تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'پاکستاني زندانونو کې اسناد لرونکي افغان بندیان لا هم بند کې ساتل کېږي'
د طالبانو حکومت وايي، پاکستان کې د پاتې افغان بندیانو د خلاصون هڅې روانې دي. په دې لړ کې کراچۍ کې د افغانستان مشر کونسل له یوشمېر افغان بندیانو سره لیدلي دي.
د طالبانو تر ولکې لاندې ملي تلوېزیون په یوه رپوټ کې ویلي، چې عبدالجبار تخاري پاکستان کې له ځینو بندیانو سره کتلي او زیاتوي چې د پاتې بندیانو د خوشي کولو لپاره هلې ځلې دوام لري.
له بندیانو سره د لیدنې یوه وېډیو خپره شوې چې تر ډېره پکې نیول شوي افغان تنکي ځوانان او زلمیان ښکاري.
له دغو بندیانو سره لیدنه د دوی د استوګنې په یوه اوږده اطاق کې شوې، چې د خوب چپرکټ پکې ښکاري او منځ کې یې زندانیان خواړه خوري.
په یوه بله خونه کې بیا لسګونه افغان بندیان چې دوی هم ډېری زلمیان او ځوانان دي، راغونډ شوي او د عبد الجبار تخاري خبرې اوري.
د پاکستان بېلابېلو زندانونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ افغان بندیان، چې ظاهراً د اسنادو د نشتوالي له کبله نیول شوي، د بند شپې او ورځې تېروي.
د دغو بندیانو تمه دا وه چې تېر لوی اختر به له خپلو کورنیو سره تېر کړي.
په یوه وېډیو کې یو زلمی افغان بندي وايي، له ناروغ پلار سره کراچۍ ته ولاړ خو هلته پولیسو ونیو چې تر اوسه په زندان کې دی.
ظاهراً کراچۍ کې د طالبانو سرکونسل عبدالجبار تخاري د لوی اختر پر دویمه ددغو زندانیانو لیدو ته ورغلی.
نوموړی وايي، په لعل دي زندان کې یې له دغو بندیانو سره ولیدل. په دوی کې داسې بندیان هم دي چې قانوني اسناد لري خو پاکستاني پولیسو نیولي دي:
"په دوی کې ډېر بېماران هم دي، باید دوی ژر تر ژره خوشي شي او داسې کسان هم پکې شته چې کارډونه لري خو بندیان شوي دي. د پاکستان له حکومته مې غوښتنه دا ده چې دغه کسان باید ژر تر ژره خوشي کړي او خپل وطن ته راستانه شي."
په کراچۍ کې د طالبانو د کونسلګرۍ د معلوماتو له مخې، د پاکستان له زندانونو څخه تر دې مهاله د ماشومانو او مېرمنو په ګډون شاوخوا ۲۴۰۰ افغان بندیان خوشي او هېواد ته راستانه شوي دي.
پاکستان کې د افغان کډوالو نیونې د بشر حقونو ځینې بنسټونه اندېښمن کړي دي.