غزه کې ډاکټران وایي، د اسرائیلو تازه بریدونو لسګونه کسان وژلي

    • Author, ډېویډ ګرېتن
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د سیمه‌ییزو روغتونونو د راپورونو له مخې، د چهارشنبې پر ورځ د غزې په بېلابیلو سیمو کې د اسرائیلي بریدونو له امله تر ۸۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي. ویل کېږي، چې ډېری کسان په غزه ښار کې وژل شوي دي.

د مرستندویانو ډلو په وینا، د غزې ښار د دارج سیمې د فیراس بازار ترڅنګ پر یوه ودانۍ او د بې‌ځایه شویو خلکو پر خیمو د اسرائیلي ځواکونو د بمبارۍ له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

اسرائیلي پوځ ویلي، دوی د حماس دوه وسله وال په نښه کړي او د مړو شمېر د دوی له معلوماتو سره سمون نه خوري.

ورته مهال، اسرائیلي ټانکونه او پوځیان د غزې ښار مرکزي سیمو پر لور پرمختګ ته دوام ورکوي. اسرائیلي چارواکي وایي، دا ښار د حماس وروستی مرکز دی.

د اسرائیل پوځ وایي، د ځمکني برید هدف د حماس لخوا د یرغمل شویو کسانو ازادي او د دې وسله‌والې ډلې بشپړ ماتول دي.

تر دې دمه سلګونه زره خلک له غزه ښار څخه وتلي. ملګرو ملتونو د تېرې میاشتې په راپور کې هلته قحطي تائید کړې وه، خو لا هم سلګونه زره خلک پکې ژوند کوي، چې له سختو بشري شرایطو، د روغتیايي او نورو بنسټیزو خدمتونو له سقوط سره مخ دي.

بل خوا، د امریکا ځانګړي استازي سټېو ویټکوف ویلي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ پر مهال له عرب او مسلمانانو له مشرانو سره د منځني ختیځ او غزې د سولې لپاره یو "۲۱ ماده‌یز پلان" شریک کړی دی.

ویټکوف د پلان جزیات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې دې پلان کې د اسرائیل او د سیمې د نورو ګاونډیو اندېښنو ته پام شوی.

هغه زیاته کړه: "موږ هیله‌من یو، او باید ووایم، ان باوري یو، چې په راتلونکو ورځو کې به یو ډول پرمختګ اعلان کړو."

بل لور د غزې ښار روغتونونو مسوولین وایي، له نیمې شپې راهیسې تر ۶۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

د غزې ښار روغتونونو مسوولینو پر چهارشنبې مازدیګر مهال وویل، له نیمې شپې راهیسې تر دې دمه د اسرائیلي بریدونو او ډزو له امله تر ۶۰ د زیاتو کسانو مړي دوی ته وروړل شوي دي.

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې ملکي دفاع اداره وایي، نږدې درېیمه برخه دا کسان هغه مهال وژل شوي، چې د فیراس بازار ترڅنګ پر یوه ګودام، چې بې‌ځایه شوي خلک پکې مېشت وو، برید وشو. د دوی په وینا، په وژل شویو کې شپږ ښځې او نهه ماشومان شامل دي.

اسرائیل نړیوال خبریالانو ته، چې پکې د بی‌بي‌سي خبریالان هم شامل دي، په خپلواکه توګه غزې ته د داخلېدو اجازه نه ورکوي، ځکه د راپورونو خپلواکه تائید ډېره ستونزمنه چاره ده.

خو له سیمې خپاره شوي ویډیويي انځورونه ښيي چې خلک د یوې ویجاړې شوې ودانۍ له خاورو یو جسد راوباسي، چې په کمپله کې پوښل شوی دی.

محمد حجاج، چې خپلوان یې په دې برید کې وژل شوي، د فرانسې خبري آژانس (اې ایف پي ته ویلي:

"دلته هغه مهال سخته بمباري وشوه، چې خلک ویده وو. موږ راغلو، ماشومان او ښځې مو ټوټې ټوټې وموندل. دا ډېر زړه بوږنوونکی حالت و.

د غزې ښار له نورو سیمو هم د دردوونکو صحنو راپورونه ورکړل شوي دي.

ځینې نور تصویرونه ښيي چې خلک د لږ تر لږه شپږو مړیو ترڅنګ، چې په سپینو کفنونو او پلاستیکي کڅوړو کې اچول شوي وو، د الحی حضرت روغتون مخې ته پر ځمکه ایښوول شوي، ویر کوي.

یوه ښځه، طلا‌الدیب، وایي چې په دې جسدونو کې د هغې د خور مېړه، د دوی دوه ماشومان، او د دې د خور د مېړه پلار شامل دي.

کله چې له اسرائیلي پوځ نه د دغې پېښې په اړه پوښتنه وشوه، هغوی وویل:

"موږ د حماس دوه وسله وال په نښه کړي دي."

د اسرائیلي پوځ په وینا:

"موږ په سیمه کې د مرګژوبلې له ادعاوو خبر یو، خو د تلفاتو شمېر زموږ له معلوماتو سره سمون نه خوري."

په عین حال کې، عیني شاهدانو ویلي چې د غزې ښار په نورو لکه سویل لوېدیځ تل الهوا او شمال لوېدیځ ریمال سیمو کې اسرائیلي ټانکونه لیدل شوي دي.

د فلسطیني سره صلیب د سې‌شنبې پر ورځ وویل، د اسرائیلي ځواکونو نظامي وسایط د تل الهوا په سیمه کې د القدس روغتون مخې ته ځای پر ځای شوي او د روغتون د اکسیجن تولید مرکز د اسرائیلي ډزو له امله ویجاړ شوی او له فعالیته لوېدلی دی.

اسرائیلي پوځ بیا د چهارشنبې پر ورځ وویل:

"موږ پر روغتون مستقیم برید نه دی کړی، خو د پېښې شرایط تر ارزونې لاندې دي."