د ایران مذهبي مشر وايي له هغو حکومتو سره خبرو ته نه کیني چې نور ځوروي

د عکس سرچینه، Reuters
د ایران مذهبي مشر پر هغو هېوادونو نیوکې کړي چې نورو ته کړاو پېښوي، داسې برېښېده چې دا څرګندونې د ډونالډ ټرمپ هغه لیک ته ځواب وو، چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه یې په کې د خبرو اتروغوښتنه کړې وه.
ټرمپ تېره جمعه وویل، تهران ته یې په یوه لیک کې خبرداری ورکړی چې که چیرې د اټومي تړون لپاره خبرو ته تیار نشي، ښايي له پوځي اقدام سره مخ شي.
آیت الله علي خامنهاي د شنبه پر ورځ په قهرجنه لهجه وویل ایران به له هغو " حکومتونو سره چې نور ځوروي" خبرو ته کیننې.
د ملګرو ملتونو څارونکي وايي. د هغه رژیم په وروستیو کلونو کې خپل اټومي پروګرام ته په چټکۍ سره وده ورکړي ده.
ټرمپ ویلي، دی غواړي له ایران سره یو نوی تړون وکړي چې د دغه هېواد د اټومي پروګرام د نور پرمختګ مخنیوی وشي.
تېره جمعه هغه وویل ایران به یا د خبرو لپاره د ده وړاندیز مني او یا به د خپل اتومي پروګرام "په نښه کولو" خطر مني.
ټرمپ د جمعې پر ورځ فاکس بیزنس رسنۍ ته وویل" ما دوی ته یو لیک لیکلی دی، ورته مې ویلی دي هیله لرم تاسې به خبرې وکړئ ځکه که موږ پوځي اقدام وکړو، دا به د دوی لپاره یوه وحشتناکه خبره وي،"
ټرمپ وویل "د ایران د کنټرول لپاره دوه لارې دي – پوځي ګام او یا به یو تړون کوئ، زه خوښ یم چې یو تړون وکړم، ځکه زه نه غواړم ایران ته زیان ورسوم."
د ځايي رسنیو د راپور له مخې،آیت الله خامنهاي د ایران له حکومتي چارواکو سره د روژې په یوه ناسته کې د ټرمپ دغو څرګندونو ته ځواب ویلي.
خامنهاي د امریکا نوم وا نخیست، خو ویې ویل "ځینې زورواکي حکومتونه پر خبرو اترو ټینګار کوي."
د ایرانې رسنیو په حواله، د ایران مذهبي مشر په خپله وینا کې ویلي "دوی خبرې د ستونزو د هوارۍ لپاره نه کوي، موخه یې واک دی."
"هغه وویل خبره یوازې د اټومي پروګرام نه ده. دوی نورې تمې لري او دا تمې به په یقین سره د ایران له لوري پوره نه شي."
د ایران د اټومي بنسټونو په اړه اندېښنې څه دي؟
د تېر کال په ډسمبر میاشت کې، د ملګرو ملتونو د اټومي څار مشر وویل، ایران پرېکړه کړې چې د غني شويو یورانیمو تولید زیات کړي، چې دا د " اندیښنې" وړ ده.
د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې IAEA مشر رافایل ګروسي وویل، ایران د غنی شويو یورانیمو ذخیره ۶۰٪ سلنه زیاتوي، چې د اټومي وسلې لپاره له اړینې کچې لږه ټیټه ده.
تهران بیا دا تور رد کړی چې ګواکې د اټومي وسلو جوړولو هڅه کوي، او ټینګار کوي چې اټومي پروګرام یې سوله ییزي موخې لري.
ایران مخکې پر دې هوکړه کړې وه چې خپل اتومي پروګرام به د ۲۰۱۵ کال کې د اټومي تړون مخې محدودي، هغه تړون چې پر ایران د محدودیتونو د ایسته کولو لپاره له امریکا، بریتانیا، فرانسې، چین، روسیې او جرمني سره لاسلیک شو.
خو ښاغلی ټرمپ په خپلې لومړۍ واکمنۍ کې، له دې تړونه ووت او د ایران پر ضد یې امریکایي بندیزونه بیا ولګول.
د دې تړون له ماتېدو راهیسې په تیرو کلونو کې، ایران خپل اټومي پروګرام ګړندی کړی دی، او د یورانیم غنی کول یې چټک کړي.
څیړونکې وايي ایران اوس داسې زیرمه لري چې اتومي سلاح جوړولو ته نږدې دی.
د تېر کال منځني ختیځ جګړې هم د اټومې وسلو په اړه اندیښنې ډېري کړي دي.
تیرکال کله چې اسراییلو او ایران د غزې او لبنان پر سر پر یو بل بریدونه وکړل، د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل، دی به اسراییل ته اجازه ورکړي چې د ایران پر اټومي تاسیساتو برید وکړي.
د ایران هوایي دفاعي سیسټمونه - چې اټومي تاسیسات یې ساتي- د اسرايیلو په بریدونو کې زیانمن شوي دي.
د ایران حکومت د لوېدیځ د اقتصادي بندیزونو تر فشار لاندې هم دی او په تېرو څو کلونو کې یې د ټولنیزو او اقتصادي ستونزو پر ضد په ټول هېواد کې پراخ احتجاجونه شوي دي.
ایران به د راتلونکي دوشنبې پر ورځ د روسیې او چین سره په ایرانی بندر چابهار کې کلني ګډ سمندري تمرینونه ترسره کړي.






















