تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له نیوزيلنډ تر غبرګو ماتو وروسته پر پاکستان کرېکټ لوبډله نیوکې شوې
د پاکستان او نیوزيلنډ تر منځ د کرېکټ یو ورځنیو لوبو په روانه لوبلړۍ کې پاکستانۍ لوبډله نه ده توانېدلې چې په دوو لوبو کې یوه هم وګټي.
په تازه لوبه کې نیوزيلنډ پاکستان ته په ۸۴ منډو ماته ورکړه او له پاکستانه د دوه-صفر په توپير سره مخکې دی.
دا لوبې د نیوزيلنډ په هملټن ښار کې روانې دي.
په نننۍ لوبه کې د پاکستانۍ لوبډلې کپتان محمد رضوان پچه وګټله خو د تېرې لوبې غوندې یې دا ځل هم د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
تر دې مخکې د مارچ پر ۲۹مه د دې لړۍ یا سيریز په لومړۍ لوبه کې هم پاکستان پچه ګټلې وه خو نیوزیلنډ ته یې د توپوهنې یا بېټېنګ وړاندیز کړی و او په هغه لوبه کې یې په ۷۳ منډو ماته خوړلې وه.
د نن لوبه څنګه وه؟
نن (اپرېل دویمه) نیوزیلنډ په خپله پاڼۍ کې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې ۲۹۲ منډې یا رنزونه وکړل او اته لوبغاړي یې وسوځېدل.
د لوبې پر مهال د نیوزیلنډ پنځه لوبغاړي په ۱۳۲ منډو سوځېدلي وو خو ميچل او محمد ارسلان عباس ښه ملګرتیا وکړه او وېکټ یې وساتله. ميچل ۹۹ او عباس ۴۱ منډې وکړې او د نیوزیلنډ رنزونه یې ۲۹۲ ته لوړ کړل.
د پاکستان له لوري ورو توپاچوونکي سفیان مقیم او تر څنګ یې محمد وسیم دوه دوه لوبغاړي وسوځول او فهیم اشرف، عاکف جاوید او حارث یوه یوه وېکټ ترلاسه کړای شوه.
د پاکستان له لوري د پاڼۍ پيل ښه نه و. تر ۱۲ اووره یې نیمايي لوبډله وسوځېدله او ایله یې ۳۲ منډې جوړې کړې.
د پاکستان د سر توپوهونکو عبدالله شفیق او امام الحق پر یوه او درو منډو وسوځېدل. د مېډل ارډر لوبغاړي هم ښه ونه ځلېدل او ورپسې بابر اعظم په یوه رنز او لوبډلمشر محمد رضوان په پنځو منډو وېکټه له لاسه ورکړه او سلمان علي اغا هم منډې لس نه کړې.
د پاکستان له لوري فهیم اشرف د ۷۳ او نسیم شاه د ۵۱ منډو په کولو سره مخکښ شول خو بیا یې هم خپلې لوبډلې ته بری ور په برخه نه شو کړای او په ۴۲ اوورونو کې د پاکستان ټوله لوبډله په ۲۰۸ منډو وسځېده.
د نیوزيلنډ توپ اچوونکی بین سييرز ښه وځلېد او پنځه لوبغاړي یې وسوځول.
ميچل د ۹۹ منډو جوړولو او د څلورو کېچونو په اخیستلو سره د لوبې غوره لوبغاړی شو.
د یادولو ده چې تر دې مخکې په شل اوریزه لوبلړۍ کې هم پاکستان ۱-۴ ماته خوړلې وه.
نیوکې
د پاکستان لوبډله له دغو پرلهپسې ماتو له کبله د کرېکټ مینهوالو له لوري له سختو نیوکو سره مخامخ شوې ده.
پر خواله رسنۍ اېکس یوه کس په طنز لیکلي چې پاکستانۍ لوبډله کمال کوي، "دومره بده لوبه یې وکړه چې زړه مې غواړي هېڅ نور کرېکټ ونه کړي."
د احسن په نوم یوه بل کس لیکلي، "بایلل خیر خو لږ تر لږه لوبه خو دې وکړي. د ګټلو هڅه خو دې وکړي."
د نننۍ لوبې په اړه د اسد خان په نوم یو چا لیکلي، "زه بښه غواړم خو د پاکستان کرېکټ بورډ اوس د خلکو د خندا او پسخند لامل شوی."
خو د نیوکو تر څنګ په نننۍ لوبه کې د پاکستانۍ لوبډلې مینهوالو د فهیم اشرف او نسیم شاه د توپوهنې صفتونه هم کړي دي او د دې لوبډلې له نورو توپوهونکو یې غوښتي چې له دوی یې زده کړي.