تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان په زندانونو کې د بندي افغانانو خلاصون هڅې؛ ''سلګونه بندیان لا هم نه دي خوشي شوي''
د پاکستان د سند ایالت په بېلابېلو زندانو کې د سلګونو بندي افغانانو د خلاصون لپاره کمپاین کوونکي وايي، هڅه کوي، چې دا بندیان له روژې مخکې را خوشې او خپل هېواد ته ولېږدول شي.
په تېرو څو میاشتو کې د سند ایالت د کراچۍ او حیدر اباد ښارونو په زندانو کې تر یونیم زرو ډېر افغانان بندیان وو، چې سلګونه ترې را خوشې کړل شوي دي.
د بشري حقونو یوه فعاله او مدافع وکیله، منیزه کاکړه، وايي چې شاوخوا اته سوه افغانان لا هم هلته په بند کې دي.
هغې بي بي سي ته وویل، چې په دغو بندیانو کې لسګونه مېرمنې هم دي، چې په راتلونکو څو ورځو کې یې د خوشې کولو ژمنه شوې ده.
''د کراچۍ، حیدراباد او سکهر په زندانونو کې لا هم نژدې اته سوه بندیان پاتې دي، چې ګڼ شمېر ښځې او ماشومان هم پکې شته. ''
اغلې کاکړه وايي، د نژدې شپږ سوه بندیانو قضیې له محکمو خلاصې شوې او د کورنیو چارو وزارت له لوري د لیستونو له تائید وروسته به دا کسان خوشي شي. د نوموړې په وینا دوی هڅه کوي چې دا بندیان د روژې میاشتې له رارسېدو مخکې له زندانونو خوشي او خپل هېواد ته ستانه شي.
په تېره جنورۍ میاشت کې په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت چارواکو ویلي و، د دوی له هلو ځلو وروسته څه باندې ۵۰۰ افغان بندیان خوشي شول.
د سفارت پر ټویټر پاڼه لیکلي و چې "په اسلام اباد کې د افغان سفارت او په کراچۍ کې د دوی کونسلګرۍ په هڅو سره ۵۲۴ تنه چې ۵۴ تنه ښځې او ۹۷ ماشومان پکې دي، ژر به خوشې شي او افغانستان ته به یې ولېږدوي."
پر خواله رسنيو د پاکستان په زندانونو کې د بندي افغان کډوالو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو خپرو شويو عکسونو پراخ غبرګونونه راوپارول.
له هغه وروسته د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېنشرۍ (يو اېن اېچ سي ار) هم پر خپله ټوېټر پاڼه پيغام کې ويلي وو، د پاکستان په سند کې د بندي افغانانو وضعيت په اړه رپوټونو جدي اندېښمن کړي دي.
د دې ادارې چارواکو ويلي، د پاکستان په ګډون د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو غواړي، هغو کورنيو ته پناه ورکړي چې د خونديتوب لپاره ورځي.