې له خپلې پرېکړې تېرېدی شي چې که اسرائيل د اوربند او اوږدمهالې سولې تړون په څېر شرایط پوره کړي چې همدا د دوو دولتونو حل ته لاره هواروي.
د فلسطين دولت په رسميت پېژندل به د بریتانيا په بهرني سیاست کې یو لوی بدلون وي.
د بریتانیا پخوانيو حکومتونو به تل ويل چې د فلسطين دولت په رسميت پېژندل بايد د سولې پروسې برخه وي او هغه مهال وشي چې ډېر اغېزناک وي.
دا ګام د اسرائیلو د حکومت، د يرغمل شويو د کورنيو او ځينو محافظه کارانو له خوا سخت غندل شوی او نيوکې يې راپارولې دي.
د بريتانيا حکومت سرچینو ويلي په غزه کې وضعيت په وروستيو اوونيو کې د پام وړ خراب شوی دی.
دوی په غزه کې د لوږې او تاوتریخوالي انځورونو ته اشاره ويلي چې د بریتانيا لومړي وزير د "نه زغملو" بللي دي.
بل پلو پورتګال هم ويلي چې نن يکشنبې به د فلسطين دولت په رسميت وپېژني. د پورتګال د بهرنيو چارو وزارت دا اعلان د ملګرو ملتونو له عمومي اسمبلۍ مخکې کړې.
پورتګال د جولای په مياشت کې د اسرائیلو له خوا د فلسطينيانو د سيمو نيولو او په غزه کې بشري کړکېچ ته په اشاره د فلسطين په رسميت پېژندلو اراده څرګنده کړې وه.
د بلجيم او د فرانسې په ګډون يو شمېر نور هېوادونو به د ملګرو ملتونو د سرمشريزې پر مهال فلسطین په رسميت وپېژني.
د فرانسې ولسمشر اېمانویل مکرون په جولای مياشت کې وویل چې فرانسه به هم داسې وکړي. هغه وویل، "په منځني ختیځ کې د عادلانه او تلپاتې سولې لپاره د خپلې تاریخي ژمنې سره سم، ما پرېکړه کړې چې فرانسه به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني."

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا متحده ایالتونو ویلي، د فلسطین دولت به په رسمیت ونه پېژني او باور لري چې دا چاره به حماس ته د انعام ور کولو په معنا وي.
د تېرې اونۍ په وروستیو کې د امریکا مرستیال ولسمشر جیډي وینس ټینګار وکړ چې امریکا د فلسطیني دولت د په رسمیت پېژندلو هیڅ پلان نه لري او هلته یې د یوه فعال حکومت نشتوالي ته اشاره وکړه.
تېر کال اسپانیا، ایرلنډ، ناروې فلسطینی دولت په رسمیت وپېژاند او هیله یې وښوده چې دا به د حماس او اسرائیلو ترمنځ اوربند ته لاره هواره کړي.
د فلسطین دولت دمګړۍ د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړو هېوادونو له ډلې ۱۴۷ هېوادونو په رسمیت پېژندلی دی.
په ملګرو ملتونو کې فلسطین د 'دایمي څارونکي دولت' حالت لري چې په غونډو کې یې ګډون کولی شي، خو د رایې ور کولو حق نه لري.






















