امریکا په پټه اوکرایین ته اوږد واټنه توغندي ورکړي

اوکرایین

د عکس سرچینه، REUTERS

د عکس تشریح، د امریکا او سویلي کوریا د ګډو تمریناتو پر مهال د پوځ تکتیکي توغندونکی سیستم یا (اې‌ټي‌اې‌سي‌اېم‌اېس)
د خپرېدو وخت

امریکايي چارواکو تایید کړې چې د اوکرایین پوځ د ورسیې خلاف جګړه کې د اوږد واټنه توغندیو کارول پیل کړي چې روانه میاشت په پټه د امریکا متحدو ایالتونو ورکړي دي.‌

دا توغندي‌ په هغې ۳۰۰ میلیون ډالري مرستندویه ټولګه کې شامل وو، چې د امریکا ولسمشر 'جو بایډن' مارچ میاشت کې تصویب کړې وه.

امریکایي رسنۍ وايي دا توغندي تر دې دمه لږترلږه یو ځل په نیول شوې کرایمیا ټاپو وزمه کې بر روسي اهدافو برید لپاره کارول شوي دي.

ښاغلي بایډن تازه له اوکرایین سره د ۶۱ میلیارد ډالرو په ارزښت ستره مرستندویه ټولګه کې هم لاسلیک کړې ده.‌

متحدو ایالتونو مخکې اوکرایین ته د پوځ تکتیکي توغندونکو سیستمونو یا د (اې‌ټي‌اې‌سي‌اېم‌اېس) منځني واټن یو موډل ورکړی و او د اوږد واټنه توغندیو استولو ته یې تر ډېره د خپل پوځي چمتووالي د اندېښنو له کبله زړه نه ښه کاوه.‌

خو ویل کېږي چې ولسمشر بایډن تېره فبرورۍ کې په پټه د اوږد واټنه سیستم استولو ته هم شین څراغ ښودلی دی.‌

دغه سیستم تر ۳۰۰ کیلومترو پورې واټن کې هدف ایشتلی شي.‌

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند 'وېدانت پټېل' ویلي "زه دا تاییدولی شم چې متحدو ایالتونو د ولسمشر په مستقیمه لارښوونه اوکرایین اوږد واټنه ATACMS ورکړي دي".‌

هغه زیاته کړې چې متحدو ایالتونو دا موضوع "د اوکرایین په غوښتنه د دوی د عملیاتي امنیت ساتل کېدو لپاره اعلان کړې نه وه."

لا مالومه نه ده چې اوکرایین ته دا ډول څومره وسله استول شوې، خو د امریکا د ملي امنیت سلاکار 'جېک سالیوان' وايي چې واشنګټن د نورو د استولو پلان هم لري.

هغه ویلي "دا به جګړه کې بدلون راولي. خو لکه څنګه چې مې مخکې پر دغه تربیون ویلي... د حل هېڅ چټګه او اسانه لار نشته."

اوکرایین

د عکس سرچینه، Getty Images

رویټرز خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي له خولې چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، لیکلي، اوږد واټنه توغندي لومړی ځل تېره اوونۍ په اشغال شوې کرایمیا کې د روسیې پر یوه هوايي‌ اډه د برید لپاره وکارول شول.

د نیو یارک ټایمز په حواله د تېرې سې‌شنبې او چارشنبې ترمنځ پر شپه د اوکرایین په نیول شوي بندري ښار بېردیانڅک کې هم پر روسي ځواکونو د همدغو توغندیو برید شوی دی.

کیېف وروستیو میاشتو کې د وسلو او مهماتو د کمښت او د روسي ځواکونو پرله پسې پرمختګ له کبله په ټینګار سره له لوېدیځ د مرستو غوښتنه کوله.‌

د امریکا ګانګرس روانه اوونۍ اوکرایین سره د ۶۱ میلیارد ډالرو په ارزښت مرستندویه ټولګه له څو میاشتو ځنډېدو وروسته تصویب کړه.‌

ولسمشر بایډن د دې مرستې د لاسلیکولو پر مهال وویل "دا به متحد ایالتونه لا ډېر خوندي کړي، دا به نړۍ خوندي کړي."

اوکرایین

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي د دې مرستندویه ټولګې غبرګون کې ویلي "موږ به اوس پر بحثونو او شکونو د ضایع شوي نیم کال جبرانولو لپاره هر اړین کار وکړو."

ښاغلی زېلېنسکي په دې وروستیو خبرداری ورکړی و چې روسیه په ژمي کې د اوډییوکا ښار تر نیولو وروسته، ښايي راتلونکو اوونیو کې نوي یرغلیز عملیات پیل کړي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار هم چارشنبه وویل چې روسیه ښايي راتلونکو اوونیو کې ځینې نورې تکتیکي لاسته راوړنې ولري.

د روسیې لخوا د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ کې پر اوکرایین له یرغل راهیسې لسګونه زره کسان چې اکثریت یې د دواړو غاړو سرتېري دي، وژل شوي او میلیونونه نور د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.