پاکستان کې چارسمبالي حکومت جوړېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د اپوزیسیون د مشر راجه ریاض تر منځ نن بیا د سرپرست لومړي وزیر ټاکلو په موخه دویمه ناسته په پام کې ده.
راجه ریاض درې کسان د لومړي وزیر ټاکلو په موخه شهباز شریف ته ور پېژندلي چې یو پکې د پاکستان د سنا د مجلس مشر صادق سنجراني هم دی.
له دې وروسته شهباز شریف له ښاغلي سنجراني سره هم کتلي او د حکومتي بیان له مخې دوی دواړو د هېواد په سیاسي وضعیت تفصیلي خبرې کړې دي.
د پاکستان اوسنی وزیر اعظم چې پارلمان او کابینه یې وار له مخه منحل شوې، وايي " حکومت یې د قانون سره سم پر خپل وخت ختم شوی او اوس دا په ټاکنو کمېسیون پورې اړه لري چې د ټاکنو پرېکړه وکړي."
تېره ورځ د پارلمان له منحلېدو وروسته د قانون له مخې باید تر درېیو ورځو پاکستان کې چارسمبالی حکومت اعلان او چارې سرپرست لومړي وزیر ته وسپارل شي.

د عکس سرچینه، PakPM
نن دویمه ورځ ده چې پاکستان کې د سیاسیونو تر منځ د چارسمبالي لومړي وزیر ټاکلو لپاره لیدنې کتنې ګرمې شوې دي خو تر اوسه په کوم چا سره سلا شوي نه دي.
په دې لړ کې د لومړي وزیر شهباز شریف او د اپوزیسیون د مشر راجه ریاض تر منځ پرون لومړۍ ناسته او تر اوسه شوې مشورې بې نتیجې پای ته رسېدلې دي.
راجه ریاض له رسنیو سره په خبرو کې ویلي "زمونږ لیده کاته ګټور وو خو تر اوسه په کوم نوم نه یو سره سلا شوي."
هغه ویلي چې شهباز شریف ته یې د راتلونکي چارسمبالي لومړي وزیر نوم ورکړی خو په دې اړه به نن 'جمعه' بیا ورسره ګوري.
په پام کې ده چې دوی دواړه نن بیا سره وګوري چې که له قانوني مهاله مخکې په کوم نوم سره جوړ شي.
په همدې لړ کې شهباز شریف له فضل الرحمان سره هم کتلي او د دې ناستې هم واضح پایله نه ده اعلان شوې.

د عکس سرچینه، PMOCopyright
په ورته مهال د پاکستان د وروستي حکومت لوی شریک پيپلز ګوند هم تر اوسه د چارسمبالي لومړي وزیر د کوم ښکاره نوم یادونه نه ده کړې.
د دغه ګوند ویاند فیصل کریم کنډي ویلي "دی په دې نه دی خبر چې پیپلز ګوند څوک د لومړي وزیر په توګه غوره کوي."
که ښکېلې سیاسي ډلې نن هم په کوم کس سلا نه شي سبا به یې د دې ټاکنې وروستۍ ورځ وي.
په دې لړ کې شهباز شریف هیله څرګنده کړې چې له قانون سره سم په درېیو ورځو کې به یو څوک د سرپرست یا چارسمبالي لومړي وزیر په توګه وټاکل شي.





















