د پښتونخوا ټانک کې د ناامنیو او هدفي وژنو پرضد د بیټني قبیلې جرګه

د خپرېدو وخت

د پښتونخوا سوېلي سيمه ټانک کې ورځ تر بلې زياتېدونکې ناامنۍ او هدفي وژنو پر ضد د بيټني قبيلي جرګه شوې ده چې پکې په امنيتي ځواکونو سختې نيوکې شوې دي. د جرګې مشرانو د سيمې د امن وضعيت نه ښه کېدو په صورت کې د جولای مياشتې په دويمه د اسلام اباد پر لور د لوی لاريون اعلان کړی دی.

جرګې ته د پښتون ژغورنۍ غورځنګ مشر منظور پشتين هم وينا کړې ده.

د ټانک په ټاون هال کې دغه جرګه د بيټني قامي امن جرګې رابللې وه چې پکې ځايي قبايلي مشرانو، ځوانانو، ديني علماوو، سياسي غړو او بلدياتي نمايندګانو په ګڼ شمېر کې ګډون کړی دی.

جرګې ته د بيټني قام سربېره دغه ولسوالۍ کې اباد د مسید، کنډي او سرايکي قامونو ګڼ شمېر خلک هم ورغلي وو، د ځايي خبريال جلال محسود په وينا د امنيت ټينګښت په نوم دغه غونډه کې تر درېیو زرو پورې خلکو ګډون کړی دی.

جرګې ته د بيټني قامي جرګي مشر مولانا نقيب الله وويل چې دغه سيمه کې ناامني ورځ تر بلې په ډېرېدو ده، هره ورځ د بېګناه خلکو مړي ترلاسه کېږي، ځايي ولس پر وسله والو ډلو سربېره له امنيتي ځواکونو نه هم تنګ راغلي دي چې د پوځي عملياتو په نوم یې ځوروي.

قامي مشر وويل په سيمه کې امنيت لپاره یې څو ځله احتجاجونه وکړل او غږونه يې پورته کړل خو دا ستونزه او د دوی غوښتنې څوک جدي نه ګڼي. که سيمه کې د امن وضعیت ښه نه شو نو په دويمه جولای به اسلام اباد په لورې يو لوی لاريون وباسي.

غونډې ته ورغلي د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين سپارښتنه وکړه چې د امنيت او پوځي عملیاتو ستونزه يوازې د ټانک يا بيټنو نه ده بلکې دا د پښتنو په ټولو سيمو کې روانه ده.

د بيټني قام مشران که د اسلام اباد يا پنډۍ کې د پوځي مرکز په لوري د لاريون پلان جوړوي نو بايد ټولو پښتنو ته بلنه ورکړل شي. د ده په وينا پښتانه دې نور د خپل حق لپاره منتونه کول پريږدي او په زور دې وغواړي.

جرګې ته وينا کې د پښتونخوا ايالتي اسمبلۍ لپاره ځايي غړي عثمان بيټني وويل چې د امنيت سره تړلې ټولې پاليسۍ له مرکزه نافذيږي او دې مقصد لپاره دې د خپل قام په شا کې ولاړ دی. ده جرګې ته د لاريون لپاره د مالي مرستې ورکولو اعلان هم وکړ.

د يادونې ده چې د ټانک په ګډون د پښتونخوا تقریبا په ټولو سوېلي ولسواليو کې په دې وروستيو کې د ناامنۍ او هدفي وژنو پېښې او پوځي عملیات ډېر شوي دي.

تېره ورځ په لکي مروت کې يوه پېښه کې د سړک پر غاړه اېښودل شوي ماین په چاودنه کې اووه پوځي سرتېري وژل شوې وو.

په امنيتي سرتېرو د بريدونو سربېره دغو سيمو کې د هدفي وژنو پېښو هم ولس له اندېښنو سره مخ کړی دی.

وړمه ورځ د امنيت ټينګښت لپاره په بنو ولسوالۍ کې هم ځايي ولس يوه جرګه کړې ده.

دغه جرګې هم خپله اعلاميه کې له امنيتي سرتېرو غوښتنې کړې وې چې سيمه کې وسله والو خپل مرکزونه جوړ کړي هغه دې بايد ختم شي، د خلکو د تښتولو او هدفي وژنو لړۍ دې ودرول شي او په سره او رڼا ورځ د درنو وسلو سره ګرځېدونکي وسله والو مخه دې ونيول شي.

دغه جرګه کې هم د ټانک د غونډې په راز ګڼو خلکو ګډون کړی و.