تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ؛ پاکستان کرېکټ بورډ د بابر اعظم پر ځای محمد رضوان د یو ورځنیو او شل اووریزو لوبډلمشر ټاکلی
پاکستان کرېکټ بورډ د یو ورځنیو او شل اووریزو لوبو لپاره محمد رضوان د نوي لوبډلمشر په توګه ټاکلی دی.
پر یکشنبه لاهور کې یوې خبري غونډې ته وینا کې د پاکستان کرېکټ بورډ مشر محسن نقوي وویل، د یوه ورځنیو او شل اووریزو سیالیو لپاره محمد رضوان د لوبډلمشر په توګه ټاکل کېږي، او سلمان علي آغا به یې مرستیال وي.
نوموړي د پاکستان مخکیني لوبډلمشر بابر اعظم په هکله وویل، ټیلیفوني خبرې ورسره شوې، بابر ورته ویلي، چې نه غواړي لوبډلمشري وکړي او دوی یې ''د پرېکړې درناوی کوي.''
محسن نقوي هیله څرګنده کړه، چې د پاکستان ملي لوبډله به د رضوان په مشرتابه یو ځل بیا په نړیواله کچه وځلېږي.
د پاکستان لوبډلمشر په توګه له ګومارل کېدو وروسته رضوان وویل، له روزونکو، منتظمینو او لوبغاړو سره به همکاري کوي او په وینا یې د لوبې مینه والو د هیلو پوره کولو لپاره به هڅې کوي.
په ورته مهال پاکستان کرېکټ بورډ په اسټرالیا او زېمبابوې کې د لوبو لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړې ده.
په دې لوبډله کې بابر اعظم، نسیم شاه او شاهین اپریدی هم شامل دي، چې له انګلنډ سره په لومړۍ ټیسټ لوبه کې د پاکستان له ماتې وروسته په رخصتۍ استول شوي وو، خو پي سي بي مسوولین وايي، په زېمبامبوې کې به دوی بیا استراحت ته واستول شي.
پاکستان کې له انګلنډ لوبډلې سره د پاکستان له بریا وروسته یو شمېر هغه نوي لوبغاړي هم د راتلونکو لوبو لپاره اخیستل شوي چې لومړی ځل د ملي لوبډلې برخه شوي.
کرېکټ بورډ مسوولین وايي، د ای سي سي چیمپین جام په ترڅ کې او له هغه وروسته د نویو ځوانو لوبغاړو شاملولو پالیسي یې وړتیا لرونکو ځوانانو ته د ښه ځلېدو زمینې برابرولو هڅې دي.