ډونلډ ټرمپ ته بېرته د فېسبوک او انسټګرام د کارولو اجازه ورکول کېږي

د خپرېدو وخت

مېټا اعلان کړی چې د امریکا د مخکیني‌ ولسمشر 'ډونلډ ټرمپ' فېسبوک او انسټګرام اکونټونه له تعلیق باسي.‌

د خواله رسنیو دې سترې کمپنۍ ويلي چې دا ځنډ به "راتلونکو اوونیو" کې پای ومومي.

د مېټا د نړیوالو چارو مشر نېک کلېګ یوه اعلامیه کې ویلي چې خلک "باید د خپلو سیاستوالو غږ واورېدی شي چې څه وايي."

د امریکا د مخکینې ولسمشر د فېسبوک او انسټګرام حسابونه تر هغې وروسته ځنډول شوي وو چې ملاتړو یې د ۲۰۲۱ کال جنورۍ کې د کانګرس پر ودانۍ چپاو وروړ.‌

ښاغلی کلېګ وايي، د دوی کمپنۍ تر هغې وروسته ګام پورته کړی و، چې ښاغلي ټرمپ "پر کانګرس چپاو کې ښکېل خلک وستایل."

‌هغه زیاته کړې چې "دا ځنډ غیر معمول حالاتو کې یوه غیر معمول‌ پرېکړه وه."

د مېټا کمپنۍ دغه چارواکی وايي اوس یوې بیاکتنې موندلې چې د ښاغلي ټرمپ اکونټونه نور عامه خوندیتوب ته جدي خطر نه پېښوي.

خو د ښاغلي ټرمپ تېرو "سرغړونو" ته په کتو که نوموړی دا سرغړونې تکراروي نو تر پخوا سختو پرېکړو سره به مخ کېږي.

پر فېسبوک سربېره د خواله رسنۍ بل ستر پلټفارم 'ټویټر' هم د ښاغلي بایډن حساب تړلی و.

دې خواله رسنۍ که څه هم لا تېر نومبر کې د ښاغلي ټرمپ پر حساب د لګېدلي بندیز د پای ته رسېدو اعلان کړی، خو هغه تر اوسه له خپل ټویټر اکونټه کوم پیغام نه دی خپور کړی.

ډونلډ ټرمپ د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته د درېدو چمتووالی کوي.

ګڼو جمهوریپالو د همدې لپاره ټینګار کاوه چې نوموړی باید بېرته فېسبوک ته پرېښودل شي.