د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا: طالبان دې ښځو ته د زدکړو او کار اجازه ورکړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو او د بشري حقونو د ټولنو استازو له ښځو سره د طالبانو د حکومت پر چلند نیوکې کړې دي.
په جېنېوا کې په دې غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو د تېرو پنځو کلونو د وضعیت ارزونه وړاندې شوې ده. ګډونوالو یې د طالبانو پر حکومت غږ وکړ، چې نجونو او ښځو ته د زدکړو او کار اجازه ورکړي او په ټوله کې د بشري حقونو درناوی وکړي.
په ياده غونډه کې دری راپورونه وړاندې شول چې يو يې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا کې د افغانستان د استازولۍ له خوا چمتو شوی و.
دويم يې د دريو هېوادونو چې ترايکا نومېږي او د افغانستان په اړه د راپور چمتو کولو مسووليت لري او هند، برونډي او نېدرلنډز په کې شامل دي برا بر شوی. درېيم راپور بيا د بشري حقونو د خپلواکو بنسټونو و.
د غونډې په پيل کې په ياده شورا کې د افغانستان د پخواني حکومت له خوا معرفي شوي دايمي استازي نصير احمد اندېشه وويل، په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد د بشري حقونو په ګډون سياسي، اقتصادي او فرهنګي حقونو په برخه کې د تېر پرتله شاتګ کړی دی.
نوموړي د افغان نجونو او ښځو وضعيت ته په اشارې وویل، د طالبانو له ژمنو سره سره افغانان په منظم ډول د ځينو بنسټيزو حقونو د له منځه تللو شاهدان دي.
ښاغلي نصير احمد زياته کړه، "طالبانو يوه پراخه او سيستماتيکه عملياتي تګلاره معرفي کړې چې موخه يې له عامه سياسي او ټولنيز ژونده د ښځو لېرې کول دي. دا داسې وضعيت دي چې نړيوال کاربوهان يې جنسيتي اپارټايډ بولي. ښاغلی مرستيال مشره! په دې وروستیو کې د افغانستان مدني او سياسي حقونو په برخه کې د پام وړ بدلون راغلی دی. په بېلابېلو حقوقي چوکاټونو کې هڅې هم شوې دي خو په هر صورت اوسنی وضعيت او د نويو چارواکو له خوا لګول شويو محدوديتونو ته په پام سره د دې حقونو د ساتنې په اړه ژوره اندېښنه شته."
نوموړي وويل، "دا اړينه ده چې نړيواله ټولنه د مدني او سياسي حقونو څخه د سړغړونې مخه ونيسي، ډاډ ترلاسه کړي چې په افغانستان کې ټول افراد کولی شي خپل حقونه په ازاده توګه او له تبعيض پرته ترلاسه کړي. "

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د تېرې ورځې غونډه کې يو شمېر هېوادونو استازو هم ويناوې وکړې او ټولو بېلابېلې غوښتنې درلودې.
د امريکا استازي وويل، په افغانستان کې د بشري حقونو د زوال په اړه جدي اندېښنې لري او د طالبانو يې وغوښتل چې د هغې په ټکو د ښځو او نجونو په ضد حکمونه او فرمانونه په ځانګړې توګه هغه چې د هغوی کار او زدکړې محدودوي له منځه يوسي.
د بريتانيا استازي د غونډې ګډونوالو ته وويل چې له تېرو پنځو کلونو راهيسې په افغانستان کې بشري حقونه په چټکۍ ناسم لوري ته بدل شوي دي.
ګڼو نورو هېوادونو هم د ښځو پر زدکړو او کار د طالبانو بندیزونو باندې نيوکې وکړې او له هغوی يې وغوښتل چې له ښځو سره چلند نرم او خپلې تګلارې بدلې کړي او اجازه ورکړي چې ښځې زدکړې او کار وکړي.
د طالبانو حکومت دغو تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې يې وار په وار ټينګار کړی چې په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي او ښځو ته د اسلامي شريعت په چوکاټ کې ټول حقونه ورکوي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا وايي، د دوی پرېکړې الزامي بڼه نه لري خو په وينا يې د طالبانو حکومت په رسميت پېژندلو په موضوع اغېز لري.
د بشري حقونو د شورا په غونډه کې په عمومي ډول ۶۷ هېوادونه ګډون کوي.





















