تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پښتنو کلتوري ورځ؛ کراچۍ کې رنګین ماښام او کوټه کې پر حکومت نیوکې چې "پښتانه ځپي"
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د پښتنو کلتوري ورځ هر کال د سپتمبر په ۲۳مه نمانځل کېږي، په دې ورځ خلک نړۍ ته د پښتنو د کلتور ورښودلو هڅه کېږي او په اړه یې غونډې او ناستې پاستې هم جوړېږي.
که څه هم سږ کال په افغانستان کې له دې ورځې په ولولو نمانځنه نه ده شوې، خو په پښتونخوا او کراچۍ کې ولسونو دا ورځ په پراخه کچه او لویو غونډو نمانځلي ده.
په ټولنیزو رسنیو هم کارونکو لیکنې او د کلتور یاد په موخه له وطني لباس سره ګڼ انځورونه خپاره کړي.
له دې ټولو سره د کراچۍ رنګین ماښام او د کوټې غونډه چې په کې له اتڼو، سندرو، ولولو او رنګا رنګ میلو ور ها خوا سیاسي بحثونه هم وو، د پام وړ دي.
کراچۍ کې، چې له هغه ځایه په وروستیو کې په پرلپسې ډول د افغانانو او پښتنو د نیولو خبرونه خپرېږي، تېر ماښام سلګونه پښتانه د مشهور سندر غاړي کرن خان سندرو او د افسر افغان هنر ته راغونډ وو.
په دې ناسته کې ښځو، سړیو تنکیو ځوانانو او نجونو هم برخه اخېستې وه.
کوټه کې پر حکومت نیوکې
له کراچۍ ور ها خوا، د بلوچستان مرکز کوټه کې بیا له دې هم ستره ولسي ناسته جوړه وه چې د پښتنو د کلتور بېلابېل اړخونه، روایتونه او لباسونه په کې نندارې ته وړاندې شوي وو.
دې غونډې ته د پښتنونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي تر څنګ ګڼ نور قبایلي مشران هم ورغلي وو.
ښاغلي اڅکزي پخپله وینا کې د پاکستان پر اوسني حکومت "د پښتنو ضد پالیسۍ" له کبله سختې نیوکې هم وکړې.
هغه د پاکستان پولیسو لخوا وروستیو نیونو ته په اشارې ژمنه وکړه چې "د پښتنو نیونو خلاف به اسلام اباد او هر بل ځای مظاهرې وکړي."
نوموړي ټينګار کاوه چې پښتانه د امن غوښتنې لپاره غلي دي او په وینا یې "د دوی دا چوپتیا دې خدای مکړه بې غیرتي نه حسابېږي."
هغه د پاکستان اوسني حکومتي جوړښت ته په اشارې وویل، "تاسې چې کومه پالیسي روانه کړې، دا د حالاتو علاج نه دی."
نوموړي ممکن د پاکستاني اوسني چارسبمالي لومړي وزیر وروستیو خبرو ته په اشارې چې د افغان کډوالو پر وړاندې یې د سختې کاروایی خبر ورکړی، پوځيانو ته خطاب کې وویل "دا چې تاسې پلانی لومړی وزیر او پلانی د کورنیو چارو وزیر وټاکه او بیا دوی هم غټې غټې وايي د حل لار نده.
ښاغلي اڅکزي مخامخ د کوم چارواکي نوم وانخیست خو ویې ویل "د کوم ولس په رایه او خوښه راغلی یې، ته راوستل شوی یې، که نن په واک کې یې سبا به ځې."
د نوموړي دا څرګندونې داسې مهال راځي چې د پاکستان اوسني چارسبمالي لومړي وزیر انوار الحق کاکړ په دې وروستیو کې د ناقانونه افغانانو پر وړاندې د حکومت د نوي پالیسۍ عملي کېدو ویلي چې له کبله یې هره ورځ لسګونه افغانان نیول کېږي.
ښاغلی اڅکزي دا هم وویل، چې اوس په لویو ښارو کې نه یوازې بې سنده افغانان بلکې ټول هغه پښتانه چې بله ژبه یې نده زده، زورول کېږي.
په دې دواړو سترو ناستو کې ګډون کونکو د خپل کلتور او فرهنګ په ساتلو ټينګار کړی او په وینا یې د پښتنو پرمختګ د خپل بډایه کلتور په ساتنې او وده کې دی.