د امریکا د ویرجینیا ایالت په یوه پلورنځي کې ډزې؛ ۱۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې

امریکا

د عکس سرچینه، AFP

د خپرېدو وخت

یوه وسله وال سړي د امریکا متحدو ایالتونو د ویرجینیا ایالت چېساپیک ښار کې د والمارت پلورنځي دننه ډزې کړې او لسو کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده‌.

پولیسو دا پېښه تایید کړې.

رپوټونه وايي دغه سړي، چې د یوه پلورنځي مدیر و، لومړی پر خلکو ډزې وکړې او بیا یې ځان وواژه.

ځايي چارواکو د ټویټ یوه پوست کې لیکلي "پولیس په والمارت کې د ډزو پېښه تاییدوي چې مرګژوبله هم پکې اوښتې."

چارواکي وايي په پېښه کې شپږ تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

په دې اړه هم لا څه نه دي ویل شوي‌ چې دغه سړي ولې دا ګام اخیستی دی.‌

چېساپیک د امریکا ختیځ کې یو ساحلي ښار دی.

والمارت پر دې پېښه ژوره خواشینې ښودلې او ویلي یې دي‌ چې د قانون له پلي کوونکي ځواک سره له نږدې همکاري کوي.

د ویرجینیا ایالت یوې سناتورې لویس لوکاس دا امریکا کې ډزو وروستۍ پېښه بللې او ویلي چې ډېره خواشینې ده.‌

هغې په ټویټر کې زیاته کړه: "زه به تر هغو ارامه نه شم چې په خپل هېواد کې مو د ډزو تاوتریخوالي پای ته رسولو لپاره حل لاره نه وي موندلې".

دا پېښه داسې مهال شوې چې همدا روانه اوونۍ د امریکا کولوراډو ایالت کې د همجنسبازانو په یوه کلب کې د ډزو پېښه کې ۵ کسان ووژل شول.‌

۲۰۱۹ کال د ټکزاس ایالت اېل پاسو ښار کې د والمارت یوه پلورنځي کې ډزې شوې وې چې ۲۳ کسان پکې وژل شوي وو.‌