تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د چمن پرلت کې له ګډون وروسته پاکستاني پولیسو یو ځل بیا علي وزیر نیولی
د پښتون ژوغورنې غورځنګ یو مشر علي وزیر په بلوچستان کې یوې غونډې ته تر وینا وروسته نیول شوی دی.
د رپوټونو پر بنسټ پولیسو غوښتل علي وزیر په بلوچستان کې ونیسي، خو هلته یې پلویانو پولیسو ته اجازه نه ده ورکړې چې ویې نیسي. خو کله چې ډېره اسماعیل خان ته رسېدلی، هلته پولیس ورته ولاړ وو او نیولی یې دی.
ښاغلي علي وزیر د چمن پرلت ته ویلي، د ډیورنډ کرښې نه منلو فکر دی.
" نه ازغن تار منو، نه پاسپورټ منو، نه پنجابی ریاست منو، موږ د لوی افغانستان خلک وو، یو او اینده کې به هم یو. ملګرو دا یاد وساتئ نن دا د چمن پرلت د چمن د خلکو مسله نه ده، دا د کار او بار مسله نه ده، بلکې دا د دوی د افغانیت سوچ دی. دا د ډیورنډ لاین د نه منلو سوچ دی."
له تېرو نژدې درېیو اوونیو راهیسې په چمن کې ګڼ شمېر خلکو پرلت پیل کړی او د پاکستان د هغې پرېکړې پرضد اعتراض کوي چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو خلکو ته ویل شوي چې د تګ راتګ لپاره باید پاکستانۍ وېزه ولري.
پولیسو تر اوسه د علي وزیر د نیولو لامل په اړه لا نه دي ویلي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه مخکښ غړی او د پاکستان پارلمان کې د جنوبي وزیرستان د خلکو مخکېنی استازی علي وزیر په تېره فبرورۍ کې له ۲۶ میاشتو زندان تېرولو وروسته خوشې شوی و.
ښاغلی وزیر د ۲۰۲۰م کال ډیسمبر کې د پېښور پولیسو ونیو او وروسته یې د کراچۍ پولیسو ته وسپاره چې بیا تر خلاصونه د کراچۍ په زندان کې بندي و.
پر نوموړي په کراچۍ او د پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې د پولیسو رپوټونو ثبت شوي وو او په هغو رپوټونو کې يې پر نوموړي تور پورې کړی و، چې د پاکستاني ریاست، پوځ او استخباراتو پر ضد يې په ولسي غونډو کې ویناوې کړې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یاد مخکښ غړی د پاکستان د ملي اسمبلۍ ټاکنو کې په خپلواک ډول ګډون کړی و، او د پخواني لومړي وزیر عمران خان د واکمنۍ پرمهال په اپوزیسيون کې و.