تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه وايي نړیواله ټولنه دې د طالبانو په تړاو همغږی ځواب ولري
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد چې تازه له افغانستانه ستنه شوې وايي، د اسلامي هیوادونو له استازو، اروپايي ټولنې، برېتانیا او نورو هېوادونو له مشرانو سره افغانستان کې، پر بشري حقونو په ځانګړې ډول د مېرمنو پر حقونو غږېدلې او دا چې "نړیواله ټولنه باید په دې تړاو همغږی ځواب ولري"
هغې ویلي له لومړۍ ورځې چې طالبانو د مېرمنو پر زد کړو او کار بندیز لګولی د ملګرو ملتونو هڅه دا وه چې په یو موټي توګه باید کار وشي، چې د طالبانو له لوري د بشري حقونو خلاف تګلارې لیرې کړي.
اغلې محمد وايي د سعودي عربستان، اندونیزیا، ترکیې او د یو شمیر خلیجي هیوادونو له ملاتړ او سلا مشورو سره یې د طالبانو له لوړ پوړو چارواکو او افغانستان کې له قرباني اړخونو سره لیدلي.
مېرمن امینه دوه اوونۍ افغانستان کې وه او هلته د طالبانو حکومت د کابینې له ځېنو وزیرانو، کندهار کې د علماو له شورا په کابل او هرات کې یې د هغو مېرمنو له استازو سره کتلي چې د طالبانو ځپونکو بندیزونو یې پر ژوند اغېز کړی.
امینې محمد نیویارک کې یوې خبرې ناستې پر مهال وویل، کابل کې یې د پاتې کېدو او ولایتونو ته د سفرونو یوه موخه دا هم وه چې د سیاسي حل او ثبات لپاره هم جاج واخلي "موږ په دې سفر کې دا هم مالوموله چې وکتل شي کوم بهیر د سیاست په لاره کې شته که یا؟"
امینه محمد وايي کابل کې د طالب مشرانو سره له لیدو وړاندې افغان مېرمنو ترې غوښتي و چې لومړی دوی وګوري او واوري او له هغه وروسته طالبانو سره خبرې وکړي، وايي " د لیدنو پیل یې همداسې و"
میرمن محمد ویلي طالبانو ورته وریاده کړه، چې دوی هغه څه چې نړیوالې ټولنې ترې تمه درلوده وکړل خو دوی هیڅ هیواد په رسمیت ونه پېژندل. هغې وویل طالبانو ته یې د دغه څه په ځواب کې وویل د بشري حقونو په تړاو ستاسو کړنلارې د منلو نه دي او باید یو بدلون رامنځته شي.
امینې محمد ونه ویل، چې د سفر د دومره هڅو بشپړ نچوړ او دا چې د طالبانو وروستی دریځ څه وو، خو ټینګار یې درلود چې ملګري ملتونه لا هم د بشري مرستو، د میرمنو د زده کړو او کار د حقونو لپاره خپلې چارې روانې ساتي او له همدې امله یو بل لوړ پوړی پلاوی د مارټین ګرېفیټس په مشرۍ کابل کې دی چې همدا وړ هڅو ته دوام ورکوي.