افغان ابدالیان لوبډلې انګلنډ لاینز ته په درې ورځنۍ لوبه کې ماته ورکړه

د عکس سرچینه، ACB
د متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې د افغان ابدالیانو او انګلنډ لاینز لوبډلو ترمنځ یوازېنۍ درې ورځنۍ تمریناتي لوبه افغان ابدالیان (الف لوبډلې) وګټله.
د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې انګلنډ لاینز لومړی توپوهنه وکړه او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۷ منډې جوړې کړې. په افغان توپ اچونکو کې ضیاالرحمن اکبر ۴، ظاهر خان پکتین او شرف الدین اشرف ۲-۲ وېکټې واخیستې. په ځواب کې یې افغان ابدالیانو په خپلې لومړۍ پاڼۍ کېد لوبډلمشر اکرام علي خیل د پنځوسیزې پر مټ ۱۷۴ منډې جوړې کړې.
د انګلېنډ لاینز لوبډلې په خپلې دویمې پاڼۍ کې ۱۸۳ منډې جوړې کړې او افغان ابدالیانو ته یې د ۱۴۷ منډو هدف وټاکه. په دویمه پاڼۍ کې د افغان توپ اچونکو ترمنځ ضیاالرحمن اکبر یو ځل بیا ښه وځلېد او د هټریک په ترسره کولو سره ۶ ویکټې واخیستې. سلیم ساپي هم ۳ لوبغاړي وسوځول.
افغان ابدالیانو د انګلېنډ لاینز لوبډلې له خوا ټاکل شوی هدف د لوبې په دریمه ورځ په پنځو ویکټو پوره کړ. د افغان ابدالیانو په ګټه دروېش رسولي ۴۵، ریاض حسن ۲۷ او لوبډلمشر اکرام علي خلېل ۲۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
په افغان ابدالیان لوبډله کې له یو څو تنو مشرانو لوبغاړو پرته تر ډېره نویو ځوانو لوبغاړو ته ځای ورکول شوی دی.
افغان ابدالیان لوبډلې په تېره اکتوبر میاشت کې له عمان ملي لوبډلې سره هم د دوو یو ورځنیو او پنځو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ترسره کړې وې. چې دومره ښه نه وو ځلېدلي.

















