تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستان په لاهور کې د کمساري باران له کبله اووه کسان مړه شوي
- Author, عماد خالق
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
- د خپرېدو وخت
د پاکستاني پنجاب په مرکز لاهور کې د کمساري ګڼ باران له کبله تر اوسه د دوو ښځو او یوه ماشوم په ګډون اووه کسان وژل شوي دي.
مسوولین وايي، د نن چهارشنبې ورځې باران په تېرو ۳۰ کلونو کې بې ساری دی. د هوا پېژندنې ځايي مسوولین وايي، په ټول ښار کې له تېرو ۱۰ ساعتونو راهیسې ۲۹۱ ملي متره باران اورېدلی او په لکشمي څوک سیمه کې تر ټولو زیات ۲۳۶ ملي متره باران اورېدلی دی.
چارواکي وايي، په همدې ترڅ کې درې کسان برېښنا نیولي، درې د کورونو چتونو غورځېدو له کبله مړه شوي او یو ماشوم په باراني اوبو کې لوبې کولې، چې د ډوبېدو له کبله مړ شوی دی.
د پنجاب سرپرست اعلی وزیر محسن نقوي په یوه ټویټر پیغام کې د دې ۷ کسانو مړینه تائید کړې ده. د هوا پېژندنې ځايي مسوولین وايي، راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې هم احتمال شته، چې په ښار کې نور باران هم وشي.
پاکستان کې د طبیعي پېښو په ترڅ کې د مرستندویه چارو همغږې کوونکې اداره (این، ډي، ایم، اې) مسوولین وايي، د د خیبر پښتونخوا او پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر په ګډون د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې د تېز باران احتمال شته.
این، ډي، ایم، اې چارواکو په همدې ترڅ کې په غرنیو سیمو کې د ځمکښوېدنې او دغه راز په ژورو، هوارو سیمو کې د احتمالي سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی.
د یادونې ده، چې د تېر کال په اګست کې د خیبر پښتونخوا او سند ایالت په ځینو سیمو کې له ګڼو بارانونو وروسته سخت سېلابونه راووتل، چې د سر او مال درانه زیانونه یې واړول.
پاکستاني چارواکو هغه مهال د اټکل له مخې ویل، چې د سېلابونو له کبله نهه سوه میلیارده روپۍ اقتصادي زیان اوښتی.