روسي ځواکونو پر یو شمېر اوکراییني ښارونو توغندیز بریدونه کړي

د عکس سرچینه، social media
د اوکرایین پلازمېنې کیېف په ګډون یو شمېر ښارونو کې هغه توغندي لګېدلي، چې روسي ځواکونو توغولي وو.
د دنیپرو ښاروال په وینا د دې توغندیو لګېدو له کبله هلته یوه ښځه او درې ماشومان وژل شوي دي.
پر خواله رسنیو د مرکزي ښار یومان یو ویډیويي کلیپ هم لاس پر لاس کېږي، چې پر یوه نهه پوړیزه ودانۍ د یوه توغندي لګېدو صحنه ښيي.
د انټرفاکس خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، په کریمینچوک او پولتاوا ښارونو کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
پلازمېنه کیېف کې بیا ځايي چارواکي وايي، ۱۱ توغندي او دوه بریدګر ډرون هدف ته له رسېدو مخکې له منځه وړل شوي دي.
د کیېف ښاري دفاعي ادارې مشر وايي، دا ۵۱ ورځې وروسته پر پلازمېنه لومړنی توغندیز برید دی.
د دې بریدونو له کبله سملاسي د ملکي تلفاتو په هکله څه نه دي ویل شوي. په یومان کې بیا ځايي چارواکي وايي، پنځه ټپي شوي کسان روغتون ته لېږدول شوي دي.

















